Thursday, June 7, 2012

شرک
شرک په لغت کی د نصیب مخالطت مصابحت مشارکت په معنا سره راځی
شرک په اصطلاح کښي د الله رب العزت سره د مخلوق شریکیدل په ذات صفات عبادات افعال قوانینو کښي.

د شرک ډولونه:
۱- شرک اکبر           ۲- شرک اصغر

۱- شرک اکبر: د الله جل جلا له سره په ذات صفات افعال عباداتو قوانینو کی شریک پیداکیدل دی له همدی کبله شرک ضد د توحید او کفر ضد د ایمان دی.

د شرک اکبر ډولونه:
۱- شرک په ذات کښي     ۲- شرک په صفاتو کښي     ۳- شرک په افعالو کښي     ۴- شرک په عباداتو کښی

۱- شرک په ذات کښي: شرک په ذات کی یو کس د الله جل جلا له سره شریک جوړول د بیلګی په توګه العیاذ بالله الله رب العزت لپاره د لور او یا زوی مور و غیره ثابتول.

۲- شرک په صفاتو کښي: د الله جل جلا له سره په صفاتو کښی شریک پیداکول
د الله رب العزت سره په صفاتو کی شریک پیداکول دا دی چی الله جل جلا له صفات د مخلوق د صفاتو سره برابر کړی د مثال په توګه: د علم الغیب چی د الله جل جلا له د صفاتو څخه دی نسبت یی مخلوق ته کول.

په صفاتو کښي د مشرکینو ستونزی:

لومړی ستونزه: ځینی مشرکینو د الله جل جلا له صفات پریښي وه د مخلوق نسبت به یی الله جل جلا له ته کولو د مثال په ډول هغوی الله جل جلا له ډیر جدا ګڼلو ولی د هغه د نزدیکت لپاره به یی بوتان نیولی وه د یهودو مشرکینو به بخیل او رقابت الله جل جلا له ته منسوبول او د مکی مشرکینو به هم د مخلوق صفات لکه مذکر او مونث الله جل جلا له ته منسوبول.

دوهمه ستونزه: مشرکینو به د الله جل جلا له صفات د مخلوق د صفاتو سره تشبیه کول.

دریمه ستونزه: د الله تعالی په اسماء نو نومونو مبارکو کی توقف کول او د هغه لپاره نوی نومونه اختراع کول لکه بدوه او نور.

څلورمه ستونزه: د الله جل جلا له صفات به یی د خپل طبیعت او مزاج مطابق تشریح کول.

پنځمه ستونزه: د الله جل جلا له ځانګړی (مخصوص) صفات به یی مخلوق ته منسوبول لکه رحمن صفت د الله جل جلا له دی عیسویانو به عیسی علیه السلام ته منسوبول جادوګرانو او فالګرانو ته به یی د علم غیب نسبت کولو.


۳- شرک په افعالو کښي: د مکی مشرکینو دا عقیده وه چی په ځینی افعالو کی مخلوق کولی شی چی تصرف ( په افعالو کښی شرک) وکړی مثلا: انسان کولای شی لمر او سپوږمی راوخیژوی او ادنسان کولای شی یو چاته نفع یا ضرر ورسوی مثال: که چی فلانی درخته قطع کړه نو مړ به شی او یا چا که تر فلانی درختی طواف وکړ مریضی به یی ښه شی.

۴- شرک په عباداتو کښی: د قرآن له مخی ټول عبادات د الله لپاره دی ولی د مکی مشرکینو ځنی عبادتونه د الله پوری خاص کړی وه او ځنی یی بوتانو ته منسوب کړی وه او د هغوی په نامه یی نذرونه ورکول.


۲- شرک اصغر: شرک اصغر هر هغه ګناه ته ویل کیږی چی اسلامی شریعت ورته شرک ویلی وی ولی درجه یی په عباداتو کی غیر الله ته نه رسیږی او مرتکب یی د اسلام څخه نه وځی ځنی علماء وایی چی شرک اصغر هغه دی چی د شرک اکبر لپاره لاره هواروی.

شرک اصغر حرام دی او د ګناه کبیره د جملی څخه شمیرل کیږی او د شرک اکبر څخه وروسته په دوهمه درجه کی راځی ولی څوک چی د شرک اکبر مرتکب شی کافر کیږی او شرک اصغر مرتکب ګناهګار دی ولی کافر نه دی ولی په او سنت کی ترینه منع راغلی ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ډیره د ویری خبره چه زه ترینه
په خپل امت ډاریږم هغه شرک اصغر دی ( رواه احمد والطبرانی والبغوی)


د شرک اصغر ډولونه:
۱- شرک اصغر ضاهری (ښکاره)     ۲- شرک اصغر مخفی (پټ)

۱- شرک اصغر ظاهری (ښکاره): شرک اصغر ظاهری هغه شرک ته وایی چه په روښانه سره په انسان کی معلوم شی چی دا هم په دوه قسمه دی

۱- شرک اصغر په الفاظو کښي       ۲- شرک اصغر په افعالو کښي

۱- شرک اصغر په الفاظو کښي په لاندی شکلونو راځی

لومړی: د الله جل جلا له د نامه پرته په غیر الله قسم خوړل لکه پلار کعبه او نور چی په همدی هکله عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه فرمایی ( ما اوریدلی دی د عمر ابن خطاب رضی الله عنه څخه چی ویل یی ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی تاسو د الله رب العزت منع کړی یاست ددی خبر څخه چی تاسو قسمونه خوری په پلرونو ستاسو عمر رضی الله عنه فرمایی چی ددینه وروسته به ما قسم نه وی خوړلی په پلار باندی(بخاری شریف)

په غیر الله قسم خوړلو حکم: که چیری په عادی حالت کی په غیر الله قسم وخوړل شی د شرک اصغر د جملی څخه دی او که د عزت او تعظیم دوجی وویل شی شرک اکبر شمارل کیږی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: چا چه قسم وخوړلو په غیر الله سره بیشکه کفر او شرک یی وکړلو (رواه الترمذی)

دوهم: د ماشاءالله وشئت ویل که چیری الله او ته وغواړی دا کار به وشی.

دریم: هغاه الفاظ چی ویل جایز نه وی  مسلمان مومن باید تل لپاره محتاط وی چه د خولی څخه یی داسی الفاظ ونه وځی چه ویل یی د الله جل جلا له د شان سره مناسب نه وی د بیلګی په توګه:

الف: اسلام علی الله سلام پر الله جل جلا له باندی د سلام لفظ د مسلمان لپاره ده ددی په خاطر چه د هغه لپاره د سلامتی دعا غوښتل کیږی.

ب: اللهم افغرلی ان شئت ماته بخښه وکړه که چیری ستا خوښه شی په صحیح حدیث کښي راځی نه قبلوی الله تعالی یو ستاسو دعا چی ووایی بخښه وکړه الله مالره که چیری ستا خوښه وی.

ج: قسم خوړل چه فلانی شخص به الله جل جلا له نه بخښی
حدیث شریف کښی راځی: وویل یو چه قسم په خدای چه نه بخښي فلانی پس وفرمایل رب العزت څوک دی هغه چی قسم خوری چه الله تعالی بخښه نه کوی فلانی چا ته؟ بیشکه ما هغه ته بخښه وکړه او برباد مو کړه عمل ستا

د: که چیری داسی نور الفاظ وی چه د الله جل جلا له سره مناسب نه وی باید د احتیاط څخه کار واخستل شی ځنی خل ګ وایی که چیری ما داسی کا نه وای کړی داسی به نه وی شوی مګر په عادی حالتو کی کوم مشکل نه لری د مثال په ډول یو محصل وایی که چیری زه ښه درس ووایم ښه نمره به شمه ځکه د عقیدی د لحاظه مشکل نه لری

شرک اصغر په افعالو کښي: د ګوتمی، بند، کره د بلا او یا مصیبت څخه د ځان ساتلو په خاطر.
که چیری دا په دی عقیده ،وځړول شی چی د مرض د لیری کولو لپاره یو سبب دی پدی هکله شرک اصغر حسابیږی او که پدی عقیده یی وځړول شی چی دغه څیز پخپله مرض لیری کوی او سبب نه دی بیا د شرک اکبر درجی ته رسیږی.

۲- شرک اصغر مخفی (پټ)
دا شرک په عقیده او نیت پوری تعلق لری لکه چه یو سړی د الله جل جلا له پخاطر باید عبادت وکړی خو دی ئی د خلګو په خاطر کوی مثال د خلګو د مخه ښه لمونځ کوی تر څو خلګ یی صفت وکړی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی ډیر څه چی زه پرتاسو ډاریږم شرک اصغر دی صحابه کرامو رضی الله عنهم ورته وویل چی یا رسول الله شرک اصغر څه دی هغه مبارک ورته وویل چی ریا (ځان ښودنه) ته شرک اصغر وایی (رواه احمد والطبرانی والبغوی)

د شرک اصغر ضررونه:
۱- شرک اصغر د انسان عمل له مینځه وړی.
۲- هر هغه کار چه واجب وی د هغی په ترک کی عذاب سخت وی

د شرک اکبر او شرک اصغر تر منځ توپیر:
۱- شرک اکبر نه بخښل کیږی او شرک اصغر بخښل کیږی.
۲- شرک اکبر ټول عملونه باطلوی او شرک اصغر مربوطه عمل پوری تړاو لری.
۳- په شرک اکبر سره انسان کافر کیږی په شرک اصغر سره ګناهګاریږی فقط.
۴- د شرک اکبر مرتکب ابدی جهنمی دی د شرک اصغر مرتکب موقته جزا لری.





No comments:

Post a Comment