بسم الله الرحمن الرحیم
حديث شريف : عن ابی سعيد قال قال رسول الله عليه وسلم يقول الرب تبارک وتعالی من شغله القرآن عن ذکری و مسالتی اعطيته افضل ما اعطی السائلين و فضل کلام الله تعالی علی ساير الکلام کفضل الله علی خلقه . ( رواه الترمذی والدارمی و البيهقی فی شعب الا يمان).
ژباړه : د سعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي : چه د الله تبارک وتعالی ارشاد دی چه کوم سړي قرآن مجيد مشغول وساتلو زما په ذکر سره او زما نه په سوال او دعا کولو سره زه به هغه ته د هغې نه غوره ورکړم کوم چه سوال کوونکو او دعا کوونکو ته يې ورکوم او د نورو خبرو په پرتله د الله تعالی کلام ياخبرې ته داسې غظمت او فضيلت حاصل دی لکه د خپل مخلوق په مقابله کې چه الله تعالی ته فضيلت حاصل دی .
د قرآن معلم او متعلم
عن عثمان قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم خير کم من تعلم القرآن و علمه . ( رواه البخاری )
ژباړه : د حضرت عثمان رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی : په تاسو ک د ټولو نه بهتر او افضل هغه بنده دی کوم چه د قرآن علم حاصل کړی او نورو ته يي هم وښايی . ( صحيح بخاری )
د قرآن خاص حقوق
عن عبدة المُليکی ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال يا اهل القرآن لا تتوسوا القرآن واتلوه حق تلاوته من آناء اليل و النهار وافشوه وتعننوه وتدبروا فيه لعلکم تفلحون ولا تعجلوا ثوبه فان له ثواباَ . ( رواه البيهقی فی شعب ا لايمان )
ژباړه : د حضرت عبيده مليکی رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : ای قرآن والاؤ ! قرآن خپله تکيه او سهارا مه جوړوی بلکه د ورځې او دشپې په وختونو کې ددې تلاوت کوﺉ لکه څنګه چه دده حق دی او دا خوروﺉ او داپه دلچسپۍ سره او په مزه مزه سره لولۍ او په دې کې تدبر کوﺉ او اميد ساتئ چه په دې سره به تاسې کاميابي مومی او ددې د عاجلې معاوضې اخستلو فکر مه کوﺉ . د الله تعالی د طرف نه ددی عظيم الشان ثواب او معاوضه پخپل وخت باندې ورکونکې ده .
د قرآن دتلاوت اجر او ثواب
عن ابن مسعود قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : من قرا حرفاَ من کتاب الله فاهُ به حسنة والحسنة بعشرا مثالها لا اقول (( آلم ) حرف ، الف حرف و لام حرف و ميم حرف . ( رواه الترمذی والدارمی )
ژباړه : د حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون کرم مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم يو حرف دی دغه شان آلم ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .
عن ابن عمر قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم ان هذه القلوب تصدأ کما يصدا الحديد اذا اصابه الماء قل يا رسول الله ما جلاء ها قال کثرة ذکرا لموت وتلاوة القرآن . ( رواه البيهقی فی شعب ا لايمان )
ژباړه : د حضرت عبد الله بن عمر رض الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د بنی آدم په زړه باندې داسې زنګ پريوځي لکه د اوبو په لګېدو سره چه په ا وسپنه زنګ راځي . خلقو ورته عرض وکړ چه ای رسول الله ! د زړونو دا زنګ څنګه لرې کېدای شي هغه ارشاد وفرمايلو چه مرګ ډير يادول او دقرآن تلاوت .
د ماهر قرآن مقام
عن عايشه قالت رسول الله صلی الله عليه وسلم : الماهر با لقرآن مع السفرة الکرام البررة و الذی يقرء القرآن و يتتعتع فيه وهو عليه شاق له اجران . ( رواه البخاری )
ترجمه : د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی . چه چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) . صحيح بخاری و صحيح مسلم .
د قرآن لوستلو او په هغه باندې د عمل کولو انعام
عن معاذ الجهنی قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوء هُ احسن من ضوء الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا . ( رواه احمد و ابو داؤد )
ژباړه : د حضرت معاذ الجهنی نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ – نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډيره ښايسته وي – هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زمونږ په خوا کې را کوز شي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نو ستاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي .
ه قيامت کې د قرآن پاک شفاعت او وکالت
\
عن ابی اُمامة قال سمعت رسول الله صلی الله عله وسلم يقول اقرء والقرآن فانه ياتی يوم القيامة شفيعا لا صحآبه اقر ؤا الزهر وين البقرة وسورة ال عمران فانهما تاتيان يوم القيامة کانهما غمامتان او غيايتان او فرقان من طير صواف تحاجان عن اصحابهما اقرو سورة البقرة فان اخذها برکة وترکها حسرة ولا يستطيعها البطله . ( رواه مسلم )
ژباړه : د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل هغه ارشاد وفرمايلو : قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږی ، را ځی به حاصتاً ( الزهروين ) يعني دا دوه اهم سورتونه ( البقره ـ ال عمران ) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه دفاع کوي ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .
د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې سحر او جادو کوم اثر نه کوي .(۵) د سبا او بېګا اذکار ( د ځنو آيتونو او سورتونو فضيلت )
غير مصنف يناير 11th, 2012
د قرآنکريم د ځنو سورتونو او آيتونو فضيلت او بې شميره ګټې :
د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … آخر د سورت پوري ) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه (البخاري – 5008 )
څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )
عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :- لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة ) رواه مسلم ( 780 ) .
له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :تاسې د خپلو کورونو نه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغې کور نه تښتي .
د البقرې او آل عمران سورتونو فضيلت :
ا بو أمامة الباهلي قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول :اقرءوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعا لأصحابه اقرءوا الزهراوين البقرة وسورة آل عمران فإنهما تأتيان يوم القيامة كأنهما غمامتان أو كأنهما غيايتان أو كأنهما فرقان من طير صواف تحاجان عن أصحابهما اقرءوا سورة البقرة فإن أخذها بركة وتركها حسرة ولا تستطيعها البطلة )المسلم )
ژباړه : د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل هغه ارشاد وفرمايلو : قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږی ، را ځی به حاصتاً ( الزهروين ) يعني دا دوه اهم سورتونه ( البقره ـ ال عمران ) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه دفاع کوي ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .
د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې سحر او جادو کوم اثر نه کوي
د آيت الکرسي (الله لا إله إلا هو الحي القيوم … تر ختم د آیت ) تلاوت کول :
له ابی امامة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة مكتوبة ، لم يمنعه من دخول الجنة إلا أن يموت (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع ۶۴۶۴ ) .
يعنې : څوک چې د فرض لمانځه څخه وروسته ايت کرسي ولولي ، کله چې وفات شي جنت ته به داخل شي .
په بخاري شريف کې د ابی هريرة په روايت په يوه اوږه حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابي هريرة رضی الله عنه الله عنه ته وويل :
إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، …. » (البخاري)
که د خوب په وخت کې آيت کرسي (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ … تر آخر د آیت پورې ) ووايې ټوله شپه به پرښتې ستا حفاظت کوي او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه راځي .
د سورة الكهف فضيلت :
عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف ـ ) [ رواه مسلم ]
له ابي درداء نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د سورت کهف لس اوليني آيتونه ياد کړل د دجال د فتنې به په امن شي او په بل روايت کې دي چې آخر د سورت کهف .
وقال عليه الصلاة والسلام : ( من قرأ سورة ( الكهف ) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق ) [ صحيح الترغيب والترهيب / 736 ]
همدارنګه فرمايي : چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د ده کور څخه تر بيت العتيق پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر مينځ به نور وي
د شپې لخوا د تباک الذي تلاوت کول (د قبر د عذاب نه د نجات وسيله ده ) :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إن سورة في القرآن ثلاثون آية شفعت لصاحبها حتى غفر له هی : تبارك الذي بيده الملك (صحيح الماجه – 3068 ) .
د ابي هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په قرآن کې درش ايته دي چې د تلاوت کوونکي د پاره تر هغه پورې شفاعت کوي تر څو هغه وبخښل شي دا تبارک الذي (سورة الملک ) دی .
بل حديث شريف کې راځي : عن ابن مسعود رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (سورة تبارك هي المانعه من عذاب القبر) ( السيوطي صحيح الجامع 4727 – سلسلة صحيحية 1140 ) .
ابن مسعود رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي .
عن عبد الله بن مسعود قال : من قرأ تبارك الذي بيده الملك كل ليلة منعه الله بها من عذاب القبر ، وكنا في عهد رسول الله صلى الله جل جلا له عليه وسلم نسميها المانعة .رواه النسائي ( 6 / 179 ) وحسنه الألباني في صحيح الترغيب والترهيب 1475 ).
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : چا چې هره شپه تبارک الذی تلاوت کړ الله جل جلاله دی د قبر له عذاب څخه وساتي ، او مونږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې تبارک الذی سورت ته المانعه ويلو ( د قبر د عذاب مانع ) .
د سوره اخلاص (قل هو الله ) د تلاوت فضيلت :
(قل هو الله أحد ) تعدل ثلث القرآن ، و ( قل يا أيها الكافرون ) تعدل ربع القرآن .(صحيح الجامع الألباني – 1477)
قل هوالله احد د قرآنکريم د دريمې حصي سره برابر دی او قل يا ايها الکافرون د قران د څلورمې حصي سره برابر دی ( د تلاوت کولو ثواب )
وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال : قال رسول صلى الله عليه وسلم ” أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن ؟ ، قالوا وكيف يقرأ ثلث القرآن ؟ قال صلى الله عليه وسلم ” قل هو الله أحد ” تعدل ثلث القرآن ” “رواه مسلم “.
ابن عباس رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا د تاسې څخه څوک په دې عاجز دي چې په يوه شپه کې دری ځل قرآن تلاوت کړي ؟ مونږ وويل څنکه به څوک دری ځله تلاوت وکړای شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د قل الله تلاوت د قرآنکريم د تلاوت له دريمې حصې سره برابر دی .
د معوذتينو (قل اغوذ برالفلق او قل اغوذبرب الناس ) تلاوت (د انس او جن د شر او وسواسو سحر او جادو نه نجات )
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: )قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (بخارى:5017)
د بې بې عايشې رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري ته تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذبرب الفلق او قل اعوذبرب الناس ولوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې چه کيده په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .
د قرآنکريم د تلاوت د ترک کولو حکم
\ سنت دی چې نارينه او ښځې په تدبر او فکر په کثرت سره قرانکريم تلاوت کړي فرق نه کوي هغه د قرآنکريم له مخې وی يا له حفظ ځکه الله تعالی فرمايي : « كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الألْبَابِ (ص- ٢٩)»
« او ډير برکتناک کتاب دی چه مونږ تاته (ای محمد ) نازل کړی دی ترڅو چې دوی د هغه په آيتونو کې غور وکړي او د پوهې او فکر خاوندان ترې درس او عبرت واخلي ».
او فرمايي : « إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ (٢٩)لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ (٣٠)» [فاطر]
« کوم کسان چې د الله کتاب لولې لمونځ قایموی او څه چې مونږ هغې ته روزي ورکړی ده له هغې په پټه او ښکاره د الله تعالی په لار کې لګښت کوي ،په يقني ډول هغوی د داسې سوداګرۍ هيله من دي چه په هغې کې هيڅ کله زيان نه وي ،په دغه سوداګرۍ کې هغوی هر څه ددې د پاره ورکړی دي تر څو چه الله تعالی د هغوی اجر او ثواب په پوره توګه ورکړي او له خپلې پیرزوينې څخه لا زيات ورکړي بيشکه چه الله ډير بخښونکی او قدردان دی ».
ذکر شوی تلاوت په تلاوت کې تدبر او پيروۍ کولو ځخه عبارت دی او په تدبر ،فکر او اخلاص سره تلاوت کول د اطاعت او فرمابردارۍ وسيله ګرځي د قرآنکريم تلاوت زيات اجر او ثواب لري جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ»[1]
« د قرآنکريم تلاوت کوﺉ ځکه قرآنکريم د قيامت په ورځ ستاسې شفاعت کوي »
او فرمايي «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ»([2])
« غوره د تاسې هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته يې هم ور زده کړي »
او فرمايي :« مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ [الم] حَرْفٌ وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ» ([3])
هر څوک چې د کتاب الله يو حرف ووايي د هغه په مقابل کې يوه نيکي ده او د هرې نيکۍ بدله لس برابره ده ،نه وايم چه (الم ) يو حرف دی بلکه ،الف يو حرف دی او لام يو حرف دی او ميم يو حرف دی .
له پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ نه ثابته ده چه هغوی عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه وفرمايل :« اقْرَإِ الْقُرْآنَ فِي كُلِّ شَهْرٍ. قَالَ: قُلْتُ: أُطِيقُ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ، فَقَالَ: اقْرَأْ فِي كُلِّ سَبْعِ لَيَالٍ مَرَّةً»[4]
« په هره مياشت کې يو ځل قرآن وایه ، ومې ويل ددې نه زيات توان لرم ، ويې فرمايل :په هفته کې يو ځل د هغه ختم کوه ».
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم اصحابو به هره اونۍ د قرآنکريم ختم کولو . ([5])
سړی کولای شي په يوه اونۍ کې قرآن ختم کړي مګر د دريو ورځو نه کم وخت کې د قرآن ختم ښه نه دی ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه ته وصيت وکړ چې حد اقل په دريو ورځو کې قرآن مه ختم کوه ځکه د قرآن ختمول له دريو ورځو کم ددې سبب کيږي چې په په ويلو کې عجله او بيړه وشي او بې له تدبر قرآن وويل شي ، قرآنکريم بې اودسه لوستل جايز نه دي مګر که له ياده ولوستل شي نو بيا باک نه لري که سړی بې اودسه وي .
مګر جنوب سړی به نه له مخې قرآن وايي او نه هم له ياده څو يې چې غسل نه وي کړی ځکه ، امام احمد او صاحبان يې په حسن سند له علی رضی الله عنه نه روايت کوي
چه علی رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وايي : «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا يَحْجِزُهُ وَرُبَّمَا قَالَ يَحْجُبُهُ مِنْ الْقُرْآنِ شَيْءٌ لَيْسَ الْجَنَابَةَ» ([6])
پيغمبر صلی الله عليه وسلم بغير له جنابت بل هيڅ شي له قرآن ويلو نه منعه کولو
فتاوي البلد الحرام – شیخ ابن باز، فتاوی المرأة ص (199،200 )
د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم :
د توهين څخه د ساتلو په عرض د قرآن شريف د زړو ورقو سوځل مباح دي . ځکه چې حضرت عثمان رضی الله عنه چې د کومو مصاحفو پاته کيدل مناسب ونه ګڼل نو يې وسوځل چې وايي : وامر بماسواه من القرآن فی کل صحیفة او مصحف ان يحرق (بخاري دوهم جلد ص ۷۴۶ ) .
مګر ښه کار دادی چې ښخ کړ شي يا په ابو کې وبهول شي خو دا چې نن سبا د مناسب پاک ځای پيداکيدل مشکل دي نو کفايت المفتي څه دا راز ليکي : په يو محفوظ ځای کې د قرانکريم د زړو شويو ورقو ښخول هم روادي مګر نن سبا یې سوځل ښه کار دی ځکه چې داسې محفوظ ځای پيدا کول چې هلته انسان او حيوان ور ونه رسيږي ډیر مشکل دی او د حضرت عثمان د مصاحفو سوځل ددې کار د جواز دليل دی (کفايت المفتی ج۱ ص ۱۲۷ ) .
همدارنګه فتاوی معاصر لیکي هغه به يا سوځل کيږﺉ او يا په ځمکه کې خښيږي (فتاوی معاصر البلدالحرام ) .
البته د سيزلو وروسته به يره دفن کيږي .
ماخذ
آنلای اسلامی لارښودد قرآن کریم تلاوت د مشاری بن راشد العفسی په ږغ کښی او دپښتو ترجمه د شفیق الرحمن په ږغ کښي
۱- سورة الفاتحه
۷- سورة الاعراف دوهمه رکوع
۷- سورة الاعراف دریمه رکوع
۷- سورة الاعراف څلورمه رکوع
۱۱- سورة هود لومړی رکوع
۱۱- سورة هود دوهمه رکوع
۱۱- سورة هود دریمه رکوع
۱۱- سورة هود څلورمه رکوع
۱۱- سورة هود پنځمه رکوع
۱۱- سورة هود شپږمه رکوع
۱۱- سورة هود اوومه رکوع
۱۱- سورة هود اتمه رکوع
۱۱- سورة هود نهمه رکوع
۱۱- سورة هود لسمه رکوع
۱۱- سورة هود دوهمه رکوع
۱۱- سورة هود دریمه رکوع
۱۱- سورة هود څلورمه رکوع
۱۱- سورة هود پنځمه رکوع
۱۱- سورة هود شپږمه رکوع
۱۱- سورة هود اوومه رکوع
۱۱- سورة هود اتمه رکوع
۱۱- سورة هود نهمه رکوع
۱۱- سورة هود لسمه رکوع
۱۲- سورة یوسف لومړی رکوع
۱۲- سورة یوسف دوهمه رکوع
۱۲- سورة یوسف دریمه رکوع
۱۲- سورة یوسف څلورمه رکوع
۱۲- سورة یوسف پنځمه رکوع
۱۲- سورة یوسف شپږمه رکوع
۱۲- سورة یوسف اوومه رکوع
۱۲- سورة یوسف اتمه رکوع
۱۲- سورة یوسف نهمه رکوع
۱۲- سورة یوسف لسمه رکوع
۱۲- سورة یوسف یوولسمه رکوع
۱۲- سورة یوسف دولسمه رکوع
۱۲- سورة یوسف دوهمه رکوع
۱۲- سورة یوسف دریمه رکوع
۱۲- سورة یوسف څلورمه رکوع
۱۲- سورة یوسف پنځمه رکوع
۱۲- سورة یوسف شپږمه رکوع
۱۲- سورة یوسف اوومه رکوع
۱۲- سورة یوسف اتمه رکوع
۱۲- سورة یوسف نهمه رکوع
۱۲- سورة یوسف لسمه رکوع
۱۲- سورة یوسف یوولسمه رکوع
۱۲- سورة یوسف دولسمه رکوع
۱۳- سورة رعد لومړی رکوع
۱۳- سورة رعد دوهمه رکوع
۱۳- سورة رعد دریمه رکوع
۱۳- سورة رعد څلورمه رکوع
۱۳- سورة رعد پنځمه رکوع
۱۳- سورة رعد شپږمه رکوع
۱۳- سورة رعد دوهمه رکوع
۱۳- سورة رعد دریمه رکوع
۱۳- سورة رعد څلورمه رکوع
۱۳- سورة رعد پنځمه رکوع
۱۳- سورة رعد شپږمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم لومړی رکوع
۱۴- سورة ابراهیم دوهمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم دریمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم څلورمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم پنځمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم شپږمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم اوومه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم دوهمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم دریمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم څلورمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم پنځمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم شپږمه رکوع
۱۴- سورة ابراهیم اوومه رکوع
۱۵- سورة حجر لومړی رکوع
۱۵- سورة حجر دوهمه رکوع
۱۵- سورة حجر دریمه رکوع
۱۵- سورة حجر څلورمه رکوع
۱۵- سورة حجر پنځمه رکوع
۱۵- سورة حجر شپږمه رکوع
۱۵- سورة حجر دوهمه رکوع
۱۵- سورة حجر دریمه رکوع
۱۵- سورة حجر څلورمه رکوع
۱۵- سورة حجر پنځمه رکوع
۱۵- سورة حجر شپږمه رکوع
۱۶- سورة نحل لومړی رکوع
۱۶- سورة نحل دوهمه رکوع
۱۶- سورة نحل دریمه رکوع
۱۶- سورة نحل څلورمه رکوع
۱۶- سورة نحل پنځمه رکوع
۱۶- سورة نحل شپږمه رکوع
۱۶- سورة نحل اوومه رکوع
۱۶- سورة نحل اتمه رکوع
۱۶- سورة نحل نهمه رکوع
۱۶- سورة نحل لسمه رکوع
۱۶- سورة نحل یوولسمه رکوع
۱۶- سورة نحل دوولسمه رکوع
۱۶- سورة نحل دیارلسمه رکوع
۱۶- سورة نحل څوارلسمه رکوع
۱۶- سورة نحل پنځلسمه رکوع
۱۶- سورة نحل شپاړسمه رکوع
۱۶- سورة نحل دوهمه رکوع
۱۶- سورة نحل دریمه رکوع
۱۶- سورة نحل څلورمه رکوع
۱۶- سورة نحل پنځمه رکوع
۱۶- سورة نحل شپږمه رکوع
۱۶- سورة نحل اوومه رکوع
۱۶- سورة نحل اتمه رکوع
۱۶- سورة نحل نهمه رکوع
۱۶- سورة نحل لسمه رکوع
۱۶- سورة نحل یوولسمه رکوع
۱۶- سورة نحل دوولسمه رکوع
۱۶- سورة نحل دیارلسمه رکوع
۱۶- سورة نحل څوارلسمه رکوع
۱۶- سورة نحل پنځلسمه رکوع
۱۶- سورة نحل شپاړسمه رکوع
۱۸- سورة کهف لومړی رکوع
۱۸- سورة کهف دوهمه رکوع
۱۸- سورة کهف دریمه رکوع
۱۸- سورة کهف څلورمه رکوع
۱۸- سورة کهف پنځمه رکوع
۱۸- سورة کهف شپږمه رکوع
۱۸- سورة کهف اوومه رکوع
۱۸- سورة کهف اتمه رکوع
۱۸- سورة کهف نهمه رکوع
۱۸- سورة کهف لسمه رکوع
۱۸- سورة کهف یوولسمه رکوع
۱۸- سورة کهف دولسمه رکوع
۱۸- سورة کهف دوهمه رکوع
۱۸- سورة کهف دریمه رکوع
۱۸- سورة کهف څلورمه رکوع
۱۸- سورة کهف پنځمه رکوع
۱۸- سورة کهف شپږمه رکوع
۱۸- سورة کهف اوومه رکوع
۱۸- سورة کهف اتمه رکوع
۱۸- سورة کهف نهمه رکوع
۱۸- سورة کهف لسمه رکوع
۱۸- سورة کهف یوولسمه رکوع
۱۸- سورة کهف دولسمه رکوع
۱۹- سورة مریم لومړی رکوع
۱۹- سورة مریم دوهمه رکوع
۱۹- سورة مریم دریمه رکوع
۱۹- سورة مریم څلورمه رکوع
۱۹- سورة مریم پنځمه رکوع
۱۹- سورة مریم شپږمه رکوع
۱۹- سورة مریم دوهمه رکوع
۱۹- سورة مریم دریمه رکوع
۱۹- سورة مریم څلورمه رکوع
۱۹- سورة مریم پنځمه رکوع
۱۹- سورة مریم شپږمه رکوع
۲۰- سورة طه لومړی رکوع
۲۰- سورة طه دوهمه رکوع
۲۰- سورة طه دریمه رکوع
۲۰- سورة طه څلورمه رکوع
۲۰- سورة طه پنځمه رکوع
۲۰- سورة طه شپږمه رکوع
۲۰- سورة طه اوومه رکوع
۲۰- سورة طه اتمه رکوع
۲۰- سورة طه دوهمه رکوع
۲۰- سورة طه دریمه رکوع
۲۰- سورة طه څلورمه رکوع
۲۰- سورة طه پنځمه رکوع
۲۰- سورة طه شپږمه رکوع
۲۰- سورة طه اوومه رکوع
۲۰- سورة طه اتمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء لومړی رکوع
۲۱- سورة انبیاء دوهمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء دریمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء څلورمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء پنځمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء شپږمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء اوومه رکوع
۲۱- سورة انبیاء دوهمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء دریمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء څلورمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء پنځمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء شپږمه رکوع
۲۱- سورة انبیاء اوومه رکوع
۲۲- سورة الحج لومړی رکوع
۲۲- سورة الحج دوهمه رکوع
۲۲- سورة الحج دریمه رکوع
۲۲- سورة الحج څلورمه رکوع
۲۲- سورة الحج پنځمه رکوع
۲۲- سورة الحج شپږمه رکوع
۲۲- سورة الحج اوومه رکوع
۲۲- سورة الحج اتمه رکوع
۲۲- سورة الحج نهمه رکوع
۲۲- سورة الحج لسمه رکوع
۲۲- سورة الحج دوهمه رکوع
۲۲- سورة الحج دریمه رکوع
۲۲- سورة الحج څلورمه رکوع
۲۲- سورة الحج پنځمه رکوع
۲۲- سورة الحج شپږمه رکوع
۲۲- سورة الحج اوومه رکوع
۲۲- سورة الحج اتمه رکوع
۲۲- سورة الحج نهمه رکوع
۲۲- سورة الحج لسمه رکوع