حدیث شریف

بسم الله الرحمن الرحیم
د علم حدیث ارزښت او اهمیت

 د حديث علم د شرعي علومو له جملې څخه يو اوچت علم دى، چې په دې علم باندې نور شرعي علوم بناء شوي دي، او كه د چا سره ددې علم په باب معلومات نه وي نو په خپله خطاوې كوي او نور هم په خطا كې اچوي، اوكه په خپله خپلې خطاوي ته متوجه شي او كه نشي د سمې او صحيحې لارې څخه وځي، برابره ده كه دا انسان مفسر وي اويا فقيه، اويا اصولي وي او يا مبلغ او يامؤرخ.

ځينې به داسې مفسرين وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مګر سره د داسې كوښښ او هڅې د ثواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې او په داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسير يې كړى دى.

اوځيني به داسې فقيه وي چې د يوې فقهي مسئلې په ليكلو كې به سوچ او فكر كوي، اودخپل توان په اندازه به غواړى چې دهغې مسئلې په حكم كې حق (صواب) ته ورسيږي، مګر هغه نه بريالۍ كيږي، ځكه چې خپل نظريې په ضعيف حديث باندې بناء كړي دي چې په خپلې غلطۍ نه پوهيږي. همدا راز د اصولو علماو په نسبت هم (دمثال په توګه) د اصول عالم (پوه) به وي ولې يوه قاعده به د اصولو له قاعدو څخه چې ورباندې احكام بناء كيږي جوړ كړي، او په هغې باندې به د دين مسايل بناء كړي، حال دا چې دا قاعده به په ضعيف حديث بناء شوي وي، نو په نتيجه كې دغه قاعده او هغه څه چې په دغې قاعدې بناء شوي دي هغه به دين ته زيات زيان ورسوي نسبت هغې ګټې ته چې دغه اصولي عالم ور څخه هيلمن دى. (په دي باب د (ضعيف الاحاديث القدسية – لاحمد العيسوى) كتاب وكتل شي.)

دغه كار (استدلال په ضعيفو او موضوعو احاديثو باندې) په مبلغينو او خطيبانو كې څومره زيات دى، نو هغه كسان چې ګمان كوي چې خلک – الله تعالې ته نژدې كوي، په داسې حال كې چې هغه به پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم باندې دروغ وايي، او د داسې ويناو نسبت به پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته كوي كوم چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه ويلي نه دي، دا لاڅه چې پر الله تعالې باندې به درواغ وايي او زيات قدسي احاديث به په داسې حال كې چې هغه ثابت نه دي، الله تعالې ته د هغو نسبت كوي، چې ځينې غير ثابت داسې قدسيو احاديثو كې ښكاره خطاوې شته كوم چې د اهل سنت او جماعت دقواعدو او د دين د اصولو سره ضديت لري، سربيره په دې چې په داسې ضعيفو قدسيو احاديثو كې د الله تعالې صفت داسې شويدئ چې الله تعالې هغسې دخپل ذات صفت نه دى كړى، نو دوى په دې كار سره ددې مبارك آيت دحكم او معنې لاندې راځې چې الله تعالې فرمايي:
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ١٤٤ / الأنعام
(نو څوك دي ډير ظالم “نشته لوى ظالم” له هغه چا څخه چې پر الله باندې درواغ تړي ددې لپاره چې خلک بې له علمه ګمراه كړي، بيشكه الله هدايت نه كوي ظالم قوم ته”. اما د تاريخ خاوندان وايي: “ووايه پروا نشته”. صالح او امانتكار په دوى كې خورا لږ دي، . نو په داسې بيان شويو حالاتو كې د حديث علم فيصله كوونكي دى، نو الله تعالې دې ددې مبارك علم خاوندانو ته نيكه جزاء وركړي، چې دوى د خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه دفاع كړی ده، او دشرعي علومو تګ لارې يې سمې كړي دي او د هغو منبع يې له ټولو عيوبو او په كې له داخلې شوي شيانو څخه پاك كړيدى، نو الله تعالې دې دوى ته لوي اجر وركړي او د دوى خطاوې دې و بخښي، او ددوى درجې دې اوچتې كړي، او په جنتونو كې دې دوى ته هستوګنه وركړي. دا د حديث د علم (مصطلح الحديث) د اهميت يوه برخه وه، او كه دا ځاى ددې موضوع دپاره واي نو مونږ به لا زيات اهميتونه بيان كړي واى چې دايې ځاي نه دى، مګر هغه څه مو چې بيان كړى په هغو كې خامخا ذكر او پند دى هر هغه چالره چې هغه لره روغ زړه او هغه فكر كوونكي وي په داسې حال كې چې دى په زړه سره حاضر او متوجه وي.

په همدې خاطر آن لاين اسلامې لارښود تصميم ونيو چې د علم حديث ضروري برخې په آن لاين ډول پر ليکه کړي تر څو زمونږ مسلمان وروڼه له هغه څخه په آسانۍ استفاده وکړي .

علم حديث (لومړې برخه )

علم حديث

حديث : حديث په لغت کې نوې يا خبرته وايي او په اصطلاح کې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينا ،کردار،تقرير او صفت څخه عبارت دی .
تقرير محدثين داسې تعريفوي : چې يو صحابي يو عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې انجام کړی وي هغوی صلی الله عليه وسلم د هغه له وينا او عمل څخه منع نه کوي کړې بلکي چپتيا او سکوت يې اختيارکړی وي .
ځنې مهم او ضروري تعريفونه :
مخکې له دې چې علم حديث پيل کړو څو مهمو او ضروري تعريفاتو ته اشاره کوم چې په لاندې ډول دي :
الخبر: په لغت کې راپور ته وايي او په اصطلاح کې د جمهورو محدثينو په نزد خبر د حديث مترادف لغت دی چې مفهوم يې يو دی .
الاثر: په لغت کې پاتې شوني ته وايي او په اصطلاح کې اثر هم د حديث مترادف دی مګر د ځنو په نزد اثر د حديث نه جلا مفهوم لري يعنی اثر هغه دی کوم چې صحابه يا تابعينو ته منسوب وي .
الاسناد : اسناد د راويانو هغه سلسله ده چې متن ته رسيدونکي وي يا د سند په ذريعه يو حديث خپل ويونکي ته د رسولو څخه عبارت دی .
المتن : د روايت شوي حديث اصلي مقصد او خبرې ته متن وايي يعنې کله چې سند سر ته ورسيږي او مقصود خبره شروع شي همدا متن بلل کيږي .
المسند : په لغت کې چا ته منسوب کول او په  اصطلاح کې هغه حديث دی چې سند يې د اول څخه تر آخره پورې ذکر شوی وي او کله د هغه اطلاق په داسې کتاب سره هم کيږي چې په هغه کې يوازې د يو صحابي روايتونه جمع کړ شي مسند بلل کيږي .
راوي : هغه کس ته وايي چې په سند سره يې حديث روايت کړی وي .
المحدث : د حديثو عالم ته وايي کوم چې  احاديثو روايت کوي او هم ورباندې پوهه لري .
الحافظ : حافظ هم د محدث مترادف مفهوم لري مګر د ځنو په نزد حافظ هغه چا ته ويل کيږي چې ۱۰۰۰ زرو احاديثو په احوالو لکه روايت ،جرح او تعديل او نورو عالم وي .
الحاکم : هغه څوک دی چې د ټولو احاديثو په اړه معلومات ولري مګر لږ څه ورته نا معلوم وي .
علم حديث په دوه ډوله دی : علم حديث باعتبار درايت او علم حديث باعتبار روايت
۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .
 ۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي .

علم حديث دوهمه برخه (د حديث اقسام )

په تير درس کې مو وويل چې علم حديث په دوه ډوله دی
۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .
۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي . 
علم حديث باعتبار درايت ته د حديث د علماؤ په اصطلاح کې علوم حديث يا مصطلح الحديث يا اصول الحديث هم وايي دا څلور واړه علم درايت ، علوم الحديث ،مصطلح الحديث او اصول حديث يو مفهوم لري د قواعدو او مسائلو هغه مجموعه ده كوم چې د راوي او مروي د احوالو له څرنګوالې څخه بحث کوي .
د علم حديث په بحث کې زمونږ همدا علم درايت چې د روايت له احوالو څخه بحث کوي تر څيړنې لاندې نيسو : 
د روايت له مخې احاديث په بېلابېلو برخو ويشل شوی دي چې په مختصر ډول لاندې ذکر شوی چې وروسته ان شآء الله هره برخه جلا وڅيړل شي .
د حديث اقسام :
د قبول او مردود له مخې
د سندونو د شمير له مخې
چاته د منسوب له مخې
مردود
قبول
احاد
متواتر
په راوي د ضبط او حفظ د اعتراض له مخې
په راوي د عدالت د اعتراض له مخې
د اسنادو څخه د راوي قطع له مخې
الصحيح
المشهور
اللفظي
القدسي
الحسن
العزيز
المعنوي
المرفوع
المدرج
الموضوع
المعلق
 
الغريب
 
الموقوف
المقلوب
المتروک
المرسل
 
 
 
المقطوع
المضطرف
المنکر
المعضل
 
 
 
 
المصحف
المطروح
المنقطع
 
 
 
 
 
جهالة بالراوي
المدلس
 
 
 
 
 
المضعف
 
 
 

چا ته د منسوب له مخې په څلور ډوله دي :
۱- حديث قدسي ۲- حديث مرفوع ۳- حديث الموقوف ۴- حديث المقطوع
د سندونو د شمير يا مونږ ته د رارسيدو له مخی عموماً په دوه ډوله دي
۱- متواتر ۲- احاد
احاد حديث يا خبر بيا په مشهور – عزيز – غريب ويشل شوی دي
د قبول او رد يا صحيح او ضعيف له مخې په دؤ برخو ويشل شوی دي :
۱- قبول ۲ – مردود
قبول بيا په صحيح او حسن سره ويشل شوی دي او مردود بيا په دريو ګروپو ويشل شوي دي لکه :
۱- د راوي د انقطاع له مخې چې : په معلق – مرسل - معضل – منقطع – مدلس ويشل شوی دي
۲- په راوي باندې د عدالت د اعتراض له مخې : چې په موضوع – متروک – منکر – مطروح – جهالت بالراوي يا مبهم – مضعف ويشل شوی دي
۳- په راوي باندې د ضبط او حافظې د اعتراض له مخې : چې په  مدرج – مقلوب - مضطرب – مصحف ويشل شوی دي
او همدارنګه د بدعت له وجې مردود حديث دی .
چې دا به هر يو ان شآء الله وروسته و څيړل شي

د حديث اقسام چا ته د منسوب په اعتبار (دريمه برخه )

چا د منسوب په اعتبار حديث په څلور ډوله دی حديث قدسي – حديث مرفوع – حديث موقوف او حديث مقطوع
۱- الحدیث القدسي : په لغت کې پاکوالی ته وايي يعنې د دا حديث د الله تعالی پاک ذات ته منسوب دی .په اصطلاح کې هغه حديث دی چې جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم له الله تعالی څخه روايت کړی وي .
د حديث قدسي او قرآنکريم تر مينځ فرق :
د حديث قدسي او قرآنکريم تر مينځ ډير فرقونه دی چې مشهور يې دا دي :
الف : د قرآنکريم لفظ او منعی د وحی جلي په وسليه د الله تعالی له طرفه ده او د حديث قدسي معنی د الهام په وسيله د الله تعالی د طرفه ده مګر لفظ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا ټاکل شوی وي .
ب : قرآنکريم د عبادت په ډول تلاوت کيږي (د هر حرف په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي ) مګر حديث د عبادت په ډول نه تلاوت کيږي .
ج: د قرآنکريم د معنی روايت کول بدون له لفظ څخه حرام دي همدارنګه د قرآنکريم مسح کول د بې اودسه او جنوب د پاره جايز نه دي .
۲- مرفوع : په لغت کې اوچتوالی ته وايی يعنې د اوچت مقام خاوند جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم ته منسوب دی په اصطلاح کې هر هغه قول،فعل ،تقرير او صفت  چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته منسوب يا متصل شي مرفوع بلل کيږي .
مثالونه :
د قولي مرفوع مثال : چې صحابي يا بل څوک ووايي :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم کذا رسول الله صلی الله عليه وسلم (رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې ويلي ) .
فعلي مرفوع : فعل رسول الله صلی الله عليه وسلم کذا .
تقريری مرفوع : فعل بحضرة النبي صلی الله عليه وسلم کذا .
وصفي مرفوع : کان رسول الله صلی الله عليه وسلم احسن الناس خلقاً .
يعنې مرفوع هغه حديث شو چې راساً رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وصل او منسوب شوی وي  لکه په پورته مثالونو کې او لکه په صحيحينو کې د عمربن الخطاب رضی الله عنه حديث قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم (إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى) .
دا حديث حضرت عمرفاروق نقل کړي او راساً يې جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم منسوب کړی چې هغه داسې فرمايلي دې حديث ته ځنې محدثين حديث نبوي هم وايي .

۳- موقوف : په لغت کې ودريدلو ته وايي ګويا چې راوي دغه حديث په صحابي ودرولی او د اسنادو پاتې سلسله يې نده غزولې  په اصطلاح کې  هغه روايت دی چې صحابي ته متصل شي  .
مثال قولي لکه : قال عمر رضی الله عنه کذا ، أو قال ابن مسعود کذا او مثال فعلي لکه : أوتر ابن عمر على الدابة في السفر وغيره .
د موقوف حکم : موقوف روايت کله صحيح کله حسن او کله ضعيف وي .
کوم موقوف چې په حکم د مرفوع کې وي هغه د حقيقي مرفوع غوندې حجت او دليل دی  او کوم چې په حکم د مرفوع کې نه دی د حکم په اثبات کې ورته ضرورت نشته ځکه دا د صحابه و خپل قول او فعل دی البته د ضعيفو احاديثو د پاره تائيد او تقويه جوړيږي ځکه د صحابه و شان په سنتو عمل کول وو .  

۴- مقطوع: په لغت کې قطع ته وايي چې د وصل ضد دی په اصطلاح کې هغه روايت دی چې يوازې تابعي پورې متصل شي . 
مثال :قول مجاهد – وهو من التابعين – اذا ودع أصحابه : اتقوا الله وانشروا هذا العلم وعلموه ولا تکتموه . مجاهد رحمه الله چې له تابعينو څخه وايي : کله به چې صحابه کرامو يو له بله جدا کيدل ويل به يې : له خدای جل جلاله څخه وويريږئ دغه علم خلکو ته ورسوئ ، دهغه زده کړه کوئ او هغه مه پټوئ .
د مقطوع حکم : مقطوع په هيڅ شرعي حکم کې دلیل نشې کيدای مګر کچيرې کومه نښه وه چې د دغه روايت په مرفوع والی يې دلالت کولو يعنې چې دغه تابعي دا روايت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب کولو بيا نو دغه روايت د مرسل مرفوع حکم لري

د حديث يا خبر اقسام د سندونو د شمير له مخې (څلورمه برخه )

حديث د سندونو د شمير يا خلکو ته د رسيدو يا وصل په اعتبار په دوه ډوله دی متواتر او احاد .
۱- متواتر : متواتر په لغت کې پرله پسې ته وايي او په اصطلاح کې هغه دی چې د روايت په هره طبقه کې دومره ګڼ شمير خلکو روايت کړی وي ،کوم چې عادتاً دومره خلک په درواغو جمع کيدل ناشوني وي .
د متواتر حديث يا خبر شرطونه :
د پورتني تعريف څخه دا څرګنديږي چې متواتر د څلورو شرطونو په وجه مينځ ته راتلی شي او هغه دا دي :
الف : د ډيرو خلکو روايت کول .
ب: دا چې دا ډيروالی د سند په هره طبقه کې موجود وي .
ج: داچې عادتاً د دومره خلکو په درواغو توافق محال ګڼل کيږي .
د: دا چې د دوی د سند آخر امر محسوس سره تړلی وي مثلاً مونږ واوريدل او يا ومو ليدل او يا لمس مو کړل .
د متواتر حکم : د متواتر منل او تصديق واجبي دي او د هغه په روايت کې بحث ته ضرورت نشته يعنی د راويانو څيړنې ته يې ضرورت نشته .
د متواتر اقسام :
متواتر په دوه قسمه دی لفظي او معنوي :
الف) لفظي متواتر : هغه ته وايي چه لفظ او منعی په تواتر سره نقل وي لکه دا حديث (من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار ) څه د پاسه اويا صحابه کرامو نقل کړی دی .
ب) معنوي متواتر : هغه ته وايي چه يوازې معنی په تواتر سره نقل وي لکه د رفع اليدين او نورو په باره کې احاديثو چې الفاظ يې مختلف وي او مقصد او معنی يې مشرک وي او حد تواتر ته رسيدلې وي .
۲- احاد خبر :
احاد جمع د احد ده په معنی د واحد يعنې يو هغه روايت دی چې يوه شخص نقل کړی وي په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې د تواتر شرايط پکې موجود نه وي .
احاد حديث په دری قسمه دی : مشهور ،عزيز او غريب :
الف : مشهور حديث : مشهور لغتاً ښکاره او څرګند ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې په هره طبقه کې دريو يا زياتو راويانو نقل کړی وي .
مثال : “ان الله لايقبض العلم انتزاعا ينتزعه من العباد …. “ (رواه بخاري ،مسلم ،ترمذې او احمد ) يعني الله پاک دغه علم د بندګانو د سينو څخه نه راوباسي لکن د علماؤ په وفات کولو سره يې له مينځه وړي .
ب: عزيز حديث : لغتاً لږ او نادر ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي : چې په هره طبقه کې د راويانو شميره له دوو څخه کمه شي عزيز بلل کيږي .
مثال د انس متفق عليه روايت او د ابوهريره چې بخاري په روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  “لايؤمن احدکم حتی اکون احب اليه من والده و ولده والناس اجمعين “ (رواه بخاري او مسلم ) .
دا روايت له انس څخه قتاده او عبدالعزيز بن صهيب نقل کړی دی او بيا د قتاده څخه شعبه او سعيد نقل کړی دی او بيا د ددغې هر يوه څخه ګڼو کسانو نقل کړی دی .
ج: غريب : په لغت کې جدا او بې کسه ته وايي او په اصطلاح کې هغه روايت چې يوازې يو راوي روايت کړی وي غريب بلل کيږي .
غريب حديث په دوو برخو ويشل شوی دی غريب مطلق او غريب نسبي .
- غريب مطلق : هغه دی چې يوه صحابي نقل کړی وي مثال : “انما الاعمال بالنيات “ دا حديث يوازې د عمر رضی الله عنه نه روايت شوی دی تر آخر د سند يو يو شخص روايت کړی دی او کله داسې هم کيږي چې له يو شخص يې ګڼ شمير کسان نقل کړي .
- غريب نسبي : هغه حديث دی چې په مينځ د سند کې يوازې راوي وي په اصل د سند کې راويان زيات وي ،مګر وروسته د دغه رواتو څخه نقل يو راوي وکړي مثال : حديث مالک عن الزهري عن انس ان النبي صلی الله عليه وسلم دخل مکة وعلی راسه المغفر (رواه بخاري ۱۷۴۹  ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مکې ته داخل شو پر سر يې د اوسپنې خولۍ وه . چې مالک په يوازې ځان له زهري څخه نقل کړی دی .

د احاديثو تقسيم د قبول او رد په اعتبار (پنځمه برخه )

احاديث د صحيح والی او ضعيف والی يا قبول او رد په اعتبار په دوه ډوله دي قبول او مردود
اول قبول : قبول احاديث په دوه ډوله دي صحيح او حسن او بيا هر يو يې په دوه ډوله دی لذاتة او لغيره
۱- صحيح حديث : هغه حديث دی چې عادل او ضابط  راوي له بل همداسې (عادل او ضابط ) راوي څخه پيوسته نقل کړی وي چې سند يې تر آخره پورې متصل وي او هيڅ شذوذ او علت په کې نه وي .
يعنې د صحيح حديث د پاره دا شرطونه ضروري دي چې بايد په پوره توګه موجود وي چې هغه دادي :
الف ) د سند اتصال : په دې معنی چې هر راوي بايد د پورته راوي څخه پخپله دا روايت اخيستی وي د سند د اول نه تر آخره پورې دا شرط موجود وي .
ب ) د راوي عدالت : بايد هر راوي مسلمان ،عاقل ،بالغ وي نه فاسق وي او نه هم د مروة خلاف وزري کونکی وي .
ج) د راوي ضبط : د سند راوي بايد د کلکې حافظې لرونکي وي يا په سينه کې او يا هم په ليکلي بڼه .
د) عدم او عدم العلة : عدم شذوذ دا چې نومړی حديث شاذ نه وي شاذ په دې معنی چې (ثقه ) باوري راوي د (اوثق ) ډير باورې راوي څخه مخالفت نه وي کړی ، او عدم علة چې نومړی حديث څه معلول نه وي علت پکې نه وي  (العلة ) پټ سبب ته وايي اګر که په ظاهره څه عيب پکې نه وي .
د صحيح حديث حکم : د ټولو محدثينو او فقهاؤ په دې اتفاق دی چې صحيح حديث باندې عمل واجب دی او صحيح حدیث د شريعت له دلايلو څخه يو دليل دی .
هغه کتابونه چې صرف صحيح احاديث پکې جمع شوی دي صحيح البخاري دی او بيا صحيح المسلم دا دواړه تر ټولو کتابونو صحيح دي پس له قرآن څخه ددې دواړو کتابونو په منلو د امت اتفاق دی  همدارنګه د صحيح احاديثو نور کتابونه  : موطا امام مالک ، صحيح ابن حبان او صحيح خزیمة  دي .
د علماؤ په نزد صحيح احاديث په اوو مرتبو ويشل شوی دي .
۱- متفق عليه : هغه احاديث دي چې بخاري او مسلم ورباندې متفق وي دا تر ټولو لوړه مرتبه ده .
۲- بيا هغه چې يوازې بخاري نقل کړی وي
۳- بيا هغه چې يوازې مسلم روايت کړی وي .
۴- بيا هغه احاديث چې د دواړو (بخاري او مسلم ) په شرايطو برابر وي خو دوی نه وي روايت کړي .
۵- بيا هغه احاديث چې يوازې د بخارې د شرط موافق وي خو بخاري نه وي روايت کړي .
۶- بيا هغه احاديث چې يوازې د مسلم  د شرط موافق وي خو مسلم نه وي روايت کړي .
۷- بيا هغه چې د نورو علماؤ په اند صحيح وي لکه د ابن خديمة او ابن حبان مګر د بخاری او مسلم د شرط موافق نه وي .
علاوه د هغو کتابونو څخه چې يوازې صحيح احاديث پکې ذکر شوی د احاديثو په نورو کتابونو لکه امام ترمذې ،ابؤداود ،ابن ماجه ،نسائي او د احاديثو په نورو کتابونو کې هم صحيح احاديث شته مګر دومره ده چې دغو کتابونو کې صحيح ،حسن او ضعیف هم نقل شوي دي چې هغه د علماؤ د دقيقو څیړنو په وسيله په نښه شوی دی چې کوم یې صحيح او کوم حسن او ضعيف دي .
هغه څوک چې يوازې د صحيحينو په کتابونه باور کوي او سنتو نورو کتابونو ته اهميت نه ورکوي نو هغه يقيناً د نبي صلی الله عليه وسلم په احاديث کې ګماه شوی دی .
الصحيح لغيره :
مخکې مو چې د صحيح حديث کوم تعريف وکړ هغه هغه حديث ؤ چې پخپل ذات سره درجې د صحت ته رسيدلی وي بې له دې څخه چې پر بل څه تقويه شي چې علماء ورته صحيح لذاته وايي ، او کوم چې صحيح لغيره دی دا هغه حسن لذاته روايت چې د حسن درجې څخه د صحيح درجې ته پورته شوی وي چې په همدې وجه ورته صحيح لغير وايي چې د صحت سند يې ذاتاً نه وي بلکي د بل په ملګرتيا ورته قوت حاصل شوی وي .
د صحيح لغيره مرتبه او حکم : صحيح لغيره د صحيح لذاته څخه ښکته او خپل د حسن يا حسن لذاته څخه پورته دی  اوحکم يې قبول صحيح حديث درجې ته ورپيوسته شوی دی .
 
۲- حسن حديث :
حسن په لغت کې ښکلي ته وايي او په اصطلاح کې حسن حديث د صحيح او ضعيف تر مينځ مرتبه ده .
د امام ترمذي تعريف : د کوم حديث په راويانو کې چې په دروغو بدنام شخص نه وي او هم دا حديث شاذ نه وي او دې ته ورته په بله طريقه هم نقل وي نو حسن بلل کيږي .
د حسن حديث حکم : حسن حديث اګر که د صحيح حديث څخه په قوت کې کم دی ،مګر قابل د استدلال دی ،ځکه فقهاوو ورباندې استدلال او عمل کړی دی .او ځنې علماء حسن د صحيح يو ډول شميرلی لکه حاکم ،ابن حبان  او ابن خزيمة  سره ددې چې د وړاندې بيان شوی صحيح څخه يې کم ګڼي .
نو د اکثريت علماؤ رايه داده چې حسن قابل استدلال دی غير له ځنو سخت دريزه بيل لارو چې قابل استدلال يې نه ګڼي .
الحسن لغيره :
دا هغه ضعيف روايت دی چې په ګنو سندو او لارو نقل شي او سبب د ضعف يې د راوي فسق او کذب نه وي .
يعنې ضعيف روايت د حسن لغيره درجې په لاندې شرايطو پورته کيږي :
الف) : داچې دا روايت په يوه بله طريقه يا ډيرو طريقو نقل شي چې دا لومړي ته ورته یا ترې قوي وي .
ب : داچې د ضعف سبب يې د حفظ کمزوري يا په سند کې انقطاع نه وي او يا خو په راويانو نامعلوموالی وي .
مرتبه او حکم د حسن لغيره : مرتبه له حسن لذاته څخه ښکته ده ، حکم يې قبول دی قابل استدلال دی .
د قبول حديث بيان پای ته ورسيد

- ضعيف حديث (شپږمه برخه

3- ضعيف حديث يا مردود : هغه حديث ته وايي چې نه پکې د صحيح شرايط او نه هم د حسن شرايط موجود وي البته قبول يې په شرايطو پورې اړه لري چې وضاحت يې وروسته را روان دی :
ضعيف حديث په لاندې برخو ويشل کيږي :
الف- د راوي د انقطاع له مخې چې : په معلق – مرسل - معضل – منقطع – مدلس ويشل شوی دي
ب- په راوي باندې د عدالت د اعتراض له مخې : چې په موضوع – متروک – منکر – مطروح – جهالت بالراوي يا مبهم – مضعف ويشل شوی دي
ج – په راوي باندې د ضبط او حافظې د اعتراض له مخې : چې په  مدرج – مقلوب - مضطرب
الف ) : هغه حديث يا خبر چې له سند څخه يې يو راوي حذف شوی وي .
د اسنادو د سلسلې څخه د يو يا څو راويانو ساقط کيدلو صورتونه دي لکه : المعلق – المرسل – المعضل – المنقطع – المدلس
۱- المعلق : په لغت کې د يو شي په بل شي پورې تړل او مربوط کولو ته وايي او په اصطلاح کې معلق هغه روايت دی چې د سند له پيل څخه يې يو راوي حذف شي يا ډير په پرله پسې ډول .
د معلق حديث حکم : معلق حديث مردود دی ځکه چې اتصال سند د قبول د پاره شرط دی او داچې کوم راوي ذکر نشو نو حالت يې مجهول شو چې ايا باورې به وي او که نه ؟
په عام شکل خو معلق حديث مردود وي مګر کوم کتاب چې التزام د صحت کړی وي لکه صحيحين بيا د هغه د پاره ځانګړی حکم دی چې وړاندې مو بيان کړ .
۲- المرسل : د ارسال څخه اخيستل شوی دی چې معنی يې خوشي کول ګويا دغه مرسل راوي دهغه سند همداسې خوشی کړی او په کوم بل راوي پورې يې نه دی تړلی .
په اصطلاح کې د سند په آخر کې چې د تابعي څخه وروسته راوي حذف شي يعنی تابعي ووايي چې قال رسول الله صلی الله عليه وسلم .
د مرسل حکم : په اصل کې خو مرسل ضعيف او مردود وي . ځکه چې د قبول د شروطو څخه يو اتصال د سند دی او دلته دا شرط موجود نه دی نو په دې توګه د راوي حال مجهول شو.
مګر د علماؤ تر منيځ د مرسل د حکم او استدلال په باب اختلاف دی .ځکه په سند کې دا ډول انقطاع د نورو ډولو سره کاملاً توپير لري .ځکه دلته چې کوم راوي ساقط دی غالبه دا ده چې يوازې صحابي به وي او صحابه ټول عادلان دي مجهول کيدل ضرر نه لري .
په لنډه توګه د مرسل په اړه د علماؤ دری اقوال دي :
الف : د جمهورو محدثينو او فقهاوو دا رايه ده چې مرسل روايت ضعيف او مردود دی ځکه احتمال لري چې صحابي نه بغيرکوم تابعي هم ساقط شوی وي .
ب: د امام ابوحنيفه رحمه الله ، امام مالک رحمه الله ،امام احمد رحمه الله او يوه ډله نورو په نزد صحيح او قابل استدلال دی البته په دې شرط چې دغه ارسال کونکي شخص ثقه يا باوري وي .
ج : د امام شافعی او ځنې نورو دا قول دی چې مرسل په څو شرطونو صحيح او مقبول وي .
- دا چې دغه ارسال کونکی (مرسل ) د مشرانو تابعينو له ډلې څخه وي .
- او داچې کله د ده سره په دغه روايت کې هغه د حديثو حافظان شريک جوړ شي ، هغوی د ده سره مخالف نه وي .
- دا چې ارسال کونکی (مرسل ) هغه راوي چې نه دی ذکر شوی ثقه يې يادوي .
د صحابي د مرسل حکم : صحيح او مشهور کوم د جمهورو علماؤ قطعي پريکړه ده د صحابي مرسل حديث صحيح او قابل استدلال دی .ځکه اکثراً صحابه کرام چې د بل کوم صحابي نه څه نقل کړی وي او ووايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : نو که د بل صحابي نوم نه وي ذکر شوی نو هغه مضر نه دی لکه چې وړاندې ذکر شول .
۳- المعضل : دا هغه روايت دی چې د سند څخه دوه يا زيات راويان په مسلسله ډول ساقط شوی وي .
د معضل حکم : په اتفاق سره مردود دی .
پخوا له دې چې المنقطع بيان کړو دلته د څو نورو تعريفاتو بيانول هم ضرور دي :
المتصل : د المنقطع ضد دی هغه روايت دی چې سند يې متصل يا پيوسته وي مرفوع وي که موقوف .
المسند : هغه روايت ته وايي چې سند يې متصل وي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مرفوع شوی وي .
المعنعن والمؤنن
المعنعن : هغه دی چې عن ،عن پکې وي راوي ووايي چې فلان عن فلان .
د المعنعن په اړه د جمهورو رايه دا ده چې متصل دی د لاندې دوو شرطونو په صورت کې کوم چې امام مسلم کافي بللی دي :
الف : چې دغه معنعن راوي مدلس نه وي .
ب : چې د دغه معنعن راوي او د هغه د شيخ تر مينځ ملاقات اثبات شي .
المؤنن : هغه دی چې ان ان پکې راشي يعنې راوي ووايي چې حدثنا فلان ان فلان .
د معنعن والمؤنن  حکم : د جمهورو په نزد د ان او عن حکم يو دی د پورته دوو ذکر شويو شرطونو په صورت کې د قبول وړ دی او که روايت مدلس وي يا د راوي او د هغه د شيخ تر مينځ ملاقات ثبوت نه شي مردود دی .
اوس به خپل بخوانې بحث ته دوام ورکړو :
۴- المنقطع : دا هغه سند دی چې روايت يې متصل نه وي بلکي پرې شوی وي او دا د مرسل ،معلق او معضل له جملی څخه هم نه وي په دې معنی چې د انقطاع د دريو صورتونو نه لکه :د کوم سند په پيل کې راوي حذف شوی وي او يا د کوم سند په آخر کې کوم راوي حذف شوی وي او يا دا چې دوه راويان مسلسل حذف شوی وي دې بغير نور په سند کې هر ډول انقطاع منقطع بلل کيږي .
د منقطع حکم : دا روايت هم په اتفاق سره ضعيف دی ځکه چې د محذوف راوي حال مجهول دی .
۵- المدلس : په لغت کې د عيب پټولو ته وايي او په اصطلاح کې د روايت په سند کې عيب پټول او د هغه په ښکاره ښايښته او بې عيبه معرفي کول ،تدليس کول مکروه دي او تدليس الاسناد اشد مکروه دی .
د تدليس ډولونه : تدليس عموماً دوه ډوله دی تدليس الاسناد او تدليس الشيوخ
تدليس الاسناد : دې ته وايي چې يو راوي د داسې چا څخه روايت نقل کړي چې د ده ورسره ملاقات او سمع ثابته وي مګر دغه روايت يې ورڅخه آوريدلی نه وي او د آوريدو څرګنده يادونه هم نه کوي .
تدليس الشيوخ : دې ته وايی چې يو راوي د خپل شيخ څخه هغه حديث چې ترې اوريدلی دی روايت کړي مګر خپل شيخ په غير مشهور نوم يا اسم کنيه يا صفت ياد کړي چې څوک يې ونه پيږني .
لکه د قرآئت د امام ابوبکر بن مجاهد دا قول ( حدثنا عبيدالله بن ابی عبدالله ) او مقصد يې له ده څخه ابوبکر بن ابي داؤد السجستاني دی .
د تدليس حکم : که مدلس د سماع (اوريدلو ) په څرګنده يادونه کړې وه روايت يې قبول دی لکه سمعت او حدثني او داسې نور الفاظ .
او که د سماع تصريح پکې نه وي روايت یې مردود دی .

په راوي د عدالت د اعتراض په سبب ضعيف روايت (۷ برخه

ب ) : په راوي د عدالت د اعتراض په سبب مردود روايت :
داچې کله په نوموړی راوي د عدالت او ديندارۍ  له کبله نيوکه وشي .
په راوي د اعتراض اسباب لس چې پنځه په عدالت پورې تړلي او پنځه نور په ضبط او حافظې پورې اړه لري.
هغه چې په عدالت پورې اړه لري دا دي :
۱- دروغ  ۲- په دروغو متهم کيدل ۳- فسق ۴ – بدعت ۵- جهالت او ناپوهۍ
 هغه روايت چې د عدالت له مخې اعتراض ورباندی شوي وي په الموضوع – المتروک – المنکر – المطروح – جهالت بالراوي – المضعيف ويشل شوی دی چې لنډ بيان يې په لاندې ډول دی :
۱- الموضوع : په درواغو له ځانه جوړ شوی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب شوی روايت دی .
موضوع په ضعيفو رواياتو کې تر ټولو بد او قبيح روايت دی ځنې علماء دا روايت د ضعيفو رواياتو له جملې نه بولي بلکي دا ډير بد روايت دی .
د روايت کولو حکم يې څه دی ؟
د علماء په اتفاق د موضوع روايت کول او نقلول هيڅ چا ته هم جايز نه دي خو کله يې چې خلکو ته ور معرفي کول غواړی چې دا موضوعي دی نو بيا جايز دی .
موضوعي روايت څنګه پيژندل کيږي ؟
د موضوعی روايت د پيژندلو ګڼ اسباب دي چې ځنې يې دا دي :
الف : چې کله جوړونکی خپله اقرار وکړي لکه اقرار د ابوعصمة نوح بن ابی مريم چې د سورتونو د فضايلو په باره کې احاديث جوړ کړی وو او بيا يې ابن عباس ته منسوب کړی ؤ.
ب : یا داسې څه چې دا اقرار په منزله د جوړونکی څخه صادر شي لکه همدغه کس يو روايت يو شيخ ته منسوب کړی او بيا همدغه کس د همدغه شيخ د تولد د ځای په باب پوښتنه کوي او حال دا چې دغه روايت يوازې د همده په وسيله نقل دی (تائيد يې نشته ) .
ج: يا څه نښې نښانې په راوي کې وي مثلاً دغه کس رافضي وي او په دغه حديث کې د اهل بيتو فضايل بيان شوی وي .
د : يا د هغه په روايت کې نښه موجوده وي مثلاً الفاظ يو له بله سر نه خوري او يا د مشاهداتو خلاف وي او يا په صريح ډول د قرآن خلاف وي .
د موضوعی احاديثو جوړونکي ډلې :
الف :- الله ته د قربت حاصلولو د پاره :
د ځانه داسې احاديث جوړول چې نيکو کارونو ته ترغيب او له بدو کارونو څخه ډارول پکې وي
دغه قسم جوړونکی زهد او تقوی ته منسوب خلک وي او دوی تر ټولو بدترين واضعان دي ځکه خلک د دوی موضعات باندې باور کوي ځکه د ديندارۍ او تقوی له وجې يې پر دوی يقين وي .
د دغو ډلی يو هم ميسره بن عبد ربه وه ابن حبان په الضعفاء کې ليکي چې ما دغه ميسره ته وويل چې تا دغه احاديث له کومه کړل ؟ هغه را ته وويل دا مې د خلکو د ترغيب د پاره د ځان نه جوړ کړی دي .
ب : د خپل مذهب د تائيد د پاره :
لکه خوارج او شيعه ګان هرې ډلې داسې وضعه احاديث جوړ کړی چې د خپلې ډلې تائيد ور باندې کوي لکه دا روايت (علی خير البشر من شک فيه فقد کفر) يعنی علی د ټولو بشر نه غوره دی او په دې کې شک کونکی کافر دی .
ج : درباري ملايان :
ځنې ضعيف الايمانه ملايان حکمرانانو ته د نزديکت پخاطر د هغوی د غير شرعي اعمالو ته د جواز د لارې جوړولو په مقصد دا کار تر سره کوي لکه د غياث بن ابراهيم النخعی الکوفي قصه چې د مسلمانانو د امير المهدي دربار ته ور ننوت هغه په کونترو لوبې کولې ،همدغه ملا سمدستي پخپل سند سره وويل چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې حديث نقل شوی دی (لاسبق الافی نصل اوخف او حافر اوجناح ) يعنې مسابقه او لوبې کول يوازې په تيغ يا عېشي او اوښ او آس او وزرو واله روا ده ، دغه ملا د مهدي د عمل د تائيد په خاطر لفظ (او جناح ) ور زيات کړ .
مهدي پوه شو او کوترې يې ټولې حلالې کړې (او داسې وويل چې زه ددې سبب شوم ځکه چې ما دا ملا دې ته اړ کړ چې داسې ووايي )
همدې ته ورته نورې ډلې هم شته .
۲-  المتروک : متروک پريشودلو ته وايي دا هغه حديث دی چې دده په اسنادو کې کوم راوي په دروغو بدنام شوی وي .
د يو راوي په دروغو د متهم کيدو دوه سببونه دي :
الف : يا خو دغه روايت د شريعت د معلومو احکامو خلاف وي او يواځې د همدې راوي لخوا روايت شوی وي .
ب : يا دا چې په عادي خبرو کې دغه راوي په درواغو پيژندل شوی وي اګر که په حديث کې دروغ نه وي څرګند شوي .
د المتروک مثال : حديث د عمر بن ثمر الجعفي الکوفي الشيعی چې (عن جابر عن ابی الطفيل عن علی وعمار قالا کان النبی صلی الله عليه وسلم يقنت فی الفجر ويکبر يوم عرفه من صلاة الغداة و يقطع صلاة اخر ايام التشريق ) يعنی نبی صلی الله عليه وسلم د سبا په لمانځه کې دعاء قنوت لوستل او تکبيرات التشريق به يې د عرفې د سهار څخه د ايام التشريق د آخرې ورځې مازدیګر پورې ويل ، نسايي ،دارقطني او نورو د دغه عمرو بن ثمر روايت ته المتروک حديث ويلی .
د المتروک حکم : مخکې مو وويل چې په ټولو کې الموضوع بدترين روايت دی په هغه پسې بيا المتروک دی .
۳- المنکر : منکر د انکار په معنی دی کله چې په راوي د زياتی غلطی ،زيات غفلت ،فسق او بدعت غيب ولګول شي د دغه راوي روايت ته المنکر ويل کيږي.
ابن حجر يې داسې تعريفوي : دا هغه روايت دی چې په سند کې يې کوم راوي زيات علطيږي او يا غفلت پکې زيات وي او په څرګنده فاسق وي منکر بلل کيږي .
د منکر او شاذ روايت تر مينځ فرق :
شاذ هغه روايت دی چې د مقبول (ثقه ) راوي روايت د هغه راوي سره مختلف واقع شي چې تر ده اوثق وي او منکر هغه روايت دی چې د ضعيف راوي روايت د هغه چا سره مختلف واقع شي چې ثقه راوي وي .نو معلومه شوه چې د دواړو تر مينځ د مخالفت خبره شريکه ده فرق په دغه کې دی چې د شاذ راوي مقبول دی او د منکر راوي ضعيف دی .
د منکر حديث مثال : د ( ابوبکر يحيی بن محمد بن قيس عن هشام بن عروة عن ابيه عن عايشة مرفوعاً ، کلوا البلح بالتمر فان ابن ادم اذا اکله غضب الشيطان ) (نسائي او ابن ماجه ) .
د منکر حکم : منکر د سختو ضعيفو رواياتو له جملې څخه دی .
المعروف : د المنکر ضد دی يعنې چې ثقه راوي له ضعيف راوي څخه نقل کړی وي .
۴- المطروح : مطروح روايت له ضعيف څخه ښکته او له موضوع څخه لوړ دی حکم يې مردود دی .
۵- الجهالت بالراوي :
الجهالت بالراوي د راوي نه پيژندلو ته وايي او علم حديث کې هغه روايت دی چې په هغه کې د راوي ذات يا حال نه پيژندل کيږي .
مثلاً نوم ،اسم کنيه يا لقب يې څرګند نه وي يا قلت د روايت دا چې د ده روايت لږ دی نو دير روايت ترې نه کيږی ډير داسې کيږي چې يوازې يو روايت ترې نقل شوی وي او يا خپله د راوي نوم نه وي څرګند شوی (البهم ) بلل کيږي .

۶- المضعف : هغه روايت دی چې په ضعيف والی يې اتفاق نه وي ځنې يې ضعيف ګڼې او ځنې قوي هغه که په متن کې وي او که مسند کې (الشبکة الاسلامية – علم الحديث – عربستان )

د راوي په ضبط او حافظې د اعتراض په سبب ضعيف روايت

 ج ) : په راوي د ضبط او حافظې د اعتراض په سبب ضعيف يا مردود روايت:

هغه روايت چې په هغه باندې د حافظې له مخې نيوکه وشي په المدرج – المقلوب – المضطرب – المصحف ويشل شوی دي :

۱- المدرج : لغتاً يو شی په بل شی کې داخلولو او يو په بل کې شاملولو ته وايي او په اصطلاح کې د کوم روايت چې اسناد تغير شي او يا يې په متن کې داسې څه زيات شي چې د متن څخه نه وي او ترمينځ يې فاصله او جلاوالی نه وي المدرج بلل کيږي .

۲- المقلوب :په لغت کې يو شی په بل مخ اړولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث دی چې په سند کې يې يو لفظ په بل لفظ بدل شي يا يې متن مخکې او وروسته شي .

د المقلوب حکم : د ضعيفو او مردودو رواياتو څخه دی

۳- المضطرب : په لغت کې د يوه کار کډوډ کيدلو او بې نظمه کيدو ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث دی چې په متعارضو شکلونو روايت شي چې يو دبل سره تضاد ولري او په هيڅ شکل د يو سند ترجيح پر بل باندې ممکنه نه وي .

۴- المصحف : په مصحف يا ليکلو کې غلطی کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چه :هغه حديث چې په روايت کې يې يو کلمه د ثقاتو د روايت څخه مغايره نقل کول که د لفظ په اعتبار وي يا د معنی په اعتبار مصحف بلل کيږي .

 

الشاذ و المحفوظ :

الشاذ په لغت کې د (شذ) له کلمې څخه اخيستل شوی چې ځانته والی ،هغه څوک چې د جمهورو څخه ځانته وي او په اصطلاح کې شاذ هغه روايت دی چې مقبول ثقه راوي يو روايت تر ده د غوره راوي څخه مخالف نقل کړی وي او المحفوظ د شاذ ضد دی .

د شاذ او المحفوظ حکم : شاذ روايت مردود دی او محفوظ قبول دی .

المعلل : هغه علت لرونکی روايت دی چې د هغه په صحت داغ او علت چا ته ښکاره شي اګر چې په څرګنده سالم ښکاري . نو ددې پټ عيب ښکاره کول څه آسان کار نه دی دا دقيقي څيړنې غواړي او هر څوک يې نشي کولای په دې باره کې ډيرو کمو علماؤ خپلې هلې ځلې کړی دي لکه علی بن المديني رحمه الله ،احمد بن حنبل رحمه الله ،امام بخاري رحمه الله ،امام حاتم رحمه الله او دارقطني رحمه الله .

البدعت :

بدعت نو پيدا ته وايي او په اصطلاح کې په دين کې د داسې نوی شی پيدا کول چې په هغه شی باندې اسلام حکم نه وي کړی .

بدعت په دوه ډوله دی :

الف : کفر ته رسونکی بدعت : پدې معنی چې ددې بدعت په سبب يې خاوند کافر کيږي لکه د داسې يو څه عقيده لرل چې کفر مينځ ته راوړي . صحي قول دا دی چې د هغه چا روايت نه قبليږي کوم چې د دين داسې يو خبرې نه انکار کوي چې په تواتر سره ثابته وي او په څرګنده د دين جز وي .

ب : فاسق ګرځونکی بدعت : دا هغه بدعت دی چې د کفر سبب نه کيږي مګر د فسق سبب جوړيږي .

د بدعتي کس د روايت حکم :

الف : که بدعت د کفر جوړونکی وي روايت يې د قبول وړ نه دی .

ب : که بدعت يې فاسق جوړونکی وي هغه روايت يې د قبول وړ دی چې د جمهورو په رايه برابر وي هغه دا چې دوه شرطونه ولري :

- بايد خپل بدعت ته بلونکی نه وي .

- روايت داسې نه وي چې د ده بدعت پرې مروج شي .

سوء الحفظ : هغه روايت کونکی ته وايي چې صحيحوالی اړخ يې په غلطی راجح او غالب نشي .

سوء خفظ اقسام :

الف : هغه چې مور ذاتي د خفظ کمزوري لري او د هميشه د پاره يې حافظه کمزورې وي ددې راوي د روايت حکم دادی چې روايت يې مرورد دی .

ب : هغه چې د حافظې کمزورې په عارضی ډول ور پيښيږي لکه د عمر د زياتوالی يا ړنديدو له وجې يا د ده د کتابونو د سوزيدو د وجې وي چې دې راوي ته (المختلط ) وايي .د المختلط راوي روايت په لاندې شرايطو د قبول وړ دی .

۱- د ذهن د اختلاط څخه وړاندې که څرګند ؤ قبول دي .

۲- د ذهن د اختلاط څخه وروسته روايات يې مردود دي .

۳- او کوم چې تميز يې نه شو کيدای چې د کومې مودې دي د معلوميدو تر وخته پورې توقف پکې پکار دی .

د راوي د صحت شرطونه ، جرح او تعديل …………. بيا
احادیث
حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذي
څوک چي زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي )الله تعالي به هغه سړي دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړي ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم

اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاري اومسلم)
دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري

.
 مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چي خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دي چي خپلوي ښه پالي
.
 اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
چي ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کي خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي

 مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم) 
   فريب وركونكي له موږ څخه نه دي

۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي داسي دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کي داسي ثواب لري لکه چي د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي

دنيا يوسامان دي ددي سامان يوه غوره حصه نيکه دينداره ښځه ده

   الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة ) 
    غيبت کول تر زنا هم بدتره دي. 

زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة
       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي
.
 لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړي به جنت ته داخل نه شي چي دده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي

 کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد) 
  هر شي چي سړي ته نشه راولي حرام دي

مفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي
دجنت کلي لمونځ دي او دلمانځه کلي اودس دي
.
السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) .
دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښي سبب ګرځي

اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستي دپاره دالله(ج)  او دوښمني دپاره دالله(ج)  وي

 مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري مسلم ).
چا چي دخداي (ج) لپاره جومات جوړ کړ خداي (ج) دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي

 مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
دهرچا پايڅي چي تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به يي دوزخ ته ولاړه شي

 ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتي ځکه چي حسد اوبغض دانسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري

 سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دي

 اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
تاسي دځمکي په مخلوق رحم کوي رحم به وکړي پر تاسي هغه (الله ج ) چي دآسمانو خالق دي

 لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوي په کلمه د لآ اله الاالله

 لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسي څخه  هيڅ سړي تر  هغي کامل مؤمن نشي کيداي ترڅو  چي زما محبت تر خپل موراوپلار ،اولاد او تر ټولو خلکو ډير نشي

 كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاري) .
په دنيا کي دمسافر او لاري تيريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه

 اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي).
بهترين دذکر لااله الاالله او بهترين د دُعا الحمدالله دي
.
 مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة
غَيِره  مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ
دقيامت په ورځ به دالله تعالي په نزد دقرآن پاک نه ذيات څوک شفاعت کونکي نه وي نه نبي ،نه فرښته او نه نور

 لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم .
ځما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډير بوټي راجمع کړي رايي وړي بيا زه هغي خلکو ته ورشم چي بي غذره په کورونو کي لمونځ کوي  دهغوي کورونه وسوزوم

 سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ'لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي' لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم)
اووه کسان دي چي هغوي ته به الله تعالي دخپل (رحمت) سيوري کي په داسي ورځ ځاي ورکړي په کومه ورځ چي به دهغه سيوري نه غير بل  هيڅ سيوري نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چي په ځواني کي دالله تعالي عبادت کوي ۳- هغه څوک چي دهغه زړه جوماتو سره تړلي وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چي يو لمونځ آدا کړي دبل په فکر کي وي) ۴- هغه دوه کسان چي دالله تعالي د رضا لپاره خپل منځ کي محبت وي ،هم په دغي دهغوي يوځاي کيدل وي او هم په دغي د دوي جدايي وي ۵- هغه کس چي يوه ښايسه شريفه ښځه يي خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووايي چي زه دالله تعالي څخه ويريږم  ۶- هغه سړي چي پداسي پټه طريقه صدقه ورکړي چي بل لاس تري هم خبر نشي ۷- هغه کس چي دالله تعالي ذکر په تنهايي کي وکړي او اوښکي يي وبهيږي (يا په پټه کي د خپلو ګناوو په يادولو دالله تعالي له ويري وژاړي يا دشوق او محبت له وجي دذکر پر وخت پټ وژاړي

 َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).
جنت دميندو تر قدمو لاندي دي

 مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذي) 
   څوک چي پټه خوله شو هغه خلاص شو.

لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ).
ايمان نشته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي (دايمان  او دينداري نه مراد کامل ايمان دي

 لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي).
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چي دخپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه شي

 ا'يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم).
دمنافق دري علامي دي کله چي خبري کوي درواغ وايي او څه وخت چي وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کي خيانت کوي
.
 اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ).
زما امت به دقيامت په ورځ په داسي حال کي رابلل کيږي چي د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي

وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسي بندو لپاره چي په اوداسه کي وچ پاتي شي د وَيل عذاب دي (دپښو ، لاسونو يا بل ځاي کوم بند يا برخه چي په  اوداسه کي وچي پاتي شي

 اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم)
دآزمايش په وخت کي دالله پاک عبادت کول داسي فضيلت لري لکه چي زماسره يي يو ځاي هجرت کړي وي

 َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړي چي غواړي دقيامت په ورځ الله پاک دي له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چي ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا يي قرض بالکل معاف کړي

 لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي)
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږي ترڅو هغه جنت ونه رسوي

 ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري).
الله تعالي د في سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کي سل درجي (منازل) تيار کړي دي ددوه درجو منځ کي فاصله دځمکي او آسمان د فاصلي برابر ده

 عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ
(ترمذي).
دوه ډوله سترګي دي چي هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړي يو خو هغه چي دالله پاک له ويري ژاړي او دوهم هغه سترګي چي دالله په لاره کي دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي

 مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم).
کوم مسلمان چي دبل مسلمان لپاره پسي شا (غايب ) دعا کوي دهغه په دعا فرښتي وايي دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وي

 مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي).
دعلم دطلب لپاره وتونکي تر څو چي بيرته نه وي راغلي هغه به في سبيل الله (دخداي ج دلاري  مسافر) شمارلي شي

 مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړي چي ماته د خپلي ژبي او شرمګاه  د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم

همېشه د رسته لاس څخه شروع کوه.
(عبدالله بن مسعود- بخاري ومسلم

د یمن په خلګو کي ایمان دۍ
(عبدالله بن مسعود- بخاري ومسلم)

جایز سفارش وکړۍ ، اجر به حاصل کړۍ.
 (معاویة – بن عساکر)

د ډوډۍ احترام وکړۍ
(عایشة – بیهقی )

نکاح په ښکاره وکړۍ
(ابن الزبیر – احمد)

په خپل کور کي اوسۍ
(ابن عمر – طبرانی)   

یو او بل ته هدیة ورکړۍ ، محبت به مو زیات شی .
(ابوهریرة – ابو یعلي)

جنګ چل او دهوکه ده
(جابر – بخاری ومسلم)

دین یو بل ته نصیحت کول دي .
(ثوبان – بخاری فی تاریخه)

د شریعت متابعت وکړۍ ، جنت ته به نیژدې شۍ.
(ابن عمر – طبراني)

صبر کول د خدای رضا ده.
(ابن عمر – ابن عساکر)

روژه د مومن ډهال دۍ.
(معاذ – نسایی)

فال کتل یا منل د خدای سره شرک دۍ .
(ابن مسعود – احمد)

د یو څه وخت لپاره اخیستل شوۍ پور ، خپل مالک ته ورکول واجب دي
(ابن عباس – حاکم



الطهور شطر الايمان . (مسلم)
ژباړه :پاك صاف ګرځيدل نيمايي ايمان دي


غسل يوم الجمعة واجب على كل محتلم وان يستن وان يمس طيبا . (بخاري)
ژباړه :دجُمعې په ورځ لامبل دهر ځوان لپاره اړين دي ,هغه ته ښايي چې غاښونه په مسواك پاك كړي او خوشبويي ولګوي

الصلوة على وقتها (بخاري )
ژباړه :پخپل مهال لمونځ كول (الله تعالى ته ترټولو كارونو غوره دى

الصلوة اذا اتت , والجنازة اذا حضرت ,والايم اذا حضرت لها كفوا . (ترمذي )
ژباړه : (پدې دريو كارونو كې هيڅكله ځنډ كول نه دي پكار ) لمونځ چې وخت يې راشي ,جنازه چې مخې ته موجوده وي , او دكونډې نكاح كله چې هغې ته خاوند پيداشي
.
يعمل بنفسه فينفع نفسه ويتصدق (بخاري )
ژباړه : (په سړي باندې لازمه ده چې) چې دخپلو مټو په زور ځانته ګټه ورورسوي او صدقه وركړي
.
ما اكل احد طعاما خيرا من ان يأكل من عمله وان النبي الله داود كان يأكل من عمل يده (بخاري )
ژباړه : څوك چې دخپلو مټو په زور كار كوي او خوراك برابروي او خوري يې نو تر هغه ښه خوراك نشته ,او دالله تعالى نبي حضرت داود عليه السلام به دخپل لاس ګټه خوړله

من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة (بخاري )
ژباړه :څوك چې په نړۍ كې وريښم واغوندي نو هغه ته به دآخيرت په ورځ نه وراغوستل كيږي

البسوا ثياب البيض فانها اطهر واطيب (ترمذي)
ژباړه :سپين كالي اغوندئ ځكه چې هغه خورا ښې او پاكې وي

من لبس شُهرة في الدنيا البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ترمذي)
ژباړه :كه چا دشُهرت په بڼه كوم كالي واغوستل , نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دذلت او رُسوايي كالي وراغوندي

اليد العليا خير من يدالسفلى ,اليد العليا هي المنفقة السفلى هي السائلة (بخاري)
ژباړه :پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره وي ,پورتنى لاس خرڅ كوونكى او لاندينى لاس بسپنه غوښتونكى وي

والذي نفسي بيده لان يأخذ احدكم احبله فيحتطب على ظهره خير له من ان يأتي رجلا فيسأله اعطاه او منعه (بخاري
ژباړه : په هغه ذات لوړه دچا په واك كې چې زما روح ده كه يو سړى رسۍ واخلي او دلرګيو بار پخپله شا راوړي دا غوره دى تر هغه چا چې له بل نه بسپنه غواړي نو كه دهغه زړه وغواړي نو وركوي يي او كه يي ونه غواړي نو نه يي وركوي

- لا تسألواالناس شيئا (بخاري )
ژباړه :تاسې به له هيچا نه بسپنه نه غواړئ (دادبيعت يو شرط وو

لا يمنع جار جاره ان يغرزخشبه في جداره (بخاري)
ژباړه : هيڅ ګاونډی دې بل ګاونډی د ده په ديوال باندي دلرګي له ښودلو نه منع كوي
.
 مازال جبريل يوصيني باالجار حتى ظننت انه سيورثه (بخاري)
ژباړه :دګاونډي په هكله ماته جبرائيل دومره وينا وكړه چې آن ګمان مې وكړچې ګاونډی به زما وارث (ميراث خور) كړي

 والله لايؤمن والله لايؤمن قيل ومن يا رسول الله !قال الذي لايأمن جاره بوائقه (بخاري)
ژباړه : په خدای سوګند هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى , په خدای لوړه هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى ورڅخه وپوښتل شول چې څوك اى رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څوك چې دهغه له ضررونو څخه دهغه ګاونډي بې غمه نه وي

-من كان يؤمن بالله واليوم الآخرفلا يؤذجاره (بخاري)
ژباړه :څوك چې په خدای او دآخيرت په ورځ ايمان لري نو هغه دې ګاونډي ته ربړ يا تكليف نه رسوي

لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (بخاري)
ژباړه :هيڅ يوه ګاونډۍ ښځه دې خپلې بلې ګاونډۍ ته د وُزې دپښې په ډالۍ كولو كې نه شرميږي

اذا طبخت مرقة فاكثر ماءها وتعاهد جيرانك (مسلم )
ژباړه :كله چې ته شوروا پخه كړې نو اوبه يې ډيرې كړه او دخپل ګاونډي خيال ساته

يأتي على الناس زمان لايبالي المرء مااخذ منه ا من الحلال ام من الحرام (بخاري)
ژباړه :په خلكو باندې داسې زمانه هم راتلونكې ده چې سړى به هيڅ فكر نه كوي چې داشى ده ته له روا لاري لاس ته ورغلى كه له حرامې لاري

 ان الله طيب لايقبل الله الا الطيب ,وان الله امر المؤمنين بما امر به المرسلين فقال يايهاالرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا وقال تعالى يايها الذين آمنوا كلوا من الطيبات ما رزقناكم ثم ذكر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السماءيا رب يا رب ومطعمه حرام و ملبسه حرام وغذي بالحرام فانى يستجاب لذلك (مسلم )
ژباړه :الله تعالى سپيڅلى دى اوسپيڅلتيا خوښوي ,الله تعالى مسلمانانو ته هم دهغه څه حكم كړى دكوم څه حكم چې يې رسولانو ته كړى وو ,الله تعالى فرمايلي : اى رسولانو پاك شيان خورئ او ښه عملونه كوئ ,او فرمايلي يې دي : اى مسلمانانو :هغه څه چې مونږ تاسې ته دركړي له هغوی نه حلال شيان خورئ ,له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه داسې چا ذكر وكړ چې لوی سفر كوي ,پريشان حاله وي ,په ګرد لړلي دواړه لاسونه داسمان لور ته پورته كوي او وايي اى پالونكي ! اى پالونكي ! ليكن دهغه خوراك ,څښاك ,لباس او غذا هرڅه حرام وي , نو دهغه دعا به خاوري قبوله شي ؟

من تصدق بعدل تمرة من كسب طيب ولا يقبل الله الاالطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها كما يربي احدكم فلوه حتى تكون مثل الجبل (بخاري)
ژباړه :څوك چې له حلالې ګټې ديوې خُرما په پرتله صدقه وركړي او الله تعالى خو حلال قبلوي , او خدای جل جلاله هغه صدقه پخپل ښي لاس قبلوي ,او دمال دڅښتن لپاره يې داسې پالي لكه له تاسې نه چې څوك سخوندر پالي تر دې چې (خدای جل جلاله دهغې صدقې اجر ) دغره برابركړي

طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (شعب الايمان )
ژباړه : (له نورو ) فرايضو وروسته دحلال رزق لټه فرض ده

رباط يوم في سبيل الله خير من الدنيا وما عليها (بخاري)
ژباړه :دخدای جل جلاله په لاره كې يوه شپه پهره داري كول تر ټولې نړۍ او دهغې له ټولو سامانونو نه غوره دي

ابني هذا سيدولعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين (بخاري)
ژباړه :زما دا ځوی (حسن رضي الله عنه ) سردار دى , ليرې نه ده چې لوی خدای د ده په لاس دمسلمانانو ددوو لويو غورډلو تر منځ سوله راولي
.
اماطة الاذى عن الطريق (بخاري)
ژباړه : (دايمان تر ټولو وړه درجه) له لارې نه دربړوونكو څيزونو لرې كول دي


ادومه وان قل (بخاري)
ژباړه : (دخدای جل جلاله ) په نزد هغه كار ترټولو ډير غوره دى چې لږ وي خو تل وي

مه عليكم بما تطيقونفو الله لايمل الله حتى تملوا وكان احب الدين اليه ما داوم عليه صاحبه (بخاري)
ژباړه : پر تاسې اړينه ده چې له خپل ځواك سره سم كار وكړئ , په الله تعالى لوړه ده چې خدای جل جلاله نه ستړى كيږي( (داجر په وركولو كې) تر څو تاسې ستړي نه شئ
.
قل آمنت با الله ثم استقم (مسلم )
ژباړه : ووايه چې ما په خدای ايمان راوړى او بيا (پخپله دې خبرې ) ټينګ اوسيږه

 ماانا عليه واصحابي (حاكم)
ژباړه: (جنتي ) هغه دى چې زما او زما دملګرو په لاره عمل كوي

 من فارق الجماعة شِبرا فقد خلع ربقة الاسلام من عنقه (ابوداود)
ژباړه : څوك چې ديوې لويشتې په پرتله له خپلي ټولۍ نه جلا شي نو ګواكې هغه له خپلې غاړې نه داسلام كړۍ لرې كړه


انه سيكون هنات وهنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهي جميع فاضربوه باالسيف كائنا من كان (مسلم)
ژباړه : ډير نژدې به شر او فساد جوړ شي نو كه څوك وغواړي چې پدې امت كې جلالوالى راولي حال دا چې امت سره يوځای وي نو هغه ووژنئ كه هغه هر څوك وي

ولا تحاسدوا .
 ژباړه : او پخپل منځ كې كينه مه سره كوئ

 دب اليكم داءالامم قبلكم الحسدوالبغضاء هي الحالقة لا اقول تحلقوا الشعر ولكن تحلقواالدين (ترمذي)
ژباړه : په تاسې كې به هغه ناروغي راشي كومه چې په پخوانيو خلكو كې وه , يعنې كينه او بغض ,دا خرييونكي ده , زه دا نه وايم چې هغه ويښتان خريي بلكه هغه دين له منځه وړي

. اياكم والحسد فان الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (ابو داود)
ژباړه : له كينې نه ډډه وكړئ ,ځكه چې كينه نيكي داسې خوري لكه اور چې لرګي خوري
.
الكبائر الاشراك باالله وعقوق الوالدين (بخاري )
ژباړه :لويې لويې ګناوې دادي : له الله تعالى سره شريك نيول ,او دمور پلار نافرماني كول

ولا تعقن والديك وان امراك ان تخرج من اهلك ومالك (مسند احمد)
ژباړه :او دخپل مور پلار دامر سرغړونه مه كوئ كه څه هم هغه تاسې ته ووايي چې له خپل اهل او عيال او شتمنۍ نه لرې شه

 من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري)
ژباړه : كه څوك دعمرزياتوالى اودرزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼې كوي

لا تنزل الرحمة على قوم فيهم قاطع رحم (شعب الايمان )
ژباړه : په هغه قوم رحمت نه راښكته كيږي په چا كې چې خپلوي پريښودونكى موجودوي
.
لا يدخل الجنة منان ولاعاق ولامدمن خمر (نسائي)
ژباړه : احسان باروونكى ,او دمور پلار نافرماني كوونكى , او شراب څښونكى دا درې واړه به جنت ته نه ځي


ماخذ