زکات او حج

بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلام څلورمه بناه زکات دی

 زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه ډير يواهم عبادت دی په قرآنکرېم کې ډير ځايه لمونځ او زکات يو ځای ذکر شوي . چه دغه دواړه عبادتونه د ټول دين ترجمانی کوي ، په بدنی عباداتو کې لمونځ د ټول دين نمايندګي کوي او په مالي عباداتو کې زکات د ټول دين نمايندګي کوي .
زکات په ټولنه کې د بی وزلی او فقر پر وړاندې تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره په کور ، کلي ، ولس او هيواد باندې الهې  رحمتونه او برکتونه نازليږي ځکه په کوم قوم کې چه رحم ،زړه سوی او يو له بله کومک او خواخوږي وي نو پر هغه قوم باندې هم الله جل جلا له  خپل رحمتونه نازلوي له بلا او آفاتو يی ساتي .
په کوم قوم کې چه زکات نه وي پر هغه به هميشه لوږه او فقر حاکم وي ډول ډول آفات به ور باندې راځي .
دزکات حکم :
زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی .
په قرآنکريم تر ۸۰ زيات ايتونو کې زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی .
الله جل جلا له  فرمايي : وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ).
لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او رکوع کوئ سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو سره) .
وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) .
او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د رسول پيروي وکړئ ، هيله چې پر تاسې رحم وشي .

دزكات فضايل :
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ  (البقره ۲۷۷ ).
ژباړه : يقيناً هغه کسان چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او لمونځ يې قائم کړی دی او زکات يې ورکړی دی ، د هغوی اجر د دوی د رب سره دی پر دوی نه کومه ويره شته او نه به غمجن شي .  .
  هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲  الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ  (سوره النمل ۲-۳ ).
ژباړه : د مؤمنانو د پاره لارښوونه او زیری دی ، هغو مؤمنانو ته چې لمونځ کوي او زکات ورکوي او په آخرت باور لري .
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ  (المؤمينون ۴-۱ ) .
 ژباړه : په باورې توګه هغو مؤمنانو بری موندلی. هغه کسان چې پخپل لمانځه کې عاجزې کوي .او هغه کسان چې له بدو کارو او بدو ويناوو لرې اوسي . او هغه کسان چې د زکات ورکونکي وي .
مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ( البقره ۲۶۱ ) 
ژباړه :مثال د هغو کسانو چې خپله شتمني د الله جل جلا له  په لار کې لګوي د هغه دانې غوندې دی چې اوه وږې را شنه کړي او په هر وږې کې سل دانې وي او الله جل جلا له هر چا ته چې وغواړي څو چنده يي زياتوي او الله جل جلا له د پراخ (نعمت ) څښتن،پوهيدونکی دی .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه: أَنَّ رَسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ: «قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنْفِقْ أُنْفِقْ عَلَيْكَ» (بخاري 4684 )
د حضرت ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی: چه هر بنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چې ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو انفاق او خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تا لره درکړم.

۱- د مال پاکوالی : 
 د زکات په ادا کولو سره مال پاک او په مال کې چې د زکات د مستحقينو کوم حق دی هغه حصه هغوی ته سپارل کيږي ، په معنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل او د فنا کيدونکو څيزونو د شوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .
قال الله تعالى : {خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ} [التوبة: 103]
ژباړه : د دوی له مالونو څخه صدقه (زکات ) واخله څو دوی د هغې (صدقې ) له مخې پاک او برکتي کړې ، او دوی ته دعا وکړه په رښتيا سره چې ستا دعا دوی ته هوساينه ده .
همدارنګه الله جل جلا له د زکات په وجه د بنده ګناهونه معاف کوي لکه چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : « والصدقة تطفىء الخطيئة كما يطفىء الماء النار » اجامع الصغير3817  والمراد بالصدقة هنا الزكاة، يعنې زکات ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي .
۲-  د مال زياتوالی : 
 د زکات په ادا کولو سره خدای جل جلاله په مال کې برکت اچوي .
قال تعالى : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276 ] .
ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ، وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللَّهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ،ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِ، كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ، حَتَّى تَكُونَ مِثْلَ الْجَبَلِ». (بخارى: 1410)
الله جل جلا له  فقط د حلال مال صدقه قبلوي ، او چا چې د يوې خرما په اندازه حلال مال صدقه کړ ، الله جل جلا له  هغه پخپل بلا کيف لاس کې نيسي او هغه ته داسې وده ورکوي لکه تاسې چې کره آس ته روزنه او پالنه ورکوئ تر هغه چې دا خرما په اندازه د يوه غره شي .
همدارنګه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)
يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .
۳- له بلاؤ او آفاتو څخه د مال بچوالی :
  د زکات په ادا کولو سره به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  ، او څوک چې زکات نه ورکوي د هغوی په مال او کښت به آفتونه نازليږي . لکه په پورته حديث کې ( اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا) بخاري يعنې : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق نه کوي (زکات نه ورکوي ) د هغه مال تلف کړه د هغه مال او کښت ته زيان ورسوه .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره (طبراني او صحيح الترغيب الألباني 743) يعنې : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو .
نن عصر کې همدا وجه ده چې د هغه خلکو چې زکات نه ورکوي د هغوی په کښتونو او فصلونو همدارنګه مالونو باندې ډول ډول آفتونه ناليږي .
۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره سم د انسان په زړه کې زياته خوشحالی او سکون پيدا کيږي ځکه  چه په هر عمل او کسب کې چه د خدای جل جلاله رضا وي  په هغی سره سړی خوشحالي او آرام احساسوي  .
لکه په لاندې ايت شريف کې چې الله جل جلا له  خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته امر کوي چې د دوی نه زکات واخله تر څو دوی د زکات ادا کولو په وجه پاک او برکتي شي او دوی ته دعا وکړه او ستا دعا دوی د پاره هوسانه او د زړه ډاډ دی .
قوله تعالی : {خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ} [التوبة: 103]
۵- دسيخيانو په ډله کې ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .
قوله تعالی : وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ) .
ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .
۶-  د الله جل جلا له  په رحمت کې شامليدل :
قال تعالى: {وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ. وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ } [الأعراف: 156 ]
زما رحمت هر شي ته شامل دی نو ژر به دغه نعمت هغو کسانو ته ورکړم چې تقوای کوي او زکات ورکوي او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ايمان لري .
قال تعالى : {وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ} [النور :56] .
ژباړه : او لمونځ وکړئ زکات ورکړئ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پيروي وکړئ هيله ده چې پر تاسې رحم وشي .
او بل دا چې په نورو باندې رحم کول د الله جل جلا له  د رحم او پيرزوينو سبب ګرځې  نوکله چه هغو مسکينانو او غريبانو ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وي دخوراک لپاره هم څه نه لري زکات ورکړ شي څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږي به وي  نو چا چې پر نورو رحم وکړ الله جل جلا له  په هغه باندې رحم وکړي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء (الترمذي 1924 او سلسلة صحيحة الالباني 925 ) يعنې : تاسې د ځمکې په مخلوق رحم کوئ رحم به وکړي پر تاسې هغه (الله جل جلاله ) چه د آسمانو خالق دی.
۷- له حب دنيا څخه خلاصون : 
 له دنيا او دولت سره محبت ستر مرض دی چه ددی مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بې رحمه ، بې مينی او علاقې وي له مرګ څخه ويره لري د دنيا د عيش اونوش اوږدې آرزوګانې لري  ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وي ؟
او د مال او دولت سره مينه يو طبعې شی ده ، قوله تعالی : {وَتُحِبُّونَ ٱلْمَالَ حُبّاً جَمّاً } « او شتمني په ډيره مينه خوښوئ ».
نو کله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای جل جلاله د رضا لپاره زکات ورکړي دهغه په زړه کې د خدای جل جلاله د محبت ولولی په جوش راشي او د فانی دنيا محبت يې له زړه وزي .
الله جل جلا له  فرمايي : لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ )) [آل عمران:92].
ژباړه : له سره به تاسې د (د پوره) ښېګڼې (درجه ) و نه مومئ  تر څو چې له هغه شي څخه چې ستاسې خوښ وي ( د الله په لار کې ) خيرات و نه کړئ .
۸-  د الله جل جلا له  پر نعمت شکر : 
 بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لري چه زه خو پخوا ناداره وم ای خدايه!   ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړي مال څخه يواځې څلويښتمه برخه پر بې وزلو او مسکينانو ويشم ، نو شکر خو همدې ته وايي چه نعمت د الله جل جلا له له خوا يو فضل وګڼل شي ، ولی هغه کس سره له دې چې خدای جل جلاله ورباندې د مال پيرزوينه کړې وي خو زکات نه ورکوي په دې ګمان وي چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده  . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښې ګمان کوي چه په دې څلويښتمه حصه به مې مال کم شي چه دا د لوی چښتن جل جلاله سره ستره بې وفايي او د بندګی له شانه سره ناشکري او سرکشي ده .
الله جل جلا له  په قرآنکريم ورته داسې اشاره کوي : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276
ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .
ابن قيم رحمه الله د شکر ارکان داسې بيانوي :
1-      په نعمت اعراف کول (چې دغه نمعت ماته د الله تعالی د جانبه را کړ شوی دی  .
2-      د نعمت په اړه خبرې کول او د هغه ښکاره کول .
3-      د نعمت انفاق يا خرڅول د نعمت د عطا کوونکي په لار کې .
۹-  د خلاصون لاره : 
د الله جل جلا له  رضا چې د الله جل جلا له  رضا د هر مؤمن هدف او آرمان وي .
قوله تعالی : إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ  (البقره ۲۷۷ ).
« يقيناً هغه کسان چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او لمونځ يې قائم کړی دی او زکات يې ورکړی دی ، د هغوی اجر د دوی د رب سره دی پر دوی نه کومه ويره شته او نه به غمجن شي .»
..... لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لأكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ} [المائدة: 12].
«که لمونځ مو په پشپړه توګه وکړ او زکات مو ورکړ او پر رسولانو مو ايمان راوړ او د دوی سره مو مرسته وکړه او الله جل جلا له  ته مو حسنه پور ورکړ ، زه به هرومرو ستاسې نه ستاسې ګناهونه لرې کړم او تاسې به په داسې باغونو کې ننباسم چې تر (ونو ) لاندې يې ويالې بهيږي» .
همدارنګه فرمايي : وَسَيُجَنَّبُهَا الأَتْقَى ، الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى ( الليل 18-17 ) « او د (دوزخ د اور نه ) به هغه متقيان خلک تر ټولو ژر ګوښه شي چې خپل مال د الله جل جلا له  په لار کې ددې د پاره لګوي چې د ده روح او زړه ته سپېڅلتيا حاصله شي »
الله جل جلا له مونږ ته د زکات په ښه شان ادا کولو توفيق راکړي (آمين )

د زکات  نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکی غذابونه  :
قوله تعالی : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .
او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله جل جلاله په لار کې نه لګوي نو دوی په دردناک عذاب زيری ورکړه. .
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ).
ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .
نبوی صلی الله عليه وسلم ارشادات :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم: مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ، مُثِّلَ لَهُ مَالُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ، لَهُ زَبِيبَتَانِ، يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ، يَعْنِي: بِشِدْقَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ». ثُمَّ تَلا: [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ] الآيَةَ. (بخارى 1403)
د ابی هريرة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي : په چا چې الله جل جلا له د مال او دولت پيرزونه کړي وي،او هغه د خپل مال زکات ور نه کړي نو مال به يی د قيامت په ورځ د داسې مار په صورت مجسم شی چه سر به يې پک وي او دوه زهرجن نيشونه به لري او د ده تر غاړه به ور تاوشي او دی تر خوله ونيسي او ورته وايي به زه ستا جمع کړي او مال او کنز يم بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا ايت تلاوت کړ [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ].
بل حديث شريف کې راځې : مانع الزكاة يوم القيامة في النار ( طبرانی او الترغيب والترهيب ) 
څوک چه د زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ  يی ځای دوذخ دی .

د زکات د وجوب شرطونه :
۱- مسلمانی : نو څوک که نوی مسلمان شي پر هغه د مخکې وختونو زکات لازم نه دی .
۲- بلوغ : نا بالغه ماشوم يا د ماشوم ولی باندې زکات فرض نه دی که يی آدا کړي نه صحي کيږي .
۴- د نصاب  مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چه شريعت پری زکات واجب کړی دی .
۵- پوروړی نه وی : يوه سړی د نصاب په اندازه مال لري ولی د نورو پوروړی هم وي زکات ورباندې نشته .
۶- پر مال پوره کال تيريدل : هغه مال چې نصاب ته رسيدلی وي په هغه باندې به يو کال تير شوي وي .
 رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :
د حضرت عبدالله ا بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی  چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی : چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات  نه واجبيږي  څوپورې چه  په هغی باندې يو کال نه وي تير شوی  ( رواه الترمذی ).
۷- پرخپلواصلی ضرورتونو سربيره د نصاب شته والی :
ضروري احتياجات لکه : خوراک ، پوښاک ، استوګن ځای او د شغل او کار وسائل .
۸- عقل : پر ليونی زکات فرض  نه دی .
يادونه : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په ليوني او ماشوم باندې د زکات ادا کول واجب نه دي ځکه پر دوی باندې نور عبادات لکه لمونځ ، روژه وغيره نه دي واجب نو زکات هم يو عبادت دی .
مګر د امام شافعي رحمه الله ، امام مالک او امام احمد په نزد په نا بالغه ماشوم او ليوني دواړو زکات واجب دی د هغوی سرپرست به د هغوی د مال زکات ادا کوي .
د زکات د اداء کولو دصحت شرطونه :
يعنی د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وي زکات نه اداء کيږی :
۱- مسلمانی :د زکات اداء کوونکی به ضرور مسلمان وي ، د نامسلمان  زکات نه اداء کيږي .
۲- عقل : که يو ليونی زکات ورکړي زکات يې نه اداء کيږي .
۳- په ټاکلو ځايونو کی د زکات مصرفول : هغه ځايونه چې په قرآنکريم کې د التوبه په ۶۰ ايت کې واضح  بيان شوي ،چې تفصيل به يې وروسته راشي،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کې ولګول شي زکات نه ادا کيږي .
£±-  بلوغ  : نابالغه ماشوم که زکات ورکړي زکات نه اداء کيږي .
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په نا بالغه باندې زکات فرض نه دی ځکه هغه د عبادت د ادا کولو سن ته نه دی رسېدلی .
۵- مالک ګرځول : د زکات د اداء کولو پر وخت  بايد د زکات اخيستونکی د هغه مالک وګرځول شي ، که هغه فرد وي او که د زکات راټولولو مامورين  وي  .
دا مهم نه ده چې د زکات د ادا په وخت کې د زکات مستحق کس ته وويل چې دا د زکات روپۍ واخله بلکې هغه د صدقې ، کومک ، شرينۍ او په کوم بل عنوان هم ور کولای شي خو داسې چې هغه مالک وګرځول شي او پوه شي چې دا د خيرات روپۍ دی نه د قرض حسنه و غيره او په پوره ډاډ سره يې مصرف کړي .
علماء کرام د لاندې قراني او نبوي صلی الله عليه وسلم ارشادات په رڼا کې د زکات او صدقاتو تقسيمول په پټه سره بهتره ګڼي.
قوله تعالی : إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (البقره ۲۷۱ )
ژباړه : که تاسې خيراتونه ښکاره ورکوئ نو دا هم ښه دی او که خيراتونه پټ ورکوئ او اړو خلکو ته يي ورکوئ دا ستاسې لپاره غوره دي او له تاسې څخه ځنې ګناهونه لري کوي او الله جل جلا له  په هغو ټولو کارونو چې تاسې کوئ خبر دی .
سبعة يظلهم الله في ظله وم لاظل إلا ظله:  الامام العادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل قلبه معلق بالمساجد، ورجلان تحابا في الله عزوجل، اجتمعا عليه، وتفرقا عليه، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها، حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه، ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه. ورجل دعته امرأة ذات منصب، وجمال، إلى نفسها، فقال:  إني أخاف الله عزوجل (بخاری او مسلم )
اوه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی
( فقه السنه باب زکات )
۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت د زکات نيت ولري .
د هر عبادت د صحت د پاره نيت شرط دی قوله تعالی : وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ (البينه ۵ )
ژباړه : او په داسې حال کې چې دوی نه وو ګومارل شوي خو په دې چې په پوره اخلاص د الله جل جلا له  عبادت وکړي او عقيده ولري چې دين د هغه له خوا دی او په عين حال کې له هر ډول اوښتنې لرې وي لمونځ (د هغه له ټولو ادابو سره ) ادا کړي او زکات ورکړي او دا سم او ټينګ دين دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إنما الاعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى ( هر عمل په نيت پورې تعلق لري ، او سړي ته هغه څه رسيږي د کوم شي يې چې نيت کړي وي .
يو دا چې نيت به يې خالص د الله جل جلا له  رضا او د هغه عبادت کول وي او بل دا چې د فرض زکات د ادا نيت به لري کچيرې يو کس خيراتونه او صدقه ورکړي او بيا وروسته هغه په زکات کې حساب کړي ، زکات يي نه ادا کيږي ځکه ده د نفلي صدقي نيت کړي وو نه د زکات .

دزکات نصاب

د سپينو او سرو زرو زکات  :
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :.. من كل أربعين درهما درهم وليس عليكم شيء حتى تتم مائتي درهم فإذا كانت مائتي درهم ففيها خمسة دراهم (رواه الترمذی وابوداود ).
پس اداء کړی زکات د سپينو رزو د هر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوری هيڅ واجب نه دی او کله چه 200 دوه سوه پوره شې نو په هغه کې  پنځه درهم زکات واجب دی .
امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[ ابوداود (1564)، دارقطنی (2/105) .
( ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز کې دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ).
د سرو او سپينو زرو نصاب :
دسپينو زرو زکات  دوه سوه 200  شرعی درهم دی  ، او دسرو زرو نصاب 20  طلايی مثقاله دی
داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه  څرنګه حساب شي د نوی عصر علماؤ مثقال او درهم د ګرام له رويه څيړلی چې په دې اړه مو د نړي د علماؤ معتبر کتابونه ولوستل مګر دهغوی په اندازو کې څه اختلاف موجود ؤ په دې اړه د عربستان علماؤ تحقيق کړي چې بالکل د اعتبار وړ دی ځکه يو خو دا چې د هيواد د علماؤ پر سطح تحقيق دی او بل دا چې دا سکې په پخوا وخت کې په همدې هيواد کې مروجي وي .
ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو ‏(‏‏20‏‏)‏ عشرون مثقالا وتعادل ‏(‏‏85‏‏)‏ جراما من الذهب الخالص ‏(‏والمثقال يعادل ‏4.25‏ جراما‏)‏”
ونصاب الفضة والعملات الفضية ‏(‏‏200‏‏)‏ مائتا درهم, وتعادل ‏(‏‏595‏‏)‏ جراما من الفضة الخالصة ‏(‏والدرهم يعادل ‏2.975‏ جراما‏) (وزارة الأوقاف و الدعوة والأرشاد – مملکة السعودية ) .
يعنې د سرو زرو نصاب (‏‏20‏‏) مثقاله دی چې دا شل مثقاله د (‏‏85‏‏) ګرامو سره برابر دي ( يو مثقال له 4.25‏ ګرام سره برابر دی ) .
او د سپينو زرو د زکات نصاب (‏‏200‏‏) درهمه دی چې دا دوه سوه درهمه د (‏‏595‏‏) ګرامو سره سمون خوري (يو درهم له 2.975‏ ګرام سره برابر دی ) ‏
دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5  يا 40  څلويښتمه برخه ده .
لومړی  مثال : که څوک په خپل کور کې  120 ګرامه سره زر ولري  نو زکات  يی داسې حسابيږي :.
که د يوه ګرام طلا قيمت 1700 افغانی وټاکو نو  120×1700 = 204000Af  نو دزکات اندازه به مساوي شي په :
204000÷ 40 = 5100 نو دری  زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه.
دوهم مثال : که څوک 8500  ګرامه سپين زر ولري  نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50 افغانی وټاکو  نو
50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af  نو لس زره و شپږ سوه او پنځه ويشت افغانۍ  زکات به پر مستحقو کسانو وويشي .
يادونه : پورته نرخونه اټکلي دي تاسې يې د سرو او سپينو زرو د وخت او ځای د نرخ سره سم حساب کړئ .

د نغدو پيسو او تجارتی اموالو  زکات او دهغه  نصاب :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).
ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ
او په مالونو د دوی کې حق او برخه وه سوالګر لره او صبر کوونکی لره ( مسکين  وی خو له شرمه سوال نه کوي ) .
عَن  سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َالله صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ  كَانَ يَامُرُنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی  نُعِدّ ُ لِلبَيع ( رواه ابوداود او مشكاة المصابيح ) .
د حضرت سمره بن جندب رضی الله عنه  نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع يعنې سوداګري او تجارت دپاره اخستی وي .
د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو سرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاف اقل دي .
په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپنو زرو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .
فتاوي للجنة الدائمه هم د احنافو قول ته ترجيح ورکوي ليکي :
ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان )
دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانې، فابريکه  او غيره ) نصاب  د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږي  ځکه د سپينو زرو نصاب اقل دی  نو په اقل عمل کوو .
د نغدو پيسو يا په تجارتی  دوران  کې بندو پيسو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا  595  ګرامو سره سمون
خوری  .
که فرضاً د سپينو زرو د يوه ګرام قيمت 60 افغانۍ و ټاکو نو زکات نصاب به مساوي شي په :
60×595= 35700 AF
 نو که څوک  35700 پنځه ديرش زره اوه سوه افغانۍ د نغدو پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولري کال ورباندې تير شي زکات ور باندې فرض دی .
يادونه : د سپينو زرو قيمت اټکلي دي تاسې يې د وخت او ځای سره سم نرخ وټاکئ .
د زکات اندازه ٪ 2.5  يا  40  څلويښتمه برخه  ده .
لومړی  مثال : يوه  تجار  خپل  تجارتي اموال حساب کړل  پانګه  يی  350000 افغانی شوه زکات به يی :
  350000 ÷40   =  8750 af  يا  2.5% = 2.5 / 100 = 0.025x 350000 = 8750 af   د زکات د ورکړې اندازه به 8750 افغانی  شی.
يا په لنډ ډول ويلای شو په سلو روپو کې 2.5 روپئ په زرو کې 25 روپئ او لکو کې 2500 روپئ زکات کيږي .
دکرهنی او مالداری زکات
دکرهنی زکات يا عشر :
عشر چه لغوی معنی  لسمه برخه ده ، ټول ځمکنی محصولات لکه غلی دانی ،ميوه جات او شبزيجات کی زکات ورکول فرض دی ( مذهب امام ابوحنيفه ) .
هغه ځمکی کومی چه د باران ،سيند او چينی په اوبه اوبول کيږی ٪ 10 يا لسمه برخه   اوهغه ځمکی کومی چه د واترپمپ يا نورو تجهيزاتو په وسيله خړوبول  کيږی  په هغه ځمکو کی بيا د زکات اندازه ٪ 5 يا شلمه برخه ده .
دعشرلپاره نصاب شرط ندی همدارنګ د کال پوره کيدل هم شرط ندی بلکی دفصل په رسيدلو سره به د هر فصل جدا جدا زکات ورکوی ( مذهب امام ابوحنيفه ) .
دکرهنی د زکات حکم :
دکرهنی زکات  لکه د نور مال دولت  په شان په مسلمان نر او ښځه فرض دی .
دعالم پالوونکی څښتنج په قرآنکريم کی مؤمنانو ته داسی لاښوونه کوی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم ِمّنَ الأَرْضِ (البقره 267 ).
ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی ،اوله هغی چه ماتاسی    لپاره د ځکمی  نه راويستلی دی  .
وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (الانعام 141 ).
دڅارويو زکات :
هغه څاروی چه د تجارت لپاره وی د تجارتی اموالو د نصاب له رويه حسابيږی د زکات اندازه يی څلويښتمه حصه ده چه د تجارتی اموالود نصاب بيان    د زکات لنډ او مفصل بيان کی ذکر شوی دی .
هغه حيوانات چه د نسل د ذياتوالی او ډيری کټی په لاس راوړلو لپاره ساتل کيږی نظر په لاندی  شرطونو  زکات ورباندی فرض دی .
1- چه د کال په ذياته موده کی په صحرا او ورشوګانو کی وڅری .
2- کال ورباندی تير شی .
3- د زکات نصاب ته ورسيږی .
داوښان نصاب            5
د ميښو او غوايانو     30
د ميږو وزو               40
د زکات اندازه په لاندی جدولونو کی بيان شوی ده .

داوښانو زکات 
د زکات اندازه
تر
له
زکات نشته
4
1
يوه ميږه يا يو پسه
9
5
2 ميوږی يا 2 پسونه
14
10
3 ميږی يا 3 پسونه
19
15
4 ميږی يا 4 پسونه
24
20
يوه يوه کلنه جونګی
35
25
يوه دوه کلنه جوګی 
45
36
يو دری کلن اوښ
60
46
يو څلور کلن اوښ
75
61
2 دوه کلن اوښان
90
76
2 دری کلن اوښان
120
91

د غويانو زکات 
د زکات اندازه
تر
له
زکات نشته    
29
1
ديوه کال غوسی نر يا ښځينه   
باندی
30
يو دوه کلن غوسی 
باندی
40
دوه يوکلن غوسی ء
باندی
60
يو يوکلن غوسی او يو دوه کلن غوسی  
باندی
70
دوه دوه کلن غوسی که نر وی او که ښځينه   
باندی
80
دری يو کلن غوسی  
باندی
90
دوه يوکلن او يو دوه کلن  
باندی
100

د ميږو يا پسونو او وزو زکات 
د زکات اندازه
تر
له
يو ميږه  
120
40
دوی ميږی  
200
121
دری ميږی 
399
201
څلور ميږی 
——————
400
ورسته د هرو سلوميږو پر ذياتوالی يوه ميږه ور اضافه کيږی
داسونو خرو او قچرو زکات :
څرنګه چه نومړی حيوانات د بار لپاره دی زکات ورباندی نشته .
خو که د تجارت په نيت وی حساب د تجارتی اموالو د نصاب له مخی کيږی څلويښتمه برخه زکات ور کول کيږی ، يا د هر حيوان پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .
خو که د اسونو د نسل ذياتوالی موجود وی يعنی يواځی نر نه وی   او د کال په ذياته موده کی په صحرا کی وڅری زکات ورباندی شته ( امام ابوحنيفه رح  ) .
د زکات نصاب همغه د تجارتی اموالو په شان دی يا د هر آس پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .
د زکات د مصاربو يا ورکړی ځايونه هماغه دی کوم چه د زکات لنډ او مفصل بيان کی تير شول 
دزکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه )
دزکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی .
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .
بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات صرفيږی ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين )  او مؤلفة قلوب  ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی )  او (صرفيږی)  په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او ( صرفيږی ) په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه ښه پوه او دحکمت واله دی .
۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره
کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت  وي چه پخپله پری زکات فرض وي  .
۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دي  چه د نفقی لپاره څه نه لري که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي   چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وي .
۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وي  بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وي  .
۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې  راغلی وي  ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسې  پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوي  وي   چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج  د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي اويا پر بله طريقه يې  د دين نصرت ته ملا تړلی وي   د زکات مستحقين دی .
۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څه  هم  په خپل کور کی مالدار  وي   د زکات مستحق دی .


د زکات مسائل
1- زكات پيشکې ورکول هم روا دي
حديث شريف :
أن العباس سأل النبي صلى اللّه عليه وسلم في تعجيل الصدقة قبل أن تحل فرخَّص له في ذلك
حضرت عباس د خپل د پيشکی ورکولو پوښتنه له رسول الله نه وکړه نو هغوی ص وزته اجازت ورکړو (ابوداؤد،ترمذی،ابن ماجه او دارومی )د زکات مسائل
۲- که په بې خبری کې چاته زکات ورکړ شي خو ورسته سړی پوه شي چې دا کس خو د زکات مستحق ندی زکات اداشوي دوباره ورکړي ته ضرورت نشته .
۳- د زکات ورکول لاندی کسانو ته حرام دي
- د نصاب مالک
- سادات
- خپل مور او پلار ،نيکه ؤنيا د پلار مور ،د مور مور ،او دينه پورته غور نيکه غره نيا
- خپل زوی ،لور ،نمسی نمسۍ او تر هغه لاندی
- ښځه خپل خاوند ته او خاوند خپلی ښځی ته زکات نشی ورکولای .
- کافر ته
- د مالدار سړی نا بالغ اولاد ته
خپلو خپلوانو ته لکه غريب او ناچاره خور ، ورور او نورو ته زکات ورکولو کې دوي کټی دی ۱- د زکات ادا ۲- صله رحمی (د خپلوانو سره ښه سلوک )
۴- د زکات په روپو نه جومات جوړيدای شی او نه کوم بل خيريه کار زکات يوازی په هغه ځایونه کې مصرفيږي چه قرآنکريم ښودلی .
۶- درشوت په پيسو يا کومه بله حرامه طريقه جمع شوو پيسو باندې شرعاً زکات واجب نه دی ،که ماليکان يې معلوم وي هغه ته به يې سپاري اوکه معلوم نه وي په مسکينانو او فقيرانو به يې دصدقه په توګه ويشي .
۷- کوم سړی چې دنصاب مالک وي مګر دښځې دمهر پوروړی هم وي زکات ورباندې واجب دی مهر موجل د زکات او حج مانع نه ګرځي .
۸- کوم چاته چې زکات ورکول کيږي که هغی ته دا ونه ښودل شي چې دا د زکات پيسي دی هم صحي ده صرف په زړه کې نيت ضرور دي اوبل داچې هغه کس د زکات مستحق وي .
۹- د زکات د تقسيم لپاره د وکيل مقررول رواه دي .
۱۰- په زيوراتو کې هر کال زکات ورکول فرض دي .
۱۱- د زکات په پيسو باندې که ديني کتابونه واخستل شي زکات نه صحي کيږي ځکه په زکات کې مالک جوړول شرط دي ، که کتابونه واخلي اوطالبانو ته يې ورکړي او دهغوی ملک يې وګرځوي نو زکات به ادا شي .
۱۲- که د سيد ښځه غريبه وي سيده نه وي زکات ورکول ورته جائز دي .
۱۳ – خپلې خواښی چې مالکه د نصاب نه وي زکات ورکول ورته رواه دي .
۱۴- کوم څوک بې حاصله ځمکه ولري يا کور ولري په کرایه يې ورکړی وي دځمکې او کور قيمت د زکات نصاب ته رسيدلی وي يا ډير لوړ وي خو د تجارت لپاره نه وي زکات وربانې نشته .
۱۵- په زکات کې د پيسو پرځای د اجناسو ورکول هم روا دي په شرط ددی چې له همغه اجناسو څخه وي په کوم کې چې
زکات فرض وي .
د اسلام پنځمه بناه حج دی


حج په عمر کې يو ځل فرض دی ، ددې رکن منکر کافر دی او د فرض کيدو د شرايطو برابر کيدو باوجود نه اداکول واله فاسق او ګنهګار دی ، لکن حج په هر مسلمان فرض نه وي بلکه پر هغه چا فرض دی چې توان يې ولري .

قوله تعالی : وَ للهِ عَلَي النَّاِس حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ إلَيهِ سَبِيلاً ( (آل عمران  97)

ژباړه : او حج د دغه الهي خونې پر هغو خلکو فرض دی چې (مالي او بدني ) توانايي ولري .

د مالي او بدني توانايی شرح په لاندې ډول ده

۱- په نابالغ او ليوني باندې حج فرض نه دی اګر که مالي توان هم ولري .

۲- تندرست کيدل : يعنې چه بدن يې داسې ناروغ وي چې د سفر کولو توان نه لري .

۳- د لارې خرچ ولري او همدارنګه د خپل اهل عيال د کومو چې نفقه د ده په ذمه وي د بيرته راتګ تر وخت پورې د هغوی د پاره خرچ ولري .

۴- پوروړی او قرضدار نه وي ، که د قرض د ادا وروسته دومره مالي توان ولري چې د کور د اهل او لارې خرچ ورباندې کيږي نو حج ورباندې فرض دی .

۵- د لارې امنيت

۶- د چا ضامن نه وي : که ده د چا ضمانت کړی وي نو بيا د ضمانت په دور کې حج کول صحي نه دي .

۷- د حج وخت : د حج په مقرر موده کې حج ادا کول د هغې مقررې مودې نه وړاندې يا وروسته حج کول نه ادا کيږي .

۸- د ظالم حکومت لخوا څه منع نه وي او يا په جيل او زندان کې نه وي (آزاد ) وي .

د ښځو حکم : د ښځو د پاره ددې شرطونو سره دوه شرطونه نور هم دي

اول : هغه به يوازې نه ځې بلکې خاوند او محرم به ور سره وي .

دوهم : دوهم شرط دا دی چې هغه به په عدت کې نه وي ، عدت که د خاوند د مرګ وي او که د طلاقو وي .
دحج فضائل
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
 قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (من حج هذا البيت، فلم يرفث، ولم يفسق، رجع كيوم ولدته أمه). بخاری مسلم ،ابن ماجه ،نسائي ).
له حضرت ابی هريرة رض څخه روايت دی هغه وايي چې ماله رسول الله ص څخه واوريدل چې فرمايل ئی :
څوک چۍ د الله ج لپاره حج وکړي د شهوت او ګناه خبری ونه کړی دی به داسې پاک را وګرځې لکه په کومه ورځ چۍ دی مور زيږولی وي
عن أبي هريرة رضي الله عنه:
 أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة). بخاری ، مسلم ،ترمذي اونسائی ).
له حضرت ابی هريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل :
يوه عمره تر بلی عمري دهغه ګناهونو کفاره ده چې د دوی تر منځ وي او دقبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شی ندي (د مبرور معنی هغه چې ګناه پکې نه وي ،قبول شوی وي ،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي ) .
عَنْ عَائِشَةَ؛ قَالَتْ: قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ عَلَى النِّساءِ جَهَادٌ؟
 قَالَ ((نَعَمْ. عَلَيْهِنَّ جِهَادٌ لاَ قِتَالَ فِيهِ: الْحَجُّ وَالْعُمْرَةُ))  (ابن ماجه ) .
 له عائشی رض نه روايت دی چې له رسول ص څخه موپوښتنه وکړه آيا په ښځو جهاد شته ؟
رسول الله وويل هو : په ښځو داسې جهاد دی چې په هغه کې قتال نشته هغه حج او عمره ده .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم؛
 أَنَّهُ قَالَ ((الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللهِ. إِنْ دَعَوْةُ أَجَابَهُمْ، وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ)) ( ابن ماجه ).
له حضرت ابی هريرة رض څخه روايت دی چې يقيناً رسول الله ص وفرمايل :
حاجيان او عمره کوونکی دالله ميلمانه دی که هغوی خدای ج ته دُعا وکړی هغه قبليوي (ځکه چې د ميمه خواهش ضرور پوره کيږي ) او که هغوی د خدای ج څخه عفوه وغواړی هغه بخښل کيږي .

 د لوي اختر د مياشتي


د لومړنيو لس ورځو فضيلتونه


فضائل العشر من ذي الحجة


الحمْدُ لله ِوكفَى والصّلاةُ والسلامُ علىَ مَنْ لاَ نَبِّي بَعدَه


الله رب العزت پخپل حکمت او پوهي سره ځني ځايونو ته په ځنيو نورو ځايونو فضيلت او برتري ورکړې او همدا شان ځنيو وختونه ته يي په نورو وختونه باندي ارزښت ورکړي له هغه وختونو څخه چې الله غوره ګرځولي، د لوي اختر د مياشتې لومړني لس ورځي دي، الله په کې نيکياني يو په دوه کوي، او دا د لوي خداي له اړخه په موږ (مسلمانانو) باندي يو خورا لوي احسان دي چې موږ ته يي داسي موسمونه را په برخه کړي چې عبادت لږ او ثواب يي ډير وي. حضرت ابن عمر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړي دي چې انحضرت وفرمايل : ستاسو او د يهوديان او د نصرانيانو مثال داسي دي: چې يو سړي مزدوران په مزدوري نيول وي او بيا داسي ووايي چې څوک ماته د سهار نه تر غرمې پوري په يوه اشرفۍ کار کوي؟ نو يهوديانو مزدوري وکړه. بيا يي وويل چې له غرمې نه تر مازديګر پوري څوک په يوه اشرفۍ کار کوي؟ نو نصرانيانو (عيسايانو) کار وکړ.او بيا يي وويل چې مازديګر نه تر ماښام پوري څوک په دوه اشرفۍ کار کوي؟ نو بيا تاسو يعني مسلمانو کار وکړ ، نو يهوديان او نصرانيان په قهر شول او وويل چې دا ولي؟ کارموږ ډير وکړ، او پيسي مو موږ ته لږ راکړي ؟ هغه ورته وويل : ايا ستاسو په حق کې مې څه کمي کړي ده ؟ هغوي وويل چې نه. نو بيا هغه وويل دا زما خوښه ده چې چاته څومره ورکوم. صحيح بخاري

 ځيني هغه دليلونو چې د دي لس ورځو فضيلت پري ثابتيږي ، الله رب العزت په دي ورځو باندي لوړه (قسم) کړې ده. والفَجْر وليالٍ عَشْر ژباړه : قسم دي په سهار او قسم دي په شپو لسو باندي . ابن کثير رحمه الله ليکلي دي چي دا لس شپې د لوي اختر لومړني لس ورځي دي او دا خبره يي د ابن عباس او ابن زبير رضوان الله عليهم او نورو مختلفو مخکنيو او روستنيو علماو نه روايت کړي ده. شاه ولي الله دهلوي رحمه الله ليکلي دي چې : الفَجْر نه مطلب د لوي اختر ورځ ده او وليالٍ عَشْر نه مطلب د لوي اختر نه مخکيني لس ورځي. او شيخ الاسلام ابن تيميه او ابن قيم رحمهم الله هم همدا خبره ترجيح کړې ده.

او دا هغه لس ورځي دي په کوم کې چې الله موږ ته د حج کولو، او د ذکر کولو حکم کړي دي ، الله تعالی فرمايلي دي: (وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ) الحج /28

ژباړه : او اعلان وکړه په خلکو کې د حج، نو راځي به تاته پياده او سوار په هره تيز رفتاره سوارلۍ، چي راځي به د هري لاري لري نه ددي لپاره چي حاضر سي فايدو خپلو ته، او ياد کړی نوم د الله تعالی په ورځو معلومو کې په هغه څه چې ورکړي دې دوي ته الله تعالی د څاروو نه . ابن عباس رضي الله عنه فرمايلي د أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ نه مراد د لوي اختر لومړي لس ورځي دي. (بخاري باب العيدين )

او په يو بل حديث کې راغلي چې د دنيا غوره لس ورځي هم دا دي ( صحيح الترغيب / الباني )

او په همدي لس ورځو کې يو ورځ د عرفات ورځ ده، او د عرفات په ورځ کې الله د بندګانو ګناهونه معاف کوي او له دوزخ څخه يي ازاد وي او ځيني نورو ته جنت ورپه برخه کيږي، او که په همدي لس ورځو کې يواځي د عرفات ورځ وي نو همدا يي د برکت او غوره والي لپاره کافي وه. د عرفات په ورځ الله تعالی د بندګانو دعاګانې قبلوي

او په همدي ورځو کې يو ورځ د لوي اختر د قرباني ورځ ده.رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:(( إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ)) (سنن ابي داود) ژباړه:(يقينا چې د الله په نيزد له ټولو ورځو نه غوره ورځ د قرباني ورځ اود قرباني نه وروسته ورځ). دقرباني ورځ خو د حج اکبر ورځ ځکه ده چې خلک په مزدلفه کې د دعا او ژړا نه روسته د لوې جمرې ( شيطان ) دويشتلو لپاره ځي او بيا د کعبه په طرف د طواف لپاره ځي او بيا د سر ويښتان واړه يايي خريي (کَلْ کوي) او بيا قرباني کوي.

او دا لس ورځي دومره مبارکې دي چې الله تعالی په کې مالي او بدني او قلبي  عبادتونه ټول ،راټول کړي لکه : لمونځ ، روژه ، حج او د الله په لار کې خرچه کول. ابن قيم پخپل کتاب التبيان في اقسام القران کي ليکلي دي چي په کومو ورځو کې دومره نيک عملونه را ټول سوي وي دا ددې وړ ده چې د الله له اړخه قسم په ياد شوي وي .

په دي لس ورځو کې د نيکو اعمالو د کولو ثواب ته ځير سي  عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم  أَنَّهُ قَالَ:((مَا الْعَمَلُ فِي أَيَّامٍ أَفْضَلَ مِنْهَا فِي هَذِهِ)). قَالُوا : وَلَا الْجِهَادُ ؟ قَالَ:((وَلَا الْجِهَادُ ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ يُخَاطِرُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ بِشَيْءٍ)).(بخاري،مسلم) ژباړه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلى الله عليه وسلم  فرمایلی چې بله هیڅ ورځ داسی نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وی لکه پدی لسو ورځو کې , صحابه کرامو عرض وکړو, يا رسول الله : جهاد هم ددې ورځو دعمل برابر ندی ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې دشوي نيک عمل برابر ندی، مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي). که غواړي چې ددې ورځو فضيلت مو په ذهن کې پاتې سي نو لاندي حديث په غور سره ولولي او بيا يي مخکيني حديث سره مقايسه کړي . عن أبي هُرَيْرَةَ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم  فَقَالَ :دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ؟ قَالَ:لاَأَجِدُهُ) قَالَ:(هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَ لاَ تَفْتُرَ ، وَتَصُومَ وَ لاَ تُفْطِرَ ))؟ قَالَ : وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ ؟ بخاري ومسلم

ژباړه: ابو هريرة د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړي فرمايي : يوه ورځ  يو سړی رسول الله ته راغي او وويل :داسي عمل ما ته را په ګوته کړي چې د جهاد سره په ثواب کې برابر وي ؟ هغه ورته وويل: چي داسي عمل نه وينم چي په ثواب کې د جهاد برابروي.بيا يي ورته وويل چي : ايا داسي کولي سي چې کله مجاهد له کور ووځي او ته خپل جومات ته ننوځي او دومره لمونځ وکړي چي ستړي نسي او پرله پسي روژه ونيسي او ماته يي نه کړي) هغه وويل چې دا څوک کوي سي!!). او په دي لس ورځو کې د نيک عمل کولو ثواب تر جهاد کولو هم زيات دي .

ښه دومره با ارزښته ورځي بايد څنګه استقبال سي؟

لومړی: بايد هر مسلمان د ټولو ګناهونو نه ټينګه توبه وباسي او کلکه اراده وکړي چې بيا به  دالله نافرماني نه کوم، او په رښتيا سره دې د نيکو اعمالو د کولو تصميم ونيسي او هر څوک چي الله سره رښتيا ووايي الله يي کارنو په رښتيا کوي ،

دوهم : په دي ورځو کې حج او عمره کول که د چا وس وي  عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم  قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة). بخاری ، مسلم ،ترمذي اونسائی ). له حضرتابی هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل:يوه عمره تر بلی عمري دهغه ګناهونو کفاره ده چې د دوی تر منځ وي, او دقبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شی ندي (د مبرور معنی هغه چې ګناه پکې نه وي ،قبول شوی وي ،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي ) .

دريم : په دې ورځو کې روژه نيول، ځکه چې روژه نيول غوره عبادت دي او روژه الله ځان ته خاص کړي، او څوک چې يو ورځ د الله په لار کې روژه ونيسي الله به يي د اويا کالو په مسافه له دوزخ څخه ليري وساتي ، خو د نهمي ( عرفات ) د ورځي روژه نيول پرته له حاجي نه نورو مسلمانانو ته  سنت ده رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي : صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده) مسلم. ژباړه : د عرفات د روځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.

څلورم :او په دې ورځو کې تکبير تهليل، ويل سنت دي امام بخاري رحمه الله ليکلي دي:(كان ابن عمر وأبو هريرة يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناسُ بتكبيرهما) صحيح بخاري (1/329) ژباړه: ابن عمر او ابو هريرة رضوان الله عليهم به په دې لس ورځو کې بازارنو ته وتل او تکبير به يي ويلي او خلکو به هم ورسره ويلي. او دې تكبير الفاظ داسې دي: الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد او دا تکبير د عرفات دورځي له ماسپښين نه او حاجيان به يي د اختر له ماسپښين نه د اختر تر دريمې پوري له هر لمونځ نه ورسته هم وايي .

 اود لوي اختر په ورځ کې قرباني کول واجب ده ، په هغه چا چي زکات فرض وي او د لوي اختر په ورځ غوره عبادت چې د الله نيزدېوالي پري حاصليږي هغه قرباني کول دي ، او همدا د مسلمان د تقوی نښاني ده

او لکه څنګه چې په دې ورځو کې ثواب يو په دوه کيږي همدا شان ګناهونه هم په کې څو چنده کيږي نو بايد انسان ډير کوښښ وکړي چې په دي ورځو کې ځان له ناوړه کارنو نه وساتي.اوپه اخر کې د الله نه دعا کوم چې ما او تاسو ته د صالح عمل کولو توفيق راکړي ، وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه وسلم .
د حج قسمونه :

د حج دری قسمونه دي تمتع ،قِران او افراد او دا فرق د احرام تړلو په وخت کې په نيت کولو سره کيږي ددی وجې د احرام ډولونه هم بلل کيږي .

۱- تمتع :

 د حج هغه طريقي ته وايي چې د حج په زمانه کې احرام وتړي عمره وکړي او بيا احرام مات کړي او بيا يې د حج د فرايضو د اداکولو د پاره دوهم ځل احرام وتړي .

 يعنی حج تمتع دا دی چې حاجی حج اوعمره خوا په خوا سره وکړي ليکن په داسې شکل چې د هر يو د پاره جلا جلا احرام وتړي او له عمرې کولو وروسته احرام مات کړي او بيا د حج د ادا کولو د پاره احرام وتړي تمتع معنی ده ګټه پورته کول د عمرې او حج تر منځ موده کې حاجي احرام په ماتولو سره د حلالو څيزونو څخه ګټه اخلې کوم چې هغه د احرام په موده منع ؤ په همدې وجه ورته تمتع وايي .

د تمتع حج طريقه :

د تيرو لارښونو سره سم سره ددی چې د حج نيت مو دی ،د عمرې په نيت احرام وتړئ لږ تر لږه دری ځله تلبيه وواياست ، طواف او سعی وکړئ سر وخرياست يا يې ويښتان لنډ کړئ په دې توګه مو عمره بشپړه شوه له احرام ووځئ بيا چې کله د حج موده پيل شوه د حج د فرايضو د ادا کولو د پاره دوباره احرام وتړئ .

يادونه : پرمتمتع حاجې باندې طواف قدوم واجب نه دی . تر عمرې وروسته چې هر څومره نفلي طوافونه کوي ودې کړي .

۲- قران :

د حج هغې طريقي ته وايي چې حاجې په يو ځل د عمری او حج دواړو د پاره احرام وتړي قران معنی ده يو ځای کول ځکه د حج په دغه طريقه کې عمره او حج سره يو ځای کيږي .

حج قِران تر مفرد او تمتع غوره دی : د حضرت عبدالله ابن مسعود بيان دی چې رسو ل الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :حج او عمره يوځای سره ادا کړي ځکه چې دا دواړه ناداری او ګناهونه (له بنده نه داسې ) ختموي لکه بټۍ چې د اوسپنې اوسرو زرو او سپينو زرو خيري له منځه وړي . (ترمذي ) .

دقران حج طريقه :

د تيرو لارښونو سره سم سره د حج او عمرې په نيت احرام وتړئ لږ تر لږه دری ځله تلبيه وواياست ، طواف او سعی وکړئ په دې توګه موعمره بشپړه شوه خو سر مه خرياست بيا طواف قدوم وکړئ (طواف قدوم سنت دی ) په پريښوولو یې دم نه واجبيږي که غواړئ چې د طواف زيارت سعی تر دغه طواف وروسته وکړئ نو په دې طواف کې (اضطباع ) او (رمل ) هم وکړئ تر دې طواف وروسته د اختر د ورځې تر سرخريلو پورې په احرام کې ووسئ ددی حج نور اعمال همغه د حج عمومې اعمال دی .

۳- - افراد :

يواځې د حج د پاره احرام تړلو ته افراد وايي اواحرام تړلو واله ته مفرد وايي .

د مفرد حج طريقه :

له ميقات نه يوازې د حج احرام تړل کيږي ،لږ تر لږه دری واره تلبیه ويل کيږي ،طواف قدوم ادا کيږي که تر طواف قدوم وروسته د طواف زيارت سعی کوي نو په طواف کې اضطباع او دهغه په لومړيو درو شوطونو کې رمل کيږي .
خو که سعی نه کوي نو په طواف کې اضطباع او رمل مه کوئ د
مفرد لپاره سعی تر طواف زيارت وروسته افضل ده دا ځکه چې د
سعيی اصلي ځای تر طواف زيارت وروسته دی . سعی واجب او
طواف زيارت فرض دی .او واجب د فرضو تابع کيدای شي خو د
سنتو نشی کيدای .
داحرام تړل

د حج نيت تړلو ،دحج جامو اغوستلواو تلبيه ويلو ته احرام وايي،دحج نيت کولواو تلبيه ويلوڅخه وروسته سړی محرم کيږي لکه په لمانځه کې د تکبيرتحريمه ويلو وروسته بنده په لمانځه کې داخليږی او له خوړلو،خبرو کولو،تلل او نور ورباندې حراميږي په همدې ډول له احرام تړلو وروسته حج شروع کيږي او ډیرڅيزونه چې د احرام نه مخکې حرام نه ؤ د احرام تړلو وروسته حراميږي .

داحرام تړلو طريقه داده چې حج کونکی بايد مخکې له ميقيات راتلو احرام تړل شروع کړي اوکه څوک د ميقيات نه مخکې احرام وتړي هم جايز دی لکن که د ميقيات نه تير شي اواحرام يې نه وي تړلی نودا مکروه تحریمی ده .نود مکی پر ځمکه د قدم ايښودلو سره سم احرام تړل ضروري دي .

ميقيات : ميقيات دوه قسمه دی مکانی او زمانی .

۱- ميقيات مکانی : د هر طرف څخه د راتلونکو حجاج ميقيات معلوم دی د افغان حجاجوميقيات يلملم دی خو اسلامې فقه ليکي کوم چې د طیاري له لارې په جده کې کښته کيږي په جده کې هم احرام تړلای شي

۲- ميقيات زمانی : هغه د حج ټاکل شوي ورځې دی .

د احرام تړلو سنته طريقه :

۱- د احرام تړلو مخکې مستحب دی چې نوکونه ،د تخرګ او شرمګاه ويښتان او دبدن نور ويښتان لري کړي ځکه چې د احرام په حالت کې يې لری کول منع دی ،وروسته به په ښه شان سره غسل وکړي او خوشبوئي به ووهي.

۲- د غسل نه ورسته به سړی خپلې ګنډلی جامې وباسي او ناګنډل شوي لنګ به ووهي د هغه له پاسه به څادر واغوندې د لنګ او څادر نوی سپين رنګ بهتره دی خو که بل رنګ مينځل شوي وی باک نلري .

۳- د احرام جامی يې چې واغستلې که مکروهه وخت نه ؤ نو دوه رکعته نفل لمونځ به داحرام په نيت سره ادا کړي په دواړو رکعتو کې به قل اغوذ بارب الفلق او قل هو الله لوستل سنت دی .

۴- د لمانځه وروسته به د حج يا عمری د کوم يې چې اراده کړي وی نيت وکړي

که د عمری اراده يې وي نودحج په ځای به د عمری الفاظ ووايي او که قِران يعنی د دواړو حج او عمري اراده يې وي نو د دواړونيت دې وکړي .

تلبيه :

نيت نه پس به په اوچت آواز تلبيه ويل شروع کړي (لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك) په مفرد او قِران کې د تر هغه پوری تلبيه کوي څوپورې چې د ۱۰ ذوالحجه د رمی د جمره عقبه نه فارغ شوی نه وي د لمانځه نه علاوه هر وخت په لوړځای د ختلواو د کوزيدلو سورلی ته د پورته کيدو او کښته کيدو په وخت کې – که متمتع وي نود حجرالاسود د ښکلولو وروسته به تلبيه پريږدي .

د احرامو تړلو نه پس د حج يو فرض ادا شو .

د ښځو احرام : ښځی به هم ټول ذکرشوی اداب په نظر کې نیسی صرف په دريوڅيزونو کې له نرينوو سره فرق لري :

۱- ښځه به داسې ګنډل شوی جامی اغوندی څنګه چې د احرام نه مخکې يې اغوستی او خوشبويی به نه وهي .
۲- سړو لپاره په احرام کې سر پټول منع دی او ښځه د پاره چې څنګه د احرام نه مخکې د سر اوويښتانو پټول 

طواف کولو طريقه 

طواف په لغت کې له يو شي څخه چاپيره ګرځيدلو ته وايي او په اصطلاح کې د کعبي شریفي نه په اخلاص سره چاپيره ګرځيدلو ته وايې طواف د حج دوهم رکن دي په دري ډوله دی اول سنت طواف دوهم فرض او دريم واجب طواف دی .

۱- طواف قدوم : طواف قدوم يا تحِته يا د سلام کولو طواف دا طواف سنت دی او مسجدحرام ته د رسيدلو سره سم ادا کيږي .

په مفرد او قران کې دومره فرق دی چې قارن به مخکې د عمری طواف کوي بيا به طواف قدوم کوي او مفرد به صرف طواف قدوم کوي او په متمتع دا طواف نشته .

۲- طواف زيارت :

دا طواف فرض دی د حج دوهم رکن دی که پاتی شي حج نه صحيح کيږي غوره وخت يې لسم د ذولحجی (داختر لومړی ورځ) ده خو که په څه وجه پاتی شي نو په یولسم او دولسم د ذوالحجي هم ادا کيدای شي .

۳- طواف وداع يا طواف  صدر :

کله چې حاجې د حج نه فارغه شي د مکې مکرمي څخه د رخصتيدو په وخت کې به دا طواف کوي دا د وداع يا خدای په امانی طواف  دی چې حکم يې واجب دی .

د طواف کولو مسنونه طريقه :

کله چې حاجی مکي ته ورسيږي په ادب او عاجزی سره به مسجدالحرام ته داخل شي او کله يې چې په کعبه شريفه سترګې ولګيدې نو تکبير،تهليل او درود به ووايې وروسته به دا دعاوکړي :

اَللّهُمَّ اغْفِرلِیْ ذُنُوْبِیْ وَافْتََحْ لِیْ اَبْوَابَ رَحْمَتِکَ

ای خدايه ! زما ګناهونه معاف کړي او زما لپاره د رحمت دروازي خلاصی کړی .

دمسجدالحرام نه د وتلو په وخت کې به دا دعاوايي :

 اَللّهُمَّ َافْتَحْ لِیْ اَبْوَابَ فَضْلِکَ وَسُهِّلْ لِیْ اَبْوَابَ رِزْقِکَ

ای خدايه ! زما لپاره دې دخپل فضل او کرم دروازې خلاصی کړي او زما لپاره د رزق زريعی آسانه کړي .

د طواف نه مخکې دې حاجی د احرام څادر له ښی تخرګ نه وباسي او په ګينه اوږه به يې واچوي ديته په شريعت کې اضطباع وايې ددی نه پس به د کعبې طرف ته مخ کړي دحجرت اسود او رکن يمانی تر منځ به ودريږي د طواف نيت به وکړي

اَللّهُمَّ اِنِّیْ اُيْدُ طَوَافَ بَيْتِکَ الْمُحَرَّمِ فَيَسِّرْهُ لِیْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّیْ

ای خدايه ! زه ستا د محترم کور طواف کول غواړم نو زما لپاره يې ادا کول اسانه کړي او زما د طرف نه يې قبول کړی .

 ددی نه وروسته به استلام وکړي استلام په لغت کې لاس وروړل اوښکلول ته وايې او په اصطلاح کې له استلام نه مقصد دحجرالاسود ښکلول او رکن يماني ته لاس وروړل دي د طواف د هر دور شروع له حجرالاسود نه کيږي چې کله بيرته حجرالاسود ته راورسيږي نو يو دور يا ګردش به پوره شي .

بيا به د بيت الله شريف او حطيم (حطیم هغه ځای دی چه په بیت الله پورې اړه لري) په څاپیر له ښی خوا نه په طواف شروع وکړی او اوه ګردشه به پوره کړی په داسې ډول چه په دریو لومړيو ګردشونو کې به پهلوانی تګ کوي او په نورو څلورو ګردشونو کې به په عادي حال ګرځي .
که يې وس رسيدلو نو د هر ګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسيدو سره هغه ښکل او مسحه کړي او که ذياته ګڼه ګونه وه وسه يې نه وه او د حجراسود په ښکلولو سره خلکو ته د تکليف رسيدلو ويره ؤ نو مخامخ به ورته و دريږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څير اشاره کوي .

په طواف کې واجبات :

۱- طهارت ۲- سترعورت ۳- د ښی طرف نه د طواف شرع کول او کعبه کين لوری ته ساتل ۴- که څه عذر نه وي نو پياده طواف کول ۵- په ولاړه طواف کول ۶- دحطيم د بهر نه طواف کول ۷- اوه دورې طواف کول .

که له واجبتو څه پاتي شي دوهم ځل به يې ادا کوي که دوهم ځل يې ونه کړي نو يو قربانی ورباندې لازميږي .

کوم څيزونه چې په طواف کې حرام دي :

۱- د جنابت او بې اودسی په حالت کې طواف کول ۲- د ستر ښکاره کيدل ۳- کعبه خپل ښی طرف ته ساتل یعنی په چپ دور طواف کول ۴- په ناستی سره طواف کول ۵- په حطيم کې دننه طواف کول ۶- بغيرله څه مجبوری نه په سورلی سره طواف کول ۷- داوو ګردشونو نه کم طواف کول .

کفاره : که د بې اودسی په حالت کې طواف وشي کفاره يې کډ يا چيرلی دي او که د جنابت په حالت کې طواف وشي نو کفاره د غوا يا اوښ قرباني ده ځکه چې دا لوی جرم دی ددی نه علاو نور که پاتي شي دوباره به يې اداکوي او که ادا نه شي يو قرباني به اداکوي .

په طواف کې مکروهات :
۱- که د طواف په حالت کې په بدن يا جامه نجاست خفيفه لګيدلی وی ۲- د ذکر او دعا پر ويلو پر ځای فضولی او عبسی خبرې ۳- د څه شي خوړل ۴- اخستل او خرچول کول ۵- د يو يا دوه دوره ګردش نه پس هسی کيناستل ۶- د طواف پوره کولو نه پس په مقام ابراهيم باندې د لمانځه ادا کولو نه مخکې بيا بل طواف شروع کول ۷- اضطباع نه کول ۸- دحجراسود استلام پريښودل ۹- د ذکر او دعا ډير په چغو چغو لوستل که نور څوک داسې کار کوي هغه ته بدرد ويل نه دی پکار بلکی خپله ورڅخه پرهيزکول .

په مقام ابراهيم کې لمونځ :

د طواف له اداکولو وروسته به مقام ابراهيم ته لاړشي او دوه رکعته لمونځ به وکړي بيا به ملتزم ته لاړشي هلته به په عاجزۍ سره دعا وکړي بيا به زمزم ته لاړ شي په ولاړه به په دريو ساه د هغه اوبه وڅښي .

سعی .

سعی په لغت کې کوښښ کول،منډې وهلو او په اهتمام سره تللو ته وايې او په اصطلاح کې د سعی نه مراد د حج هغه واجب عمل دی چې په هغی کې حاجيان د صفا او مروه په نومونو دوه غونډيو ترمنځ سعی کوي نن سبا د دغه غونډيو څه معمولی شانته نښی پاتی دی چې اوس يې پر ځای دوه څلی د ميلين الاحضرين په نوم جوړکړي لومړی صفا ته خيږي دعا به کوي هر کله چې لومړي ميل ته ورسيږي نو په معمولی رفتار سره به منډی شروع کړي ډيرتيز به نه زغلی او نه به نورو ته تکليف رسوي هرکله چې دوهم ميل ته ورسيږي منډی به ودروي او عادی تګ سره به مروه ته وخيږی دعا به وکړي چې په دې سره يوځل پوره شو په همدې ډول به اوه کرته پوره کړي .

په سعې کې واجبات :

۱- د صفا او مروه ترمنځ څلورځله يا تر هغه زياتی پیری کول ۲- سعی په پیاده تلو سره ۳- سعی د طواف نه پس کول .

سعی په اوداسه سره کيږي.

ددې عمل چې واجب دی په ترک کولو سره يوه قربانی لازميږي.
مکروهات : د اوه ځله نه کم مکروه دی ۲- د ميلين احضرين په منځ کې سعی نه کول ۳- د صفا پرځای له مروه نه سعی شروع کول ۴- د ميلين احضرين په منځ کې سعی نه کول ۵- د ميلين نه علاوه په بل ځای کې منډی وهل .

په منی کې :

د طواف قدوم او سعی نه چې فارغ شي څو پورې چې په مکه کې وي تر هغه به په موقع کې د کعبی طواف کوي طواف به داسې کوي لکه څنګه چې مخکې ذکر شو البته پدې کې به د رمل او طواف نه پس سعی نه کوي – بيا به د ذولحجی په آتمه ورځ د صبا لمونځ په حرم شريف کې وکړي منی ته دې روان شي او يو ورځ دی هلته پاتي شي په نهم تاريخ به عرفات ته روان شي په منی کې د حج کوم عبادت نه کيږي صرف هلته په اتم تاريخ رسيدل او په نهم تاريخ عرفات ته روانيدل سنت عبادت دی .

 په عرفات دريدل :

عرفات د حج دريم فرض دی چې يواځې يوه ټاکل شوی ورځ لري که له ټاکل شوي ورځې تأخير شي نو حج له سره نه صحيح کيږي .

د عرفات وخت د نهم تاريخ له ماسپخين شروع د لسم تاريخ ټوله شپه پورې په هر وخت کې چې قيام وشي فرض ادا کيږي .

د عرفات سنته طريقه او آداب :

غوره داده چې د صبا لمونځ په منی کې وشي او دلمر ختلو وروسته عرفات ته روان شي هلته خپل موقعيت ته ځان وسوي تر زواله پوری اودس ،غسل وکړي بيا هلته امام د جمعی په شان دوي خطبی لولی چې د هغی په غور اوريدل ضرور دی بيا د امام سره د ماسپخين او ماذديګر دواړه لمونځونه يوځل وکړي ،کچيري لمونځ ځانته وشي نو بيا يې يوځای کول صحي نه دی .

وروسته امام د موقوف په لورې روانيږی چې بايد ټول خلک په امام پسی لاړشي دا ځای جبل رحمت ته نږيدی دی کوم ځای کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په آخری حج کې دعا کړي ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي پدی ورځ شيطان تر بلی هري ورځې نه ذيات ذلت او خواري وينی ځکه چې د بندګانو لوی ګناهونه معاف کيږي .

نبی اکرمصی الله عليه وسلم  چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زاری باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس رضی الله عنه يې داسې روايت کوي :
چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم   په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا يې غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چا نه يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی الله عليه وسلم   د امت د بخښنی لپاره دعا کوله .

دجمرو ويشتل او مکی نه د رخصتيدو وروستی طواف


په مزدلفه کې : په نهم تاريخ د ماښام لمانځه نه مخکې به ټول خلق مزدلفی ته لاړ شي هلته به بعير له وادﺉ محسر نه علاوه هرځای دريدای شي په مقام محسر کې ځکه دريدل منع دی چې پدی ځای کې د ابرهه لښکری الله جل جلاله تباه کړي نو دا دالهی عذاب د نزول ځای دی د لسم شپه به همدلته تيره کړي .

بيا منی ته راتګ :دمزدلفی نه به په لسم تاريخ د لمر ختلو مخکې منی ته روان شي او له ځانه سره به دمزدلفی په لاره دجمرو لپاره ډبری اخلی .

دجمره عقبه رمی :

رمی په لغت کې غورزولو او نښی ويشتلو ته وايې او په اصطلاح کې له رمی نه مراد د حج هغه عمل دی چې حاجی د ډبرو په وسيله دری څلي ولي ،جمرات د جمرو جمع ده جمره ګيټی ته وايی .

د مزدلفی نه چې راشي نو د جمره عقبه رمی به وکړي تنها د عقبه رمی په همدې ورځ کول پکار دي نور دوه رمی په دې ورځ نه کيږي .

د تلبيه موقوف کيدل يا دريدل : تلبیه چې د احرام له وخته شروع وه د رمی نه مخکی به يې موقوف کړي .

قرباني ،حلق اوتقصير : د رمی نه پس به قرباني وکړي دهغه نه پس به حلق ،تقصير يا د سرخريل يا د ويښتانو کمول وکړي دښځو لپاره د ويښتو کټ کول نشته .

که حلق د حرم د حدودو نه بهر وشي نو ددی غلطې په وجه يوه قرباني لازميږي همدارنګه د قرباني د لسم ،يوولسم او دولسم نه په وروسته کولو يوه قربانی لارميږي .

طواف زيارت :دا طواف فرض دی که په لسم تاريخ پاتې شي په يولسم او دولسم هم ادا کیږي پدې طواف کې به هم په ملتزم کې دعا وکړي دحجراسود استلام کول،او په مقام ابراهيم کې دوه رکعته لمونځ کول که په طواف قدوم کې يې رمل اوسعی کړي وي نو اوس به يې نه اداکوي او که هغه وخت پاتې وي نو اوس به يې اداکوي .

د دريو واړو جمرو رمی :

په يولسم او دولسم ورځو کې به د دريو واړو جمرو کول له لومړی جمره اولی بيا جمره وسطی بيا جمره عقبه رمی به وکړي هر يو به اوه اوه کانړي ولي د کانړو د غورزولو سره به تکبير وايي .

 درمی مکروهات : ۱- پليت کانړی کارول ۲- دجمرو له خوا څخه کانړی اخيستل ۳- د اوو کانړو نه زيات غورزول ۴- تاخير کول مکروه دی يعنی د جمرو ويشتل به په مسلسل ډول وي ۵- د رمی په وخت کې تکبير پريښودل .


طواف وداع يا طواف صدر :

په دولسم تاريخ د لمر پريوتلو مخکې به له منی نه مکی ته لاړشي په لاره کې به په وادﺉ مُحصت کې د څه وخت لپاره کوز شي دلته کوزيدل سنت دي دعا به وکړي ښه دا ده چې د ماسختن لمونځ هم دلته وکړي بيا به مکې ته راشي په مکه کې چې هرڅو پورې يې خوښه وي پاتی کيدای شي کله چې له مکی نه رخصتيږي نو طواف وداع به کوي دا دخدای په امانۍ ورستی طواف دی .

دحج د اداکولو طريقه

کله چه حاجی مقيات ته ورسي نو له هر څه لومړی بايد اودس يا غُسل وکړي غسل کول غوره دي ، بيا احرام (یولنګ او يو څادر چه نوی يا منځل شوی وي) واغوندي او خوشبوئي به هم ووهي ،دوه رکعته لمونځ د اداکولو وروسته به د حج نيت وکړي دنيت په پای کې به تلبيه ووايې او دتلبيې په الفاظو کې به کمی نه راولي .

کله يې چه تلبيه وويله نوحاجی پوره محرم شو او د عبثوخبرو ،جنګ کولو،حلالي کولو ښکار کولو ،خولۍ او پګړﺉ په سر کولو ،سر اومخ پټولو،خوشبويی استعمالولو،ويښتانوخريلو،نوکانو اخيستلواو داسې موزو په پښوکولوڅخه چه ښنګري پټوي بايد ځان وژغوري .

حمام ته ننوتل ،غسل کول ،اودملاڅخه هميانۍ تړل ورته روا دي .

کله چې حاجې احرام وتاړه نوپه هر لمانځه پسي به تلبيه ډيره ډيره وايې او هم به اوچتو ځايونو ختلو او ښکته کيدلو په وخت کې تلبيه وايي .

څه وخت چې مکي ته ورسيد کعبې ته به لاړشي او دهغې په ليدلو به تهليل او تکبير داسې ووايي : لااله الاالله والله اکبر ،بيا به حجرالاسود ته مخ واړوي تکبير ،تهليل او درود به ووايي،.وروسته له هغې به لاسونه غوږونوته پورته کړي او که توان اوقدرت يې وي حجرالاس حجرالاسود به ښکل او مسحه کړي .

بيا به د بيت الله شريف او حطيم (حطیم هغه ځای دی چه په بیت الله پورې اړه لري) په څاپیر له ښی خوا نه په طواف شروع وکړی او اوه ګردشه به پوره کړی په داسې ډول چه په دریو لومړيو ګردشونو کې به پهلوانی تګ کوي او په نورو څلورو ګردشونوکې به په عادي حال ګرځي .

که وسه يې کيدله نوپه هرګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسيدو سره هغه ښکل او مسحه کړي او که وسه يې نه وه نو مخامخ به ورته ودريږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څير اشاره کوي .

داطواف سنت دی او د طواف قدوم په نامه ياديږي .

هرکله چه له طواف څخه وزګار شي نوبيا به دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهيم او يا دجومات بل داسې ځای کې وکړي چه هلته امکان لري .

وروسته له هغوبه په صفا وخيږي او دبيت الله په لور به مخ کړي ،تکبير ،تهليل او درود به ووايي او دلاسونو په پورته کولوسره به خپل ځان او نورو ټولو مؤمنانو ته د خير دعا وکړي .بيا به په عادي تګ سره مروی ته کوز شي . کله چه دصفااو مروی منځ ته ورسيږي نو دميلين احضرين (دوه شنوڅلو)ترمنځ به سعی او منډه وکړي او مروی ته به د رسيدو په وخت کې د بيت الله په لور مخ کړي او دصفا دعا ګاني به وکړي .

دصفا او مروی تر منځ تګ راتګ چه له صفا نه يې پيل کوي او په مروی يې ختموي ټول اوه ګردشه پوره کوي په داسې ډول چې هر ځل تګ يو ګردش او بيرته راتګ بل ګردش شميرل کيږي .

د ذی الحجی د اتمې ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی د اتم ورځې (چه د ترويه ورځ يې بولي ) د سهار د لمانځه نه ورسته مِنی ته لاړشي او نهمه شپه به هلته په منا کې وکړي .

د ذی الحجی د نهمی ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی په نهمه ورځ عرفات ته لاړشي او دلمر د زوال نه وروسته به دماسپښین او مازديګرلمونځونه په يو آذان او دوه اقامتونو سره په یو وخت کې په جماعت وکړي او که چا په يواځې ځان سره بې له جماعت لمونځ کاوه نو دهر وخت لمونځ به بيل بيل او په خپل وخت اداکړي .

بيا به دعرفات په غونډۍ چه جبل الرحمت نوميږي ودريږي اوپه پوره عاجزۍ او زارۍ سره به دخير دعاګانې وکړي .

دبطن عُرينه نومی ځای نه پورته د عرفات نور ټول ميدان د موقف (ددريدو ځای) دی ،کله کله چه لمرپريوځې نو حاجی به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شي او هلته به د مشعرالحرام سره نژدي شپه وکړي ځکه چه په دغه ځای کې شپه کول مستحب دي .

همدلته به حاجيان د امام سره يو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو اذان او يو اقامت په جماعت سره وکړي. خو که چا د ماښام لمونځ په لار کې يوازی کړی ؤ نو بيا پرې د لمانځه ګرځول لازم دي څو دامام سره يې په جماعت ادا کړي .

د ذی الحجی د لسمی ورځې مناسک :

کله چه په مزدلفه کې په حاجيانو سبا شي نو په تياره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړي اوخپل ځان او نورو مسلمانانو ته به دعا وکړي .پرته له بطن محسر څخه د مزدلفې ټوله ځمکه موقف (د دريدو ) ځای شميرل کيږي . بيا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ويشتلو لپاره د منی په لور روان شي ،اوهلته به په اوو کاڼو جمره وولي .

کله چه له جمري ويشتلو نه وزګار شي نو بيا به ذبح (حلاله )وکړي او خپل سر او سنت به هم وخروي .بيا به مکی ته راشي طواف زيازت به وکړي – اوس د احرام ټولی پابندی ختمی شوی .

د اختر له دريمې ورځې نه وروسته ددی طواف کول مکروه دي او په وروسته کوونکوي يې دم لازميږي .

د ذی الحجی د يوولسمی او دولسمې ورځې مناسک :

حاجيان به په دغو ورځو منی ته ځې او دزوال نه وروسته به دري واړه جمري ولي د جمرو ويشتلو په وخت کې به تکبيرونه وايې او بيا به دعا کوي د جمري ويشتل به له هغې جمري څخه پيل کوي کومه چې مسجد حنيف ته نژدي ده . په پای کې به د عقبی جمره وولي بيا به بيله ځنده مکی ته ځي او په محصب نومي ځای کې به کوز شي او حرم ته به ننوځي او دبيت الله شريف طواف به پرته له پهلوانۍ وکړي . داطواف په اطرافي حاجيانو واجب دی او دطواف وداع په نوم ياديږي .

په مکه کې په اوسيدونکو حاجيانو باندې دا طواف نشته .

ښځه په ټولو ذکر شوو حالاتو کې د نر په شان ده ،خود نر سره دومره فرق لري چه ښځه سرنه لوڅوي ،آواز به نه اوچتوي ،د میلين احضرين ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې به سعی او منډه نکوي ،سربه نه خروي او په ټولو مراسمو کې به مخ سوڅ ساتي مګر د مخالت کولو په صورت ورباندې دم يا صدقه لازميږی .

دحج ارکان ،واجبات او سنتونه

الف : د حج ارکان : هغه افعال دي چه که له حاجی څخه پاتې شي نوحج يې نه صحيح کيږي اوهغه دری دی 1- په عرفات دريدل 2- طواف زيارت يا افاضه 3- احرام

د حج واجبات :


1- له مقياتو څخه احرام تړل

2- په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .

3- د طواف نه ورسته دوه رکعته لمونځ کول .

4- په اوداسه سره طواف کول .

5- د حجرالاسود نه په طواف پيل کول .

6- د بيت الله او حطيم په چاپير طواف کول .

7-  په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .

 8- سعی د صسعی د صفا څخه شروع کول او په مروی پای ته رسول .

9- په سعی کې اوه کردشه پوره کول .

10- د عرفی د ورځی د زوال نه ورسته تر ماښام پورې په عرفات ودريدل .

11- په مزدلفه کې د مشعرالحرام سره يوه شيبه ودريدل .

12- د اختر په ورځو کې د عقبی جمرې ويشتل .

13- د حج يا عمرې په پای کې د ويښتانو خريل يا لنډول .

14- د اختر په اوله ورځ قرباني کول (د څاروي حلالول) اول ذبح بيا د ويښتانو خريل

15- د صفا او مروی د سعی کولو لپاره نيت کول .

16- طوا ف صدر کول

که له حاجی څخه کوم واجب عمل ترک شي نو دم (د څاروي حلاول ) پری لازميږي که يې دا په توان کې نه وي يعنی اقتادی توان ونه لري نو لس روژی به نیسی دری ورځې په مکه کې او پاتی چې کله کور ته ورسيږي .

د حج سنتونه

1- د احرام تړلو لپاره۹ غسل .

2- طوا قدږم کول .

3- د احرام تړلو په وخت کې خوشبويي استعمالول.

4- تلبيه ويل

5- په هغه طوا کې د پهلوانۍ پيښي کول چه وروسته ترې د صفا او مروي سعی کيږي .

6- په طواف کې د پيهلوانۍ پيښی کول .

7- د طواف نيت کول .

8- د طواف ګردشونه .

9- د طواف ګردشونه په پرله پسې ټوګه سرته رسول .

10- د سعی ګردشونه په پرله پسی ډول کول .

11- د عرفات لپاره په منا کې شپه کول .

12- په عرفات کې د ماسپښين او مازديګر لمونځونه يو ځای د ماسپښين په وخ په حماعت ادا کول .

13- تر عرفات وروسته په مزدل کې شپه کول
14- په عرات کې د صخري (ډبرين ځای )سره ودريدل .

عمره

دعمرې معنی ده دآباد کور اراده کول ،زيارت کول ،او دشرعی په اصطلاح کې له عمرې نه مراد کوچنی حج دی چې هر وخت کې کيدای شي ،هيڅ کوم ټاکلی وخت نلري ،عمره دحج سره هم کيدای شي او له حج نه جلا هم ،عمره په ژوند کې يوځل سنت مؤکد ده .

عمره صرف داحرام تړل ،دکعبی شريفې طواف کول ،دصفااومروه ترمنځ سعی او حلق يا تعصير کول او بس .

عمره کول په رمضان المبارک کې مستحب ده د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی :

درمضان په مياشت کې عمره کول داسې دی لکه زما په ملګرتيا حج کول (ابؤداود).

دعمرې په فضيلت کې ډیر احاديث ذکر شوي دي چه يوحديث شريف په لاندې ډول دی :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی : څوک چې له کوره دحج اوعمرې په نيت روان شي او په لاره کې وفات شي نودغه سړی به بې حسابه جنت ته داخل شي ،الله تعالی دبيت الله په طواف کونکو وياړي (البيهقي ،دارقطني ).

په حج كې هغه اصطـلاحات چې جاحې بايد ورباندې پوه وي


ديو حاجى دپاره لازم دى چې په لاندې ذکر شوؤ اصطلاحاتو باندې ځان پوهـه کړى


ايام تشريق

ايام تشريق هغو ورځو ته وائى په کومو ورځو کښې چې تکبير لوست شى، يعنې د ۹ ذوالحجې دسهار نه تر ۱۳ دذوا لحجې تر مازيګره پورې


يوم الترويه

دکومې ورځې نه چې دحج عبادات شروع کيږى چې دذوالحجې داتمې ورځې نه


يوم عرفه

دعرفې ورځ، په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان دعرفات په غونډۍ خيژى يعنې دذوالحجې نهمه ورځ


يوم نهر

په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان قربانۍ کوى دې ته يوم نهر وائى


ميقات

دمکه معظمه څلورو غاړو ته په نښه کړي  شوى مقامات دى ، چرته نه چې حاجيان دعمرې يا حج باقاعده نيت کوى


حرم

دمکه معظمې څلورو خواؤ ته تر څه اندازې لرې پورې زمکې ته دحرمت او تقدس په وجه ((حرم)) وئيل کيږى په دغو حدودو باندې نخښې لګيدلى دى په دغه علاقه کښې ښکار کول، ونې، بوټې او واښه پريکول منع دى


احرام

دحج يا عمرې دباقاعده نيت کولو نه وروسته چې کوم مخصوص لباس اغوست شى هغې ته احرام وئيل کيږى. دغه لباس په دوؤ څادرونو مشتمل چې ګنډل شوى نۀ وى، ددې اغوستلو سره ځينې حلال څيزونه هم په حاجى باندې حراميږى ځکه ورته ((احرام)) وئيل کيږى


تلبيه

هغه الفاظ دى چې دحج او عمرې په دوران کښې داحرام په وخت کښې بار بار لوستل کيږى يعنې: لبيک اللهم لبيک، لاشريک لک لبيک ان الحمد والنعمت لک والملک لا شريک لک


طواف

دالله تعالى دکور ( کعبه) نه اووۀ ځلې تاويدلو ته وائى، يو ځل تاويدلو ته (شوط) وائى کوم ځائې نه چې طواف کيږى هغې ته ((مطاف)) وائى

دطواف څلور قسمونه دى

۱: طواف قدوم

مکه معظمه کښې داخليدو سره په وړومبى ځل طواف کول، دافراد يا قران حج نيت کوونکى دپاره سنت دی نورو دپاره مستحب دی

۲: طواف زيارت

د۱۰ ذوالحجې دصبح صادق نه تر ۱۲ ذو الحجې پورې کيدے شى مګر په ۱۰ دذوالحجې باندې کول افضل دى. دا حج يو مهم رکن دی

۳: طواف وداع

بيت الله شريف نه د رخصتيدو په وخت کولے شى دا په هر چا واجب دی

۴: طواف عمره

څوک چې عمره کوى په هغوى باندې فرض دی


سعى

دصفا او مروه دغرونو په مينځ کښې څلور چکرې لګولو ته وائى


رمى

دشيطانانو ويشتل،


هدى

هغه څاروي کوم چې دقربانۍ دپاره وقف شوي  وي


قصر يا حلق

دسر خرئيل يا ويښته کټ کول

دا وؤ هغه مشهور اصطلاحات کوم چې ديو حاجى يا عمره کوونکى دپاره لازم دى چې په دې باندې دمخکښې نه ځان پوهى کړى ځينې نور اصطلاحات هم شته خو دهغې ذکر کول دلته نۀ کيږى


دحج ورځې

د ذى الحجې د اتمې نيټې نه تر ۱۲ پورې ورځو ته دحج ورځې يا ايام الحج وئيل کيږى. داتم ذى الحجې په شپه حاجيان منى ته دتللو دپاره تيارۍ کوى، وړومب حاجيان غسل کوى کۀ غسل نه شى کول نو اودس هم کول شى، احرام دې وتړى او دوه رکعته نفل دې وکړى او مونځ نه وروسته دې دحج نيت وکړى ، نيت څه په داسې شکل دی

((اللهم انى اريد الحج فيسره لى وتقبله منى، واعنى عليه وبارک لى فيه نويت الحج واحرمت به لله تعالى

ترجمه: ای الله ، زۀ دحج نيت کوم، نو ما دپاره ئې اسان کړه، او مانه ئې قبول کړه، او ددې ادا کولو کښې زما مدد وکړه، او برکت پکښې واچوه، دحج نيت مې وکړو او احرام مې وتړلو خاص دالله تعالى دپاره)) دې پسې به تلبيه شروع کوى


۸ ذوالحجه

دحج وړومبۍ ورځ

په اتم ذوالحجه به سحر وختى دمونځ نه فارغيدو سره سمدستى به دمنى په طرف روانيدل وى، دسفر په دوران کښې به تلبيه په کثرت سره وئيل کيږى، په دغه وخت کښې دغه کلمات (تلبيه)) دالله تعالى ډير خوښ وى، دغرمې نه وړاندې منى ته رسيدل وى، منى کښې به داتمې ورځې څلور مونځونه يعنې غرمې، مازيګر، ماښام، ماسخوتن او دنهمې ورځ دسهار مونځ ادا کول وى. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم پنځه مونځونه په منى کښې ادا کړى وؤ. منى کښې دا دعا لوستل پکار دى
سبحان الذى فى السماء عرشه، سبحان الذى فى الارض موطئه، سبحان الذى فى البحر سبينه، سبحان الذى فى النار سلطانه، سبحان الذى فى ال

قرباني
 
قربانی  همهغه دابراهيم ع  دستری قربانی يادګار دی  کوم چه خدای ج ابراهيم ع ته دخپل خوږ اولاد دقربانی  حکم کوی پلار اوزوی دواړه دخدای ج  حکم پرځای کوی  قوله تعالی :

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).

ژباړه :هغه هلک چه کله دهغه سره دمنډو ترړو سن ته ورسيد ،نوابراهيم ع  هغه ته وويل زويه  زه په خوب کی وينم چه ستا زبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! دهغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه  ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .

اسماعيل ع دغه وخت لا بلوغ  ته نه ؤرسيدلی خودمورجانی اوپلار سره دمنډو اوکومک سن ته رسيدلی ؤ.

اصلاً دخدای ج داسماعيل زبح کول هدف نه ؤ بلکی په ابراهيم ع يی دا امتحان وکړ چه دی  آيا د خپل خوږ اولاد قربانی ته هم تيار دی ، چه پدی امتحان کی ابراهيم ع بريالی شو دخپل زوی پرځای يی څاروی قربانی کړ .

نودا زمونږ قربانی همهغه دابراهيم ع دستری قربانی سنت دی .

ددی قربانی څخه اصلی موخه اخلاص دی ،خدای ج ته دقربانی غوښه نه رسی بلکی نيت او اخلاص  ورته رسيږی .

ابراهيم هم يو بشر ؤ اومونږ هم  هغه د خپل يوه زلمی زوی زبحی ته حاضر شو مونږ خو بايد په ډيراخلاص  د تقريباً (750-7000) افغانی  قربانی ته حاضرشو.
 

قربانی پرکومو خلکو واجبه ده :

په کومو خلکو چه دفطرصدقه واجبه وی په هغو قربانی هم واجبه ده ،مګردخپل طرف نه دخپل بالع اونابالغ اولاد دطرف نه واجبه نده اوکه څوک يی وکړی نو ثواب لری .

دقربانی وخت دری ورځی يعنی د ذوالحجی دلسم،يوولسم اودولسم دماښام پوری دی .

پدی موده کی که شپه وی اوکه ورځ قربانی کولای شی خوورځ بهتره ده.

سرسايه خود اخترله لمانځه مخکی کول ضرور دی مګر قربانی دلمانځه څخه ورسته کول ضرور دی.

دکومو څارويو قربانی کول ضرور دی:

پسه ،سريلی ،غويی،ميښه اواوښ  داپنځه ډوله څاروی که نروی اوکه ښځه قربانی يی جائزه ده.

په ګډ اوڅرلی کی يواځی يونفر اوپه غوا،ميښه او اوښ کی اوه کسان شريکدای شی .

دګډاو  وزګوړياسريلی عمربه يوکال ياترهغه ذيات وی ،خوکه ديوکال نه کم وی اوپه جسامت اوصورت کی ديوکلن په شان معلوميږی بياهم جايزدی .

غوا به دوه کاله ياتردوه کاله ذياته وی اوښ دپنځوکالوياترهغه ذيات.

دقربانی څاروی څنګه پکار دی :

دقربانی څاروی ښه اوتيارپکار دی ړوند،کوډ اولکی پری کړی څاروی قربانی صحی نده.

۱- کوډ : چه په دريو پښوځی اويوه پښه پرځمکه نشی لګولای که يی ولګوی هم تلی ورباندی نشی.

۲- دکوم څاروی چه غوږونو اوغاښونونه وی قربانی يی نه صحی کيږی.

مګرکه دوه ياڅلور غاښونه يی نه وی يايی دغوږ د دريمی  حصی نه کم پری شوی وی صحی ده .

همدارنګه که ښکريی بالکل په بيخ کی مات وی قربانی يی نه صحی کيږی اوکه لږحصه ماته وی يادپيدايښت په وخت کی نه وی نودهغی قربانی جائزه ده.

۳- دډيرخواراوډنګرڅاروی چه يواځی هډوکی اوڅرمن پاتی وی اوغوښه بالکل ونه لری په ټيله روان وی قربانی يی نه صحی کيږی .

۴- که بی خبره دڅاروی په ګيډه بچی راووت نوقربانی صحی ده که بچی يی روغ وی هغه دهم قربانی کړی.

دقربانی طريقه :

دقربانی څاروی به داسی څملوی چه مخ يی قبلی طرف ته وی اودا دوعا دی ووايی :

اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ  الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ .

ومن الله توفیق