کلمه، لمونځ او روژه

 بسم الله الرحمن الرحیم
اسلام پنځه بناوی لری
د اسلام لومړی بناه کلمه ده
 اول د(لا الله الا الله محمد رسول الله) ویل دی چی معنی یی ده نسته بل معبود ماسیوا د یوه الله (ج) څخه او محمد (ص) د الله (ج) رسول دی


د اسلام دوهمه بناه لمونځ دی
د لمانځه اړوند مسائل
 
داوداسه طريقه :
رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکی عملاًيې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:
اول داودس لپاره په زړه کې نيت کول –  بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي –  دواړه لاسونه تر مړوندو پورې  دری ځله پريمنځل –  بيا دری ځله په خوله اوبه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لري ځکه چه د مسواک په باره کې په احاديثو کې ذيات ترغيب راغلی دی اوهمدارنګه دحلق غرغړه کول –  بيا دری ځله په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول –  بيا دری ځله مخ مينځل ديو غوږ له نرمۍ څخه دبل غوږ تر نرمۍ پورې او دتندي له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره کڼه وي نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو ته اوبه ورسيږی او که ړنګئ وي نو خپله اوبه ور رسيږي .
بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دی تر څو اوبه ورشي بيا به د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې واچوي خلال يې دې کړي –  بيا يو ځل د ټول سر مسح کول  داسې چه غټه ګوته اودشهادت ګوته جلاکړي پاتې نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوي دګوتو دننی حصی دې دتندي له ويښتانو دڅټ لوری ته ترآخره کش کړي   بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي دچټ له لورې دمخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي –  بيا به  دواړو غوږونه  مسحه کړي داسې چه دشهادت ګوتی په غوږونو کې داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو بيرونی حصه مسح کړي – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړي . بيا دواړه پښی دښنګرو سره دری ځله پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته دا دُعا ويل :
اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه
اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ
پاس طريقه همغه ده کومه چې په احاديثو کې ذکر شوی طريقه ده .
داودس فرضونه :
په اودس کې څلور فرض دي ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پورې اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .
که ددی اندامو په مينځلو کې ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .
داودس سنتونه :
۱- د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولې دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کې دری ځله اوبه اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيرې خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹- هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول ۱۳- د اندامو پرلپسې مينځل چه يو وچ شوی نه وي د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کې دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتی نشي .
د اودس آداب :
۱- په اوچت ځای کيناستل ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کې په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کې دنياوی خبری نه کول که نيکې او د ضرورت خبره وي نو باک نلری ۶- که په ګوتو کې ګوتيې يا په پوزه چارګل وي هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتې نشي ۷- داودس په پای سره د اودس دختم دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.
داودس ماتوونکی:
په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دي.
۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځي .
۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وي .
لومړی ډول :
۱- دتشو يا ډکو متيازو راوتل ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وي خو له مجموع نه يې په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږي ۷- که خوله يا غاښونه وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شي اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضئ کې له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وي اودس به د مغذور په شان کوي ۱۰- دښځې له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد ورسره وي اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږي .
دوهم ډول :
۱- ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کې ويده کيدل اودس ماتوي .
۲- بی هوشي ۳- دنيشه ای څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو لمانځونو کې په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل سره  دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .
داودس مکروهات :
۱- له ضرورت ذياتې اوبه مصرفول ۲- دومره کمې اوبه مصرفول چه د وچ پاتې کيدلو ويره وي ۳- د اوداسه په دوران کې بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل ۵- کوم اندام  له دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کې يې مينځل ضرور نه وي ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف کول .

تيمم
تيمم د الله سبحانه وتعالی يوه بله لويه لورينه او مهرباني ده چه يواځی يې د خپل نازولی پيغمبر حضرت محمد ص    په امت کړی ده تر دې مخکی امتونو کې تيمم نه ؤ.
داچه که کوم کس ناروغ شي او اوبه ورته  ضرر رسوي يا په سفر کې يا پر بله وجه اوبه نه وي نو د اودس او غسل پر ځای به تيمم ووهی . قوله تعالی :
وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا 43
(( اوکه وئ تاسې مريضان يا په سفر باندې (په حالت د بې اودسی او جنابت کې) يا راشی يو له تاسی له بيديا (له بولو يا متيازو ) نه يا جماع وکړئ تاسی له ښځو سره نو ونه مومئ تاسې اوبه ( يا يې نشي استعمالولی) نو په پاکه خاوره تيمم ووهی مسحه وکړئ تاسی په مخونو خپلو اوپه لاسونو خپلو (ترڅنګلو پوری ) يقيناً چه الله غفوه کوونکی او مهربان دی))   .
دتيمم تعريف :
دتيمم لغوی معنی اراده يا قصد کول دی .
اوپه شريعت کې په پاکه خاوره يا کوم شی چه د خاوری له جنس څخه وي په هغی سره د پاکی حاصلولو ته تيمم وائي .
دتيمم فرضونه :
په تيمم کې دری فرضونه دی ۱- نيت ۲- د دواړو لاسونو په پاکه خاوره باندې وهل اوبيا یې پر مخ باندې داسې راکشول چه هيڅ کوم ځای پاتی نشی . ۳- دواړه لاسونه دوباره په خاوره وهل او د دواړو لاسونو د څنګلو سره داسې مسح کول چه د ويښته قدري ځای هم پاتی نشی .
دتيمم سنت :
د تيمم مسنونه طريقه داده چه   ۱- د بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۲- نيت کول  دنيت مطلب دادی چه د الله ج د رضاد پاره په زړه کې د پاکی حاصلولو نيت وشي – بيا به د دواړه لاسونه  تلې په خاوره باندې ووهی  اوبيا خپل مخ ورباندې مسح کړی  ږيره به خلال کړی که په لاسونو باندې خاوره نښتی وي هغه به وڅنډی بيا به دواړه لاسونه په خاوره ووهي او دواړه لاسونه سره له څنګلو په هغی باندې وموښی ښی لاس په ګيڼ لاس او ګين لاس په ښی لاس مښل کيږي ، که په کوټو کې ګوتۍ يا بل شی وي هغه به يا وباسی او يا به حرکت ورکوي .
تيمم د اودس او غسل لپاره يو شان دی .
په کومو څيزونو سره تيمم جايز دی :
پاکه خاوره يا د خاوری له جنس څخه بل شی لکه کانړی (چه دخاوری ګرد ولری ) ،چونه ،ګچ ، ريګ ،جغل او دخټو اوخښتو ديوال که په لرګی يا بل څه د خاوری ګرد پروت وي نو په هغه هم تيمم کيږي (درمختار ،عالګيری ) .
کله تيمم روا کيږي :
۱- چه اوبه له يو ميل يا 1.6  کلو متره لری وي يا لدينه لری وي .
۲- د ابو سره نږيدی څه مضر ځناور يا دوښمن وي چه د خطر او نقصان ويره وي .
۳- په طياره يا ريل کې سپور وي هلته اوبه نه وي يا د اودس کولو موقع  نه وي .
۴- چه ناروغه ته د مرض د ذياتيدو او نقصان ويره وي .
۵- په سفر کې وي خو دومره اوبه ورسره پاتی وي چه که په هغه باندې اودس وکړی نو بيا به د څښلو لپاره څه نه وي د تندی ويره وي .
۶- اوبه وي خو خپله يې نشی راختی او بل څوک د ورکولو هم نه وي .
۷- په اودس يا غسل کولو د داسې لمانځه د تلو ويره وي چه قضایې نلری لکه د اخترونو او جنازی لمونځ .
دغه ټولو صورتونو کې د اودس او غسل پر ځای تيمم کيدلای شي (علم الفقه ، عالمګيری ).
دتيمم ماتونکی :
۱- په کومو شيانو چه اودس ماتيږی په هغه تيمم هم ماتيږي.
۲- د ابو په پيدا کيدلو.
۳- دغسل په فرض کيدلو سره تيمم ماتيږي .
۴- دکوم غذر لرلو په وجه چه يې تيمم کولو د هغه لری کيدل .
ضروری مسائل :
1- كوم څوک د يو ظالم او جابر په جيل يا زندان کې بندی وي اودس ته يې نه پريږدي که د خاوری امکانات وي تيمم به وهي اوکه  ددی دواړو لپاره څه نه وي يا یې نه پريږدی بيا به بله اودس څخه لمونځ کوی کله چه اوبو ته لاره هواره شي بيا به قضايې ګرځوي .
داستنجا بيان :
دلويو او وړو متيازو نه ورسته دبدن پاکولو ته استنجا وايي .
په اسلامي شريعت کې  په استنجا کولو ډير ذيات تنګار شوي دی ځکه چه داستنجا په بې پيروايې کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دغذاب قبر سبب بللې ده .
له قضای حاجت ورسته لومړی بايد دضرورت په اندازه لوټو په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول اوبيا اوبو باندې پاکي حاصلول سنت دي .
دخالې متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول پکار دی چه دلندوالی شبهه پاتې نشي اودوچوالی پوره اطمينان حاصل شي .
که قضايی حاجت ته نه وي تللې په خالې باد يا خوب سره استنجا کول ضروری نه دي ځکه چه استنجا دنجاست لري کولو لپاره وي .



دغسل بيان
غسل په لغت کې دټول بدن مينيځلو ته وايي اوپه شريعت کې دناپاکې لري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه دټول بدن مينځلو ته غسل وايي .
غسل څه وخت فرض کيږي :
۱- په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې داحتلام اثر وي  غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې  نشته .
۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي  (دنر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.
۳- دحيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
۴- په شهوت سره دمنی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي او دجمعې دلمانځه لپاره ،داخترونو دلمانځونو دپاره ،داحرام دتړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت دی .
دغسل کولو طريقه :
دغسل کولو سنته طريقه داده چه اول به دواړه لاسونه دمړوندوسره ومينځي – بيا به خپل شرم ګاه پريمنځي –  بيا په جامه يا بدن که پيلتي تويې شوی وي  دهغه پريمنځل بيا اودس کول – بيا په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل ابو اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي .
دغسل فرضونه :
۱- دپوزې  پريمنځل ۲- دخولې پريمنځل ۳- دټول بدن پريمنځل چه ديوه ويښته قدرې ځای هم وچ پاتې نشي حتی د نوکونو لاندې  بيخو ته دي ابو رسول اوهمدارنګه دنامه غوټی او دغوږونه مينځ ته دابو رسول ضروری دي.
دمسلمانې بی بی که ويښتان خلاص وي  ټول ويښتان او دويښتانو بيخو ته به اوبه رسوي خو که کوڅۍ وي  نو يواځی به دويښتانو بيخو ته اوبه رسوي که دکوڅيو په موجوديت کې دويښتانو بيخو ته اوبه و نه رسي نو بيا به خپلې کوچۍ خلاصوي .
دغسل سنت :
دخدای ج د رضا لپاره د پاکۍ نيت کول ۲- دواړه لاسونه ترمړوندو مينځل ۳- دټول بدن دری ځله مينځل ۴- اودس کول ۵- په بدن يا جامه که څه پيلتی تويې وي دهغه لري کول ۶- په تشناب کې لمبل اوهلته دجامی اغستل .
دغسل آداب :
۱- په ناستی سره غسل کول ۲- ډيری اوبه نه مصرفول ۳- دبدل ښه موښل ۴- پداسې ځای کې غسل کول چه دنامحرم نظر ورباندې پرې نه وځي .
دلمانځه فرضيت
په قرآنکريم کښې ډير آيتونه دلمانځه په باره کې نازل شوي چه په هغه آيتونو کې الله (ج) مسلمانانوته
ددی سترعبادت حکم فرمائی. الله (ج) فرمايي :
«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)».
((قائموي  تاسې (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ! بيشکه چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو اوقاتوکښی)).
«مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)».
((رجوع کوونکې دي دغه (الله) ته او ويريږي (له غذابه) دالله او قائموی (سم اداکوي  سره له ټولو حقوقو) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو)).
«وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)».
 ((حکم شوی دی مونږ ته دالله  له طرفه) په دي  چه قائموی (سم اداکوي  سره له ټولو حقوقو) تاسي لمونځ اوويريږي  تاسې له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دی چه ده ته به ورټول کړشی تاسې (په قيامت کې)).
وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ : (( أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله تَعَالَى )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .
له ابن عمر (رض)  نه روايت دی چه رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :ماته حکم شوی چه ترهغه له خلکو سره جنګ كوم ترڅو چه هغوي گواهي ونه کړي چه بغير له الله بل معبود نشته
اومحمدصلی الله عليه وسلم دالله رسول دی ،اولمونځ قائم نکړی او زکات ورنکړی ،چه کله هغوی داسې اعمال شروع کړي نودهغوی وينه ،دهغوی مال محفوظ اومامون شول – بغير دحق داسلام نه (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي .
«مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ
في المَضَاجِعِ» (بخاری) 
((کله موچه اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړئ اوکله چه لس کلنۍ ته ورسيږي لمونځ ونه کړي هغوی ووهي اوپه همدی سن کې د دوی بستری ورجلاکړي))
دلمانځه اهميت

لمونځ ددين ستن ده داسلام اوکفر ترمنځ سرحد دی نوځکه دلمانځه دفضيلت په اړه بيخي ډير قرآنې آيتونه او احاديث راغلې دي چې دلته مو دهغه جملې څخه ځنې رانقل کړي دي .

 وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).

(( اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء اوناوړه چارو څخه ، اوخامخا يادول دالله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې يې کوی )).


وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .

 اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه دلمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي  دي.

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷).

يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )

هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان  به په عزت سره دجنت په باغونو کې اوسيږی


بنوي  (ص) ارشادات :

عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی   (رض)  قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).

چه ماستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي اوددی مې خپل ځان سره وعده کړي ده چه څوک داپنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندی وکړي هغه به پخپله ذمه واری جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددی لمونځونواهتمام نه کوي نوپه ماباندې دهغوی هيڅ ذمه داری نشته .

  وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله (( لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا )) يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ . رواه مسلم . 

له ابی زهير عماره بن رويبة (رض)  نه روايت چه ما درسول (ص) څخه واوريدل چه هغه سړی به هر ګز دوزخ ته داخل نشی چاچه دنمرختلو اوپريوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی دسحر اومازيګر وکړي .


له ابن مسعود(رض)    نه روايت چه ما رسول الله (ص) نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ

 په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله(ج)   په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).


دلمانځه اهميت اودلمانځه په غفلت کولوسخت غذابونه :

لمونځ په دين کې داسې دي لکه دانسان په بدن کې سر نوڅومره اهميت به لري ؟

خدای  (ج ) مه کړه که څوک دلمانځه په غفلت اخته شول نوخپل ځان يې دتباهۍ لويې کندې ته برابرکړي دي ږر تر ږره دې توبه وباسي .

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).

تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

رسول الله د ژوندو په ورستی وخت دا سې ټيګار کولو :

الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ( ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد)  

دلمانځه اداکول،دلمانځه په اداکولو اوله مزدورانوسره دښی رويی خيال ساتی.

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» مسند امام أحمد وابن حبان  

 ((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابندوي هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايې وګرځي، اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به  نور وي  ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)).

«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ». صحيح مسلم

(( فرق په مابين د مؤمن اوكافر او مشرك کې  دلمانځه ترك کول دي)).

دابی هريره(رض)    نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:              (( إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا )) (رواه التِّرمِذِيُّ). 

 (( دقيامت په ورځ به دبنده په اعمالو کې (دټولو نه مخکې ) دهغه دلمانځه حساب وي کچری دهغې دلمانځه حساب صحيح ووتلو نوکامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نونامراداوتاواني شو که فرضوڅخه کم راووتل نوالله تعالی به وفرمايي وګورئ که دده په عمل نامه کې نفل وي نودهغه په ذريعه داکمی پوره کړي ددی ورسته دپاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي )) ( ترمذی) 
دلمانځه وختونه :

دلمانځه وختونه په ځنوقرآني  آيتوکې راغلي دي .

أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا (الاسراء ۷)».

((قائموی (سم اداکو سره له ټولو حقوقو) لمونځ ورسته له زواله دلمرترتياري دشپی پوری (يعنی دظهر،عصر،مغرب اوعشاء لمونځونه ادا کړه !) اوله قرائت دفجر(يعنی دسهارلمونځ ادا کړه) بيشکه چه قرآن لوستل (لمونځ کول) دفجرحاضرشوی دی (يعنی ورحاضريږی ملائک دشپی اود ورځی )).

«وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ (هود ۱۱۴)».

((او قائم کړه  (سم ودروه سره له ټولو حقوقو) لمونځ په دواړو طرفونو دورځی اوپه ساعاتو له شپي (چه نژدي وي ورځی ته) يقيناً چه نيکی (يعنی پنځه وخته لمونځ) لری کوی بدي (کوچنی ګناهونه) ،دغه (حکم اووعده) پند دی لپاره دپندقبلوونکو)).

« نَزَلَ جِبْرِيلُ فَأَمَّنِي فَصَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ يَحْسُبُ بِأَصَابِعِهِ خَمْسَ صَلَوَاتٍ» بخاري

 ((جبرل نازل شو اوما دهغه په امامت له هغه سره لمونځ وکړ،بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ،په ګتوسره يی پنځه لمونځونه حساب کړل))

کله چه رسول الله صَلي الله عَليهِ وَ آلهِ وَ سَلّم معاذبن جبل (رض)   يمن ته ليږلو هغه ته يی داسې وفرمايل:

«ادْعُهم إِلَى: شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ، فإن هُمْ أطاعوا لذلك فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترَضَ عليهم خَمسَ صَلواتٍ في كلّ يومٍ وليلة، فإن هم أطاعوا لذلك، فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترضَ عليهم صدقةً في أموالِهمْ، تُؤخَذُ من أغنيائهم وتُرَدُّ على فُقَرائهم» بخاري: 1377

((هغوی دعوت کړه په شهادت د شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ پس که هغوی دادعوت قبول کړ،نوبيايي پوه کړه چه الله تعالی فرض کړي پرتاسي په هره شپه اوورځ کې پنځه وخته لمونځونه بيايې چه لدې حکم څخه پيروي  وکړه نوخبريې کړه چه الله تعالی پرتاسې صدقه (زکات ) فرض کړي ،چه دمالدارو دهغوی نه به اخستل کيږي پر فقرآء اوتنګلاسودهغوی ته به ورګرځول کيږي )) .

مګرشيعيه چه دپنځو وختو لمونځونه په دريووختو کې کوي صريح مخالف له قرآن اواحاديث رسول الله (ص)  سره کوي .

پدی اړه محمد عبدالطيف انصاری (مدينه منوره) په خپل کتاب(يا غافلاً عن الصلاة) کې داسې ليکي:

دحضرت علی(رض)  د خپل خلافت په دوران کې داسلامی خلافت ټولو واليانو ته داسې مکتوب وليږه.

په هغه مکتوب کې دپنځه وخته لمانځه واضح حکم شوی دی .

دغه
حکم له کتاب نهج البلاغه چه معتبرترين کتاب پس له قرآن کريم په نزد دشيعيه ګانو دی نقل کوم:

«أَمَّا بَعْدُ فَصَلُّوا بِالنَّاسِ اَلظُّهْرَ حَتَّى تَفِي‏ءَ اَلشَّمْسُ مِنْ مَرْبِضِ اَلْعَنْزِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعَصْرَ وَ اَلشَّمْسُ بَيْضَاءُ حَيَّةٌ فِي عُضْوٍ مِنَ اَلنَّهَارِ حِينَ يُسَارُ فِيهَا فَرْسَخَانِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْمَغْرِبَ حِينَ يُفْطِرُ اَلصَّائِمُ وَ يَدْفَعُ اَلْحَاجُّ إِلَى مِنًى وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعِشَاءَ حِينَ يَتَوَارَى اَلشَّفَقُ إِلَى ثُلُثِ اَللَّيْلِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْغَدَاةَ وَ اَلرَّجُلُ يَعْرِفُ وَجْهَ صَاحِبِهِ » ليک 52 نهج البلاغه

امابعد! دظهرلمونځ له خلکوسره ترهغه اداکړی چه دلمرسيوری په اندازه دځای دوزی دچملاستی شی،اودعصرلمونځ له هغوی سره هغه وخت اداکړی چه لمرسپين وی اودومره پاتی وی چه دوه فرسنګه لاره طی شی،اودمغرب لمونځ هغه وخت اداکړی چه روژه دار روژه ماتوی اوحاجی مناته روانيږی ،اودعشاء لمونځ له هغوی سره اداکړه د شفق له ورکيدوڅخه  تردريمی حصی دشپی پوری يې ادا کوی ،اودسهار لمونځ هغه وخت له هغوی سره اداکوه چه هرڅوک يواوبل وپيژني .

دپنځه وخته لمونځونو داوقاتو په اړه داؤ دحضرت علی(رض)     فرمان .

خو بياهم هغه کسان چه دحضرت علی (رض)   دمحبت دعواوی کوي ولې پنځه وخته لمونځونه په دريووختوکې ادا کوی؟ ،دغه عمل له قرآن ،سنتواودحضرت علی(رض)     له حکم سره ښکاره مخالفت دی اوددوی بی ځايه دلايل دهيڅ اعتبار وړ نه دي .

دلمانځه اداکولو وختونه په لاندی ډول دی :

۱- دسهار دلمانځه وخت : دصبح صادق يعنی سپيدو چاودلو نه شروع کيږی آخر وخت دلمر ختلونه مخکې .

۲- دماسپښين دلمانځه وخت :   دلمر زوال دغروب په طرف نه شروع کيږي آخر وخت کله چه دهر شی سيوری داصلی سيوری    سربيره دوچنده شي .

۳- دمازديګر دلمانځه وخت : دماسپښين دلمانځه دوخت په ختميدو سره د مازديګر وخت پيل کيږی تر لمر لويدو پورې .

۴- دماښام دلمانځه وخت : دلمر لويدو نه ورسته شروع کيږي او دشفق دسوروالی له منځه تلو پورې دوام کوي لکن د ماښام لمونځ بايد دومره تأخير نشي چه په آسمان کې ښه ستوری ښکاره  شی .

۵- دماسخوتن دلمانځه وخت : دسرخي د ورکيدو نه پس تر صبح صادق پوری چه دماښام دلمانځه له وخت يونيم ساعت ورسته د ماسخوتن لمونځ روا کيږي .
دلمانځه دادا کولو طريقه :

دلمانځه شروع کولونه مخکې لمونځ کوونکي ته پکار دي  چه څنګه دی دخپل بدن اوجامو پاکي اوصافي کوي دارنګه زړه هم ددنيا يي کارونواوخيالاتو نه پاک کړي ځکه چه دی اوس دخپل رب

( ج) په خضور کې ودريږي .

نيت به وکړي په زړه کې اوکه په ژبه وشی نوبهتره به وي ځکه په ژبه  سره نيت کول د زړه د حضور سره مدد کوي، الله اکبر به ووايي دواړه لاسونه به دغوږونو تر نرميو پورې پورته کړي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو  پورې پورته کړي،ورسته به لاسونه تر نامه لاندې ونيسي پداسې شان سره چه دښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او دښی لاس مينځنی دری ګوتې دچپ لاس په ليچي باندی خپری کيږيدي اوښځه به دښی لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندی ونيسي  ثنا يا سبحان اللهم به ووايي :

  سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالى جَدُّكَ وَلَآ إِلهَ غَيْرُكَ 

ای زما الله ستا ذات پاک دی     ته دصفت لايق يې       او ستا نوم ډير دبرکت دی       اوستا لويی ډيره لويه ده             اوستا څخه بغير بل څوک دعبادت لايق نشته .

ورسته به تعوذ يا اغوذ باالله  اوبسم الله ووايي :

أعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ، بِسْمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ

زه پنا غواړم په الله ج دشيطان شړل شوی څخه ، (شروع کوم ) په نامه دالله ج چه ډير ذيات مهربان پوره رحم لرونکی دی .‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍



بيا به دفاتحی سورة الحمدلله ووايی :


الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱  الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ۲ مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ۳

ټولی ستاينی خاص الله لره دی چه پالونکی دټول مخلوقاتو دی ، ډير ذيات مهربان او پوره رحم لرونکی دی ،    چه څښتن د ورځی دجزا دی  

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ۴ اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ ۵ صِرَاطَ

ایالله خاص تاته عبادت کوو ، اوخاص له ستا څخه مدد غواړو    ،     يا الله راوښيه مونږ ته لاره سمه                                لاره 

الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ ۶

 لاره دهغو کسانو چه تا انعام کړی په هغوی باندی      
                       نه لاره دهغو بدو کسانو چه ګمراهان دي

بيا يو سورة يا کم نه کم دری آيته ولولې :

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ۱ اللَّهُ الصَّمَدُ ۲ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ۴

ووايه (ای محمده ) شان دادی چه الله يو دی الله بی پروا دی (الله ته هر شی محتاج دی ) نه ده زيږولی هيڅوک اونه دی زيږول شوی له هيچا څخه - اونشته دغه الله لره برابر (سيال ) هيڅوک .


په قيام کښې به دسجدې  ځای ته ګوري اوددواړو پښو ترمنځ لږ ترلږه بايد دڅلورو ګوټو په اندازه فاصله موجوده وي  د دواړو پښو پنجې  به دقبلې لوري ته وي ، د سورت نه ورسته به الله اکبر ووايي رکوع ته به لاړ شي .

 رکوع به داسې کوي چه دده دشا ورستۍ حصه ، ملا اوسر دتختې  په شان برابر اوهوار وي  سر ډير ټيټول يا دشا نه اوچت ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي ،ښځه به دومره ښکته کيږي  چه لاسونه يی زنګون ته ورسی .

بيا به ښه په قراره کم نه کم دری ځله سُبْحَانَ رَبِيَّ الْعَظِيْم  ِ(زما لوی پروردګار پاک دی )  ووايي ورسته به سمع الله لمن حمده( خدای پاک اوريدلی دی دهغه چا څخه چه حمد يی ووايه ) به ووايي   اومقتديان به  رَبنَا وَلَكَ الْحَمْدُ  ( ای زمونږ ربه ټول تعريف او ستايش تالره دی ) ووايي اوتنها ګرار به دواړه ووايي ،ورسته به الله اکبر ووايي سجدی ته به لاړشي کم نه کم به دری ځله  سُبْحَانَ رَبِيَّ الاَعلی (زما پروردګار پاک دی چه تر ټولو لوی دی )  ووايي،سجده پداسې  شان کول پکار دی چه لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي  بيا د دواړو لاسونو پنځی دغوږونو په برابر کيدي بيا  پوزه اوتندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلی اومړوندونه  دځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دی دلمونځ کوونکی دګيډی اوځمکی ترمنځ دومره ځای پکار دی چه د وزې  وړوکی بچی دهغه لاندی تريدلی شي او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل .

بيا به الله اکبر ووايي جلسې ته به لاړشی يعنی د دواړو سجدو تر منځ کيناستل پداسې شان چه ښه پوره کيني او دبدن اندامونه ښه تقرر ونيسی او دا دُعا به ووايي رب اغفر لي وارحمني واهدني وارزقني وعافني واجبرني(الحديت ترمذی ،ابوداود،ابن ماجه) يا تنها رب اغفرلي ووايي  دچرګ دټونګې  په شان سجده سره لمونځ نه صحی کيږي بيا به الله اکبر ووايي دوهمی سجدی ته به ولاړشي دری ځله به سبحان ربي الأعلی  ووايي  ورسته الله اکبر ووايي له سجدې  څخه به پورته شی له سجدی څخه به داسې پورته کيږي چه لومړي به تندی او ورسته لاسونه پورته کوي د دواړو لاسونو په پراخه نيولو پنځو به ګونډې ونيسي   او قيام ته به ځی اوس يو رکعت پوره شو ، په دوهم رکعت کې به لومړی بسم الله الرحمن الرحيم ووايي بيا به سورة فاتحه ولولې آمين  به ووايي  بيا به يو سورت يا دری آيته ووايي  بيا به الله اکبر ووايي   رکوع ،قومه ،سجده او جلسه به وکړي   بيا د دواړه سجدو نه پس به قعده وکړي قعده کې  به داسې  کينی چه ښی پښه ولاړه دپښی ګوتې دقبلې په طرف وي اوګينه پښه به څملوي  د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي اوتشهد به وايي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوخپل ښی ورون دګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی :

اَلتَّحَيَّاتُِللهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه،

 ټول قولی عبادتونه – اوټول بدني عبادتونه – اوټول مالی عبادتونه خاص الله لره دی ای نبی (صلی الله عليه وسلم ) پر تا دي دالله سلام رحمت او دالله برکتونه وی

اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه(البخاری،مسلم اوترمذی ).

اوسلامتی دي وي پر مونږ او دالله پر نيکو اوصالحانو بندګانو باندی – زه شاهدی ادا کوم چه دالله څخه ماسوا بل څوک د عبادت لايق نشته – اوزه شاهدی اداکوم چه محمد صلی الله عليه وسلم دالله بنده اورسول دی .


دلومړی قعدی لپاره همدا تشهد ترپايه لوستل کيږی که آخری قعده وی نو درود اودعا به هم تر يايه ووايي :

 اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَيّْتَ عَلى إبْرَاهِيْمَ وَعَلى آل إبْرَاهِيمَ، إنَكَحمَِيْدُُ مَجِيْدُُ

ای الله رحمت نازل کړی پر محمد صلی الله عليه وسلماو دهغه پر آل (کورنی ) څنګه چه دی پر ابراهيم عليه سلام او دهغه پر آل نازل کړی دی يقينًا ته دتعريف اوبزرګی لايق ئی  

اَللّهُمَ بَارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلى إبرَاهِيمَ وَعَلى آلِ إبرَاهِيمَ، إنَكَ حمَِيْدُُ مَّجِيْدُُ (بخاری ،مسلم ،ترمذی وابوداود).

ای الله برکت نازل کړی پر محمد صلی الله عليه وسلماو دهغه پر آل (کورنی ) څنګه چه دی پر ابراهيم عليه سلام او دهغه پر آل برکت نازل کړی دی يقينًا ته دتعريف اوبزرګی لايق ئی

بيا به دُعا ووايی :

اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار

 ای زمونږ ربه ! مونږ لره په دنيا کښی هم نيکی راکړی                                    اوپه آخرت کښی هم او مونږ د اور له غذابه وساتی

ورسته به سلام  وګرځوی .

اَسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله په ويلو لومړی ښې طرف او بيا چپ طرف ته سلام وګرځوي 

ورسته له لمانځه څخه به دا دُعا ووايي :

 اَللهُمَ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْکَ السَّلاَمُ تَبَارکْتَ يَاذَالجَلاَلِ وَالاَکْرَامِ (المسلم) 


دلمانځ فرضونه :
دلمانځه ديارلس فرضونه دي  چه اوه دلمانځه څخه بهر او شپږ په لمانځه کښې د ننه دي کوم چه دلمانځه نه بهر دي هغه ته دلمانځه شرطونه وايي اوکوم چه په لمانځه کې دننه دي هغه ته دلمانځه ارکان وايي .
لومړی دلمانځه شرطونه : پدې شرطونو کې که يو هم پاتي شي لمونځ نه صحی کيږي .
۱- په وخت لمونځ کول : دوخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحی کيږي .
۲- دبدن پاکوالی : يعنی دلمونځ کونکي بدن به دحقيقي او حکمي ناپاکی نه پاک وي که اودس نلري اودس به کوي او که غسل نلری غسل به کوي  او که په بدن يې پليتی وي هغه به مينځي .
۳- دجامو پاکوالی : جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي  هغه به پريمنځي .
۴- دلمانځه دځای پاکوالی: که فرش ،جاينماز او يا ځمکه وي هغه به پاک وي .
۵- ستر عورت : بدن به په جامو پټ وي دنر لپاره کم نه کم دزنګون څخه تر نامه پورې او دښځی ټول بدن بغير لاسونو ،مخ او پښو نور ټول  بدن عورت دی چه جامه به نازکه نه وي  چه دبدن کوم ځای ورڅخه ښکاره نشي   دګاج ټکري سره لمونځ نه کيږی ځکه دهغه نه ويښتان اونورځايونه ښکاريږي .
که دنر دپښو ښنګري پټ وي لمونځ يې مکروه دی اوکه دښځی ښنګري ښکاره شې  لمونځ يی مکروه دی .
۶- مخامخ قبلی دريدل :
۷- دلمانځه نيت کول : نيت خو همغه دزړه اراده ده خوپه ژبه کول بهتره دی .
دلمانځه ارکان : د لمانځه ارکان شپږ دي .
۱- تکبير تحريمه - يعنی دنيت تړلو په وخت کښې الله اکبر .
۲- قيام – يعنی د سبحان  اللهم – الحمدالله او سورّة لوستلو لپاره په ولاړه دريدل .
۳- قرآئت – يعنی د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو سورت يا کم نه کم دری آيته  لوستل .
۴-رکوع
۵ - سجده ۶                                                                                                                                                                 ۶- په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل .
که له شرطونو اوارکانو يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ نه صحی کيږي.

دلمانځه واجيبات :

۱- دسورة فاتحی يعنی الحمدلله لوستل .


۲- دفرضو په اولو دوو رکعتو کې  او دوترو،سنتو او نفلو  په ټولو رکعتونو کې  ترفاتحی ورسته څه سورة يا دری ايتونه لوستل واجب دي .


۳- سورة فاتحه دبل سورة نه مخکې لوستل واجب دي.


۴- ټول ارکان پرلپسی  واجب دي  –  يعنی که ديوه رکن نه پس د دوهم رکن په اداکولو کښی په بی فکری يا هيری سره دومره وخت تيرشی څومره وخت چه درکوع يا سجدی کولو کښی تير شي نو سجده سهوه لازميږي – د دُعا وغيره په لوستلو کې که څه ذيات وخت تير شی سجده سهوه نه لازميږي .

او همدارنګه   په قيام ،قرأت ،رکوع اوسجده کې ترتيب ساتل واجب دی که درکوع نه مخکی سجده وکړی او دسجدی نه مخکی قعده وشی – نوسجده سهوه لازميږي .


۵- په سجده او رکوع کی دومره ځنډ تيرول په څومره وخت کې چه سړی سبحان ربی الغظيم اوسبحان ربی الاعلی ووايي – کوم خلک چه ډير ژر ژر رکوع اوسجده کوي دهغوی لمونځ نه کيږي .


۶- قومه کول – يعنی درکوع  نه پس په ښه شان دريدل ،پدی کې هم ډير خلک په پوره توګه نه دريږي  په پيړه سجدی ته ځی ،داسی کولوسره هم لمونځ فاسيديږي .

۷- جلسه کول – يعنی د دؤ سجدو په مابين کې په ښه شان کيناستل چه د بدن ټول اندامونه کرار شي او دپوره ناستي ګمان پری وشي ،ځنی کسان دچرګ په شان ټونګی وهی چه لمونځ يی نه صحی کيږي ځکه جلسه واجبه ده دواجبو په قصدي ترک سره لمونځ فاسديږي .


۸ – لومړی قعده .

۹- په دواړو رکعتونو کی تشهد لوستل .

۱۰- تعديل ارکان ـ يعنی ټول ارکان په کراره تسلی او آرامی سره ادا کول لکه قومه ،جلسه ،رکوع اوسجده په آرامی سره کول يا کومی دوعاګانی چه په لمانځه کی لوستل کيږی په آرامی سره لوستل په بيړه کولو سره ډير څه پاتی شي چه په هغه سره لمونځ فاسيديږي .

۱۱- په کومو کې چه ورو ورو قرآن لوستل کيږی لکه ماسپښين او مازديګر په هغه کی ورو ورو لوستل او کومو کی چه په زوره زوره قرآن لوستل کيږی لکه سهار،ماښام او ماسختن هغه کی په زوره قرآن لوستل   واجب دي .

۱۲-دالسلام عليکم په ويلو سره لمونځ ختمول .

۱۳-د وترو په دريم رکعت کې الله اکبر او دوعا قنوت لوستل واجب دي.

۱۴- داخترونو په لمانځونو کی شپږ تکبيرونه ذيات ويل واجب دي .


دلمانځه سنتونه :

۱- دتکبير تحريمه لپاره لاسونه پورته کول.

۲- دلاسونو پورته کولو په وخت کې ګوتی پرانيستې او قبلی ته مخامخ کول.

۳- دامام لپاره دهر رکن اداکولو په وخ
ت کې تکبير ويل .

۴- په اول رکعت کې ثنا سبحان اللهم  ويل .

۵- لومړی رکعت کښی تعوذ يعنی اغوذ بالله ويل .

۶- دهر رکعت په شروع کې بسم الله ويل .

۷- دسورة فاتحه نه ورسته آمين ويل .

۸- سړو لره ښی لاس په ګين لاس ايښودل تر نامه لاندې ،اوښځو لره په سينه باندی ايښودل .

۹- رکوع ته دتلو په وخت کې الله اکبر ويل .

۱۰- د رکوع په حالت کې سر دشا سره برابر ول اوپه دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول .

۱۱- په رکوع کې دری ځله سبحان ربي الغظيم ويل .

۱۲- قومه يعنی درکوع  نه پورته کيدو په وخت کې دامام دپاره سمع لمن حمده  او دمقتدی لپاره ربنا لک الحمد دتنها ګزار لپاره د دواړو ويل.

۱۳- سجدی ته دتلو په وخت کې اوبيا سجدی نه دپورته کيدو په وخت کې الله اکبر ويل.

۱۴- سجدی ته دتلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې  بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.

۱۵- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی  ويل.

۱۶- دسجدی په وخت کې دلاسونو دواړه پنځی دپوزی څنګو ته ورنونه دګيډی نه جلا اود ځمکې  نه لری ساتل او څنګلی له ورنو نه لری ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل .

۱۷- په جلسه او قعده کې سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.

۱۸- په تشهد کې د اشهدان لااله الا الله ويلو دشهادت ګوته پورته کول .

۱۹- په قعده اخيره کې دتشهد نه ورسته درود شريف ويل.

۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل الهم ربنا .
۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.


ضروري يادونه : قومه او جلسه په ځنو حنفي فقهی کتابونو کې لکه شرح القدوري ،کنزالدقايق ،نورالايضاء او نورو کې سنت ښودل شوي دي .
مګر د مجیپ الله ندوي اسلامې فقه ،معلم الدين قاري شريف احمد او آسانه فقه محمديوسف اصلاحی بحرالرايق او نورو حنفی کتابنو کې واجب ليکل شوي دي .
د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الل ندوي پدی جلسه او قومه باندې ډير ټينګار ليکلی دی
چې ځنی کسان د چرګ د تونګی په شان لمونځ کوي چې جلسه او قومه نه اداکوي پدې سره يې لمونځ فاسيږي .
مګر د نورو مذاهبو امامانو د دو سجدو تر منځه کيناستل يا جلسه د لمانځه رکن بولي 


په التحياتو کې د شهادت د ګوتې پورته کولو مکمل تحقيق


په قعده کې د ښی لاس د شهادت کوته پورته کول سنت دی


عن ابن عمر؛ أن النبي صلى الله عليه وسلم، كان إذا جلس في الصلاة، وضع يديه على ركبتيه. ورفع إصبعه اليمنى التي تلي الإبهام، فدعا بها.(580 المسلم).
له ابن عمر نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم به په لمانځه کې کيناستلو دواړه لاسونه به يې په ګونډو باندې کيښودل او د ښی لاس سبابه ګوته به يې پورته کوله په هغی سره به يې اشارت کوله .
داسې چې دښي لاس د غټی ګوتی او منځنی کوته حلقه جوړه او نورې ګوتی بندی شي سبابه يا د شهادت ګوته د لااله ويلو په وخت کې پورته کول او الاالله ويلو په وخت ښکته کول .

ددې نه مقصد دادی په زړه کې چې کوم د الله د وحدانيت شهادت ورکول کيږي هغه په جسم باندې هم د ګوتی په اشارې سره د وحدانيت شهادت ظاهر شي  .

دلمانځه مفسيدات (ماتوونکی):

يعنی په کوم شيانو چه لمونځ ماتيږي او دلمانځه بيا کول ضروري وي .

۱- په لمانځه کې قصدًا يا په هيره سره خبرې کول.

۲- په لمانځه کې چاته سلام کول يا په ژبه دسلام ځواب ورکول.

۳- دپرنجی کوونکی دالحمدالله ويلو ځواب په يرحمک الله سره ورکول.

۴- دلمانځه نه بهر کوم څوک دوعا کوي هغه ته په لمانځه کې آمين ويل .

۵- دمرګ ،مرض يا کوم بل بد خبر واوري په هغه باندې انا الله وانا اليه راجعون ويل.

۶- دخوشحالۍ دخبری په اوريدو الحمدالله يا بله کلمه ويل.

۷- دتعجب په خبره باندې  سبحان الله يا کومه بله کلمه ويل.

۸- د درد اوتکليف په وجه آه آه ،اُف کول که دجنت دوزخ يا دقبر غذاب دياد په وجه وي باک نلری.

۹- په کتاب يا څه ليکل شوي شي باندې  نظر لګيدل دهغه په ژبه سره ويل – کچری يواځی په زړه کې دهغه په مطلب پوه شي نو لمونځ نه ماتوي .

۱۰- په کتلو سره قرآن لوستل.

۱۱- دلمانځه څخه بهر قرآن لوستونکی ته فتح ورکول .

۱۲- عمل کثير – يعنی داسی کار کول چه کتونکی فکر وکړي دا سړی لمونځ نه کوي مثلاْ دځان ډير ګرول يا دجامو برابرول يا په بدن اوجاموډير لاس وهل .

۱۳- بغير له ضرورت څخه په زوره توخی يا دغاړی تازه کول .

۱۴- قصدًا يا په هيره سره څه خوړل يا څه څښل .

۱۵- په قرآنکريم کې داسې غلطي کول چه معنی يی بدله شي .

۱۶- څلور پنځه قدمه په لمانځه کې تلل.

۱۷- دقبلې طرف نه قصداً بلی خوا ته کتل يا بغير له کوم غذر څخه دقبلې څخه دسينی ګرځول.

۱۸- څلورمه حصه ستر دومره ساعت ښکاريدل چه په څومره وخت کې سړی يوه رکوع يا سجده کولی شي.

۱۹- دخدای (ج) نه د داسې شی غوښتل چه هغه له بندګانو هم غوښتلی شی موجود دضرورت  شی.

۲۰- د درد يا مصيبت له وجی داسې ژړل چه په آواز کې يې کليمات را پيداشي مثلاً ای الله !.

۲۱- دجنازی لمانځه نه علاوه په نورو لمونځونو کې په زوره خندل.

۲۲- د امام نه مخکې پوره رکوع يا پوره سجده کول يا دهغه نه مخکې کيدل.

۲۳- په لمانځه کې دسړی سره دښځی يوځای دريدل تر دومره وخته چه سړی کولی شی يوه سجده يا رکوع وکړي .

۲۴- دتيمم کوونکي لپاره د ابو پيداکيدل.

دلمانځه مکروهات :

يعنی هغه څيزونه چه لمونځ بالکل نه ورباندی ماتيږي بلکی کراهيت پيداکوي لمانځه ته زيان رسوي د لمانځه ثواب کموي .

۱- چادر داغوستلو پر ځای پر دواړو اږو اچول يا لسټونی داغوستلو پرځای خالي ځړول.

۲- په خپل بدن اوجامو لاس وهل .

۳- په خوله کې داسی شی ايښودل چه دهغه په وجه سره دقرآن په لوستو کې تکليف وي.

۴- سرتور سر لمونځ کول خو که دعاجزی په وجه وي لمونځ نه مکروه کوي ،خو د نن زمان سرت
ور سرونه عاجزی نه ده بلکی يو فيشن يا عصريتوب دی نو ښه به داوي چه سرتور سر لمونځ ونه شي .

۵- ګوتې څټل يا ديوه لاس کوتې په بل لاس کې ننستل.

۶- بی ضرورته په ملا يا تشو لاسونه ايښودل .

۷- په لمانځه کې يو خوا بل خوا ته کتل.

۸- د داسې سړی طرف ته لمونځ کول چه هغه سړی مخامخ ده ته ناست وي .

۹- قصدًا اوسويلی ايستل يا دهغه دبندولو کوښښ نه کول .

۱۰- په صف کې ځای وي خو ځانته دريدل.

۱۱- په داسې جامو کې لمونځ کول چه په هغه باندی دکوم ځاندار تصوير وي.

۱۲- څادر يا بل شی دځان نه داسی تاوول چه دلاس ويستل له هغه ګران وي .

۱۳- ارګمي کول.

۱۴- دپګړی يا لونګی په ول باندې سجده کول.

۱۵- دوهم رکعت دلومړی رکعت نه ذيات اوږدول – يعنی چه په لومړی رکعت کې دری آيته ووايي اودوهم بيا مثلاْ شپږ آيته قرآن ووايي .

۱۶- په کوم خاص لمونځ کې خاص سورة مقررول.

۱۷- دقرآن دترتيب نه خلاف قرآن لوستل مثلاْ په لومړی رکعت کې قل هوالله ووايي خو په دوهم رکعت بيا الم ترکيف سورة ووايي .

۱۸- داوداسه په تنګوالی.

۱۹- چه سړی ډير وږی وي او ډوډی تياره وي نوښه داده چه لومړی ډوډی وخوړل شي ورسته لمونځ وشي.

۲۰- په لمانځه کې دخزندؤ وژل لکه ميږی ،مچ او نور خو که سړی چيچی نو هغه دی ونيسی بيا يې دي خوشې کړي .

۲۱- په سجده کې دواړه پښی له ځمکی پورته کول چه دځنو فقهاؤ په نزد پدی سره لمونځ فاسيديږی.
په کومو حالاتو کی بايد لمونځ مات کړ شي .

اوس هغه صورتونه چه پخپله لمونځ کوونکی ته لمونځ ماتول ضرور دي که لمونځ مات نه کړي نو په بعضی صورتونو کې ډيره ذياته ګناه ده اوپه بعضی صورتونو کې کمه ګناه ده ،هغه صورتونه په لاندی ډول دي .


۱- دکوم مضر ځناور ويره وي مثلاً مار يا لړم مخې ته راغی – نولمونځ ماتول پکار دي ترڅو هغه مړکړ شي اوضرر يی دفع شي يا دلمونځ کوونکي په جامو کې لړم يا بل مضر حشره ننوځی او ددی ويره وي چه که سړی وچيچی سخت نقصان او تکليف به تری پيدا شي نو پدی صورتونو کې لمونځ ماتولی شي .


۲- دلمونځ کولو په وخت کې د ريل ،طيارې او يا کومې بلې سورلۍ دتلو ويره وي چه په هغه سورلۍ کې سامان او اهل عيال وي يا دهغه په تلو سره ده ته سخت تاوان او تکليف رسيږي نو لمونځ ماتولی شي .


۳- په لمانځه کې دکومې مريضۍ په وجه لويې يا وړې متيازې دومره سړی تنګ کړي چه نور يې برداشت سخت وي .


۴- دکوم کس دتباهی او هلاکت د بچ کولو لپاره لمونځ ماتول فرض دي که مات نشي لمونځ کوونکی دسختی ګناه مرتکب ګرځی – مثلاْ يو ړوند په لاره روان دی مخی ته يی لويه کنده يا کوهی راغی که رهنمايی ورته ونه شي ور وبه لويږي يا يو کس په ابو کې ډوبيږی يا چا اور اخيستی وي يا يې غل يا دوښمن په سخته بی رحمی سره وهي – نوپدی ډول صورتونو کې دلمونځ ماتول ضرور دي او دهغه کس بچ کول ضروري د ي.


۵- که مور،پلار ،نيا او نيکه که دمور له طرفه وي او که دپلار دڅه تکليف له وجی چغی وهي نو لمونځ دې مات کړي هغوی ته د ورشي .

مثلاْ هغوی ته کوم درد ورغلی وي ،يا هغه ولويږي ،يا بولو کولو ته ځي اوبل څوک نه وي ،خوکه بغير له کوم ضرورته عادتاً ناری وهی نو بيا دلمانځه ماتول ضرور ندي .

۶- دسړی دڅه سامان يا پايزار د ورکيدو ويره وي چه غل به يې يوسی نو لمونځ دی مات کړي سامان د پر ځای کړی خو ښه داده چه دلمانځه مخکې خپل سامان پرځای کړي ،اويا داسې وشي چه دکور پشئ يا سپی راشی او دخوړو يا غوړيود  ديګ چپه کيدو يا نور نقصان ويره وي .


دتلاوت سجده
دتلاوت معنی ده لوستل دقرآنکريم په ځنو آيتونو په اوريدلو او لوستلو چې د تلاوت سجده واجبيږي دغه ته سجده تلاوت وايی .
حکم:
د سجدی د آیت په اوريدلو او لوستلو دواړه سجده تلاوت واجبيږي .
په قرآنکريم کې ټول څوارلس مقامونه دي چې په اوريدلو او لوستلو يې د تلاوت سجده واجبيږي دغه مقامونه په قرآنکريم په نښه شوی دی .
د سجده تلاوت وخت اوطريقه : که په لمانځه کې د سجدی کوم آيت ولوستل شي نو فوراً به الله اکبر ووايې سجده به وکړی الله اکبر به ووايې قيام ته به لاړ شي په کوم ځای کې يې چه قرأيت پريښی وي له همغه ځای نه به يې شروع کړی .که امام وي نو ټول مقديان به ورسره يو ځای سجده کوي
او که د لمانځه نه بهر تلاوت کوي دسجدی آيت ولولی بهتره خو داده چې فوراً سجده تلاوت وکړي خو که له ختم څخه ورسته وشي هم صحی ده ،که په ناستی سره د تلاوت سجده وشی هم روا ده
که پر يو ځل ټول ختم وشي بيا ټولی سجدی يو ځل وشی هم روا دي .
طريقه يې داده : بې دلاسونو پورته کولو الله اکبر ويل سجدې ته تلل دری ځله سبحان ربی الاعلی ويل ورسته الله اکبر ويل او پورته کيدل نه پکې قعده شته او د سلام ګرځول .
سجده تلاوت بدون له مکروهه وختونو نور هر وخت کول يې روا دي .
د سجده تلاوت شرط :
د لمانځه لپاره چې کوم شرطونه دي همغه شرطونه د تلاوت سجدی لپاره هم دي په هغه څه چې لمونځ فاسديږي په هغه سجده تلاوت هم فاسديږي .
مسائل :
۱- که د سجدی تلاوت يو آيت په واروار په ناستی ناستی يا ولاړه يا تلو راتلو لکه حافظان ولوستل شي يوازی يوه سجده واجبيږي خو که ځای او وخت بدل شي بيا بله بله سجده کول واجب دي .
۲- که مقتدی د سجدی آيت ولولی په هغه باندې نه واجبيږي په زړه کې ويلو او ليکلو باندې سجده نه واجبيږي .
۳- د سجدی له مقام څخه مخکې او ورسته ويل او دسجدی آيت پريښول مکروه دی .
۴- په خفيه لمانځه کې داسې سورت لوستل ندې پکار چې په هغه کې د تلاوت سجده وي او هم د جُمعی او اخترونو په غټو جماعت کې  لوستل په کار نه دي ځکه چې د ځنو مقتديانو د لمانځه د خلل سبب ګرځی (علم فقه ج ۲ ص ۱۸۱ ).

خشوع

دلمانځه طريقه اودلمانځه فرائض ،واجبات،سنت ،مکروهات اومفسدات بيان شول چه دغه ټول احکام دلمانځه په ظاهري شکل پورې اړه لري . چه کله دغه احکام ټول صحی آداشي نو لمونځ به په ظاهر سره درست وي .

لکن دلمانځه دظاهري صحت سره دلمانځه باطني صحت هم ضروري دی چه هغه په زړه او دوماغ پوري اړه لري ، چه ترخپله وسه د دزړه توجه بلی خواته نشي که په لمانځه کې دزړه توجه بل لوری ته شي نو دالمونځ به بې روحه لمونځ وي که کله په هيره سره توجه لږ بلی خواته شي نو خير  .

دخشوع معنی     په لغت کې ټيټيدل ،عاجزی او سکون ته وايي  اوپه شريعت کې زړه اودوماغ په پوره طورسره دخدای طرف ته متوجه کول اوپه هغې کې دعاجزئ اوبندګئ کيفيت پيداکولو ته خشوع وائی .

نو هرکله چه سړی لمانځه ته پورته شي اوتوجه يې د خپل رب (ج) طرف ته وي نوپر بدن باندې دهغې هم تاثير پريوځی يعنی دوجود په اندامو کې سکون راځی  بيا يواو بل طرف ته نه ګوري په جامواوبدن به لاس نه وهي اوتوجه به يې خپل لمانځه ته وي نو ورسته به ضرور ټول احکام به په ښه شان او آرامۍ سره ادا کوي .


وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ   الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (البقره 45-46).

ژباړه : اومدد وغواړی (په هره سختی کې له الله ) په صبر اولمانځه سره اويقيناًدا لمونځ خامخا ډير دروند دی مګر (نه دی دروند) په عاجزی کوونکو(خوند اخيستونکو له طاعته ) هغوکسان چه يقين کوی چه بيشکه دوی مخامخ کيدونکی دی له پروردګار خپل سره اوپه تحقيق دوی هم ده ته (په اخرت کې ) بيرته ورتلونکی دی


يعنی لمونځ دټولوحقوقوسره په ښه شان او دزړه په حضور ډير دروند دی مګر دا دروند کار يوازی په هغه چا آسان دی  چه عاجزی کوی اوله الله تعالی نه ويريږی او د دوی خيال اوفکر په همدی لوری وي چه مونږ به خامخاورشو او دهغه په لوری ورتلونکی يو.

هغه کسان چه په لمانځه کې خشوع کوي دکاميابی زيری ورکړشوي دي .

قوله تعالی :قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ

اوهمدارنګه هغه کسان کامياب دي چه دخپل لمانځه حفاظت کوي  يعنی تل پنځه وخته لمونځ کوي په خپل وخت کې سره له ټولوحقوقو.

قوله تعالی: وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ 9

داسې نه چه کله په دنياوی کارونو کې  مشغول شي لمونځ ناوخته کړي .

ضروري يادونه :

دلمانځه دصحت لومړی شرط علم دي دلمانځه دکولوطريقه او دهغه دټولو احکامو زده کړه فرض ده .

څوک چه دلمانځه له احکامو ناخبره وي هغه به څنګه دلمانځه په صحت اوخرابی پوه شي؟ .

مسافر

په شريعت کې هغه چاته مسافر ويل کيږي چه دخپل کور نه داسې ځای ته دتلو يا سفر اراده وکړي چې دده له کور څخه ۴۸ ميله يا ۷۷ کلومتره لری وي (ردالمختار )

کچيری په موټر ،طياره او ريل کې که همدومره يعنی ۷۷ کلومتره لاره وي اګر که په څو ساعتونو کې رسيږی بيا هم د مسافر حکم لري (عالمګيری ) .

د مسافر دلمانځه حکم :

د مسافر لپاره الله ج  او رسول الله ص په لمانځه کې دا اسانتيا راوستلی چې که د څلورو رکعتونوفرض لمونځ وي دوه رکعته به ادا کوي او کوم چې دوه رکعته ده هغه به په خپل حال وي او سنتو په کولو کې څه پابندې نشته که موقع وه اداکوي به يې اونه وه پريږدي به يې .

البته د وترو او سهار سنتو په باب په احاديثو کې ډير ټنګار راغلی هغه به اداکوي .

مسافر کله مقيم کيږي :

مسافر به پوره لمونځ هغه وخت کوي چې کله په خير خپل کور ته راورسيږي يا يې د سفر په ځای کې د ۱۵ ورځو پاتی کيدو يا تر هغه ذيات وخت تيرولو اراده کړي وي ، که يې نيت تر پنځلسو ۱۵ ورځو کم وي نو بيا قصر (مسافرانه ) لمونځ به کوي .

په سورلی باندې د لمونځ حکم  :

که سفر په موټر ، طياره ، ريل وغيره کې وي او ده ته د کوزيدو موعقع نه پيدا کيږي يا په کوزيدو سره دا ويره وي چې سامان به مې ورک شي يا دا ويره وي چې سورلی به رانه ولاړه شي نو پدی حالت کې به په سورلی کې لمونځ کوي .





ناروغ

تر څو پورې چې دسړي هوش او حواس پر ځای وي تر هغی پوری لمونځ په هيڅ شان نه معاف کيږي .

۱- که ناروغ په ولاړه لمونځ نشي کولای يا د دريدلو توان نلری يا یې سر ګرځې يا د لويدو ويره وي يا په ودريدو کې د مرض د سخت درد او ذياتوالی ويره وي نو لمونځ به په ناسته کوي .

۲- که په ناسته سره رکوع او سجده نشي کولای نو اشاره سره به لمونځ کوي .

۳- که دې ناستی طاقت نلري نو په ملاستی به لمونځ کوي چې د ملاستی لمونځ څو صورتونه لري ۱- که امکان لری مخ پر قبله به بالښت يا بل شی ته تکيه کوي او دسر په اشاره به رکوع او سجده کوي ۲- که داسې هم ممکن نه وي نو په ښی اړخ مخ پر قبله د سر په اشاره به لمونځ کوي ۳- که داسې هم ممکن نه وي نو سم به په بستره کې څملی يوازی سر به قبلی طرف ته کوي او دسر په اشاره به لمونځ کوي ، دسرپه اشاره کې به د رکوع په نسبت سجدي ته لږ ذياته اشاره ورکوي .

او که په ملاستی او اشاره يې طاقت نلري که دغه حالت د پنځو لمونځونو پورې دوام وکړي نو چې کله ښه شو قضايې به راوړی او که تر دې يې ذيات دوام وکړ نو بيا لمونځ ورته معاف دي قضايې هم نشته .

که ناروغ ته اوبه ضرر رسوي يايې د ابو په استعمال مرض ذياتيږي نو تيمم به وهی

که د کوم مرض له وجی په ابو استنجا سخت ضرر رسوي نو په لوټو او قاغذ تشناب به استنجاء کوي  .
 
 د اخترونو دلمانځه حکم :
 پرچا چې د جُمعی لمونځ فرض وي په هغه د اخترونو لمونځ واجب دی .
د اخترونو دلمانځه وخت :
د اخترونو د لمانځه وخت د لمر ختلو (په کوم وخت کې چې لمونځ روا کيږي) څخه د د لمر تر زوال پورې دی .
د اخترونو دلمانځه طريقه :
د دواړو اخترونو د لمانځه طريقه داده چې لومړی نيت کول بيا به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره تکبير ووايې لاسونه به غوږونه ته پورته کوي بيا به امام او مقتديان خپل لاسونه دې نامه لاندې وتړي په ورو سره به ثنا (ّسبحانک اللهم ) ووايي د ثنا نه پس به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبير ووايي داسې چې د هر ځل تکبير ويلو په وخت کې به لاسونه غوږونو ته پورته کوي او بيا يې دې ښکته کوي ، د دريم ځل تکبير وروسته به امام او مقتديان لاسونه په نامه وتړی بيا به اغوذ بالله او بسم الله ويل کيږي بيا به امام په اوچت آواز الحمدالله او قرائت ووايی بيا به رکوع او سجده وکړي دوهم رکعت ته به پورته شي بسم الله ويل کيږی امام به فاتحه او قرآيت په اوچت آواز وايې کله چې سورت ختم شی د رکوع نه مخکې به د لومړي رکعت په څير دری ځله تکبيرونه ووايي بيا به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړ شي او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي ښه به دا وي چې دعا ونه کړي خطبه شروع کړي خو که دعا وکړی هم باک نلری امام به دوې خطبی ووايې او مقتديان به په خاموشی سره هغه اوري .
د اخترونو د لمانځه مسائل :
۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .
۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .
د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :
۱- غسل کول او مسواک وهل .
۲- ښې جامی اغوستل .
۳- خوشبوئی لګول .
۴- په عيدګاه کې لمونځ کول (د اخترونو لمونځ خو په جومات کې کيدای شي خو په عيدګاه کې يې کول سنت دي ‎‎‎‎)
۵- سهار وختی پاڅيدل .
۶- عيدګا ته وختی ځان رسول .
۷- په لوی اختر کې د لمانځه نه وروسته قرباني کول .
۸- عيدګاه ته د تلو مخکې د څه شی نه خوړل او له لمانځه پس د خپلې قربانۍ نه څه خوړل او يا که د قربانۍ غوښه نه وي تياره شوې بل څه خوړل مطلب دا چې د لمانځه وروسته خوړل د نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارک ؤ.
۹- عيدګاه ته له يوی لاری ته تلل او پر بله لار بيرته راتلل .
۱۰ په کوچني اختر کې په لاره ورو ورو آرام تکبير ويل – الله اکبر الله اکبر لااله الاالله والله اکبر و لله الحمد او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل .
د اختر په ورځ د مړی غمرازی يا فاتحه خاني کول بدعت دی همدارنګه د اختر ورځ د زيات د پاره غوره کول بدعت دی .
د جُمعی لمونځ د اسلام ستره نښه
د جُمعی لمونځ په هر عاقل ،بالغ ،آزاد ،مقيم او تندرست مسلمان فرض دی ، اوپه نابالغو،ناروغو ،ړندو ، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی ، لکن که ويې کړي نو د دوی د جُمعی لمونځ به وشي په دغه ورځ بيا د ماپښين لمونځ ته ضرورت نشته
دجُمعی لمونځ د اسلام له سترو شعائرو څخه دی ددی له فرضيت نه منکر کافر دی او څوک يې چې له څه غدر يوازی د سستی او بې پروايې له وجی دا لمونځ پريږدي فاسق دی .
د قرآنکريم حکم دی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع (الجمة ۹ ).َ
مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .
پدی لمانځه کې د بيړی ورتګ حکم ځکه دی چې دا لمونځ بله جماعت څخه نه ادا کيږي او بل دا چې د نورو لمونځونو په شان قضايې هم نلري .
دجُمعی په لمانځه په احاديثو هم ډير تاقيد راغلی دی :
څوک چې بله څه غذر او ضرورته څخه د جُمعی لمونځ پريږدي د هغه نوم به د منافق په حيث سره په کتاب د لوح المحفوظ کې وليکل شي چې نه يې ليک له منځه تلی شي او نه هم بدليدلای شي . (مشکوة باب جمعه ).
چاچې دجُمعی اذان وارويده او بيا لمونځ ته رانغی ، بيا يې د دوهمې جُمعی آذان وارويد او لمانځه ته رانغی تر دريو جُمعو يې پر له پسی همداسې وکول ، دهغه په زړه مهر وهل کيږي او زړه يې د منافق زړه ګرځيدلی شي ( چې بيا به د حق خبره ،وعظ او نصيحت پر ده کوم اثر نه کوي )  (طبرانی ).
دجُمعی لمانځه د قيام د صحت شرطونه  :
دجُمعی لمانځ د ادا کولو لپاره لاندې شرطونه دي که دغه شرطونه پوره نه وي د جمعی لمونځ نه صحيح کيږي .
۱- جامع ښار :
د جامع ښار يا مصر په باره کې په قرآنکريم او ستنو کې کوم حد ندې ټاکل شوي نو ځکه د هغه په څرګندوالې کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی .
- جامع ښار :
د جامع ښار يا مصر په باره کې په قرآنکريم او ستنو کې کوم حد ندې ټاکل شوي نو ځکه د هغه په څرګندوالې کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی .
يو تعريف يې دادی : مصر جامع هغه ځای دی چې هلته بازار وي حاکم موجود وي چې د خلکو فيصلی وکړي
بل :  مصر جامع هغه ښار دی چې د هر کسب او حربې واله کسان په خپل کسب او هنر سره ګزاره کولی شي .
خومولنا مودودی پدې اړه ليکي ( ترکومه ځايه چې ما پر احکامو غور کړی دی لدی نه ماته د شريعت منشأ دا ښکاري چې د جمعی لمونځ په کوچنيو کوچنيو کليو جلا جلا ادا کول د جمعی د مقاصدو او اهدافو لپاره ګټور ندي پدې خاطر مصر جامع ټاکل شوی دی مصر جامع په څپله دې خبرې ته اشاره کوي چې لدې ځنې مراد داسې کوم لوی کلی يا محل چې واړو واړو کليو ړلې را ټولې او يو جامع الجماعت جوړ کړي  ددی لپاره بازار يا د اهتوګنو شميره هيڅ یې په مصر جامع کې کوم دخل نشته .بل تعريف يې داسې دی : د وخت حاکم چې کوم محل مصر جامع وبولی او هلته خلکو ته د جمعی د لمانځه کولو حکم وکړي  نو مصر جامع بلل کيږي  (فتح الباري )
۲- د ماسپښين وخت : د ماسپښين  د وخت نه مخکې او ورسته  دجُمعی لمونځ نه صحی کيږي .
۳- خطبه : د  جُمعی د لمانځه د وخت په  دننه کې  د جمعې د لمانځه نه مخکې  خطبه ويل شرط دی
۴- جماعت : دجُمعی د لمانځه لپاره جماعت  يا جَمعه کول شرط دی چې کم نه کم به دری کسان وي .
۵- عامه اجازه (د جمعی د لمانځه  لپاره مسلمان واکمن شرط دی )
د  جُمعی لمونځ قايمولو لپاره به پخپله واکمن يا د هغه نماينده وي  د جُمعی لمونځ به قايموي .
هغه هيوادونه چې حکومت يې د نا مسلمانو په لاس کې وي نو هلته  به مسلمانان په شريکه په خپله خوښه امام  دروي او د جُمعی لمونځ به کوي چې د اسلام شعائر لوړ وي .

دجَمعی د لمانځه فضيلت
رسول الله (ص) فرمايلي: ((بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة)) (ابؤداود ، ابن ماجه ).
هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زيری ورکړي په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).
له عثمان بن عفان (رض) نه روايت دی چې رسول الله (ص) فرمايل: ((من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه))
(مسلم 656 )
څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی ) .
او أبوهريـره (رض) روايت کوي چه رسول الله (ص) فرمايلي: ((لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً))(متفق علِيه ) .
که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .
عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
- "مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ". الترمذي
چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړشي يو د دوزخ  څخه او له نفاق څخه .
صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً
(بخاری ۲۹۵ ) .
دجَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی
دجماعت لمونځ واحب دی
 دجَمعی لمونځ واجب دی دليل لاندې قرآني آيتونه دي .
متعال خدای ج فرمايي )وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين( (سوره البقره آيه 43 )
ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوی سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو )
تشريح : دغه آيت د جَمعې په وجوب دلالت کوي ځکه (واركعوا مع الراكعين ) نه که مطلب د لمونځ کول وي نو هغه په (وأقيموا الصلاة) کې ذکر شو نو په آخر د آيت کې(واركعوا مع الراكعين ) نه راتلو ځکه چې اقامت په اول کې راغلی دی .
متعال خدای ج فرمايي: )وإذا كنت فيهم فأقمت لهم الصلاة فلتقم طائفة منهم معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم فإذا سجدوا فليكونوا من ورائكم ولتأت طائفة أخرى لم يصلوا فليصلوا معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم(( سوره النساء آيه 102) .
ژباړه : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په منځ کې او دجنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وی نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وادې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی له وروسته ستاسې او رادې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ) .
په دې آيت شريف کې الله ج رسول الله ص ته امر کوي چې رسول الله ته امر کول دلالت کوي په امر ده ته او دده امت ته .
له أبى هريره (رض) نه روايت دی : ((عن أبي هريرة؛ قال: أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال "هل تسمع النداء بالصلاة؟" فقال: نعم. قال "فأجب".))( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .
يو ړوند سړی رسول (ص) ته راغلی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت ص نه اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت ص هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ په جَمع ادا کړه ) .
لقد هممت أن آمر فتيتي فيجمعوا حزماً من حطب، ثم آتى قوماً يصلون في بيوتهم ليست بهم علَّة فأحرِّقها عليهم (549 ابؤداود )
ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه وسوزوم.
 د جماعت د لمانځه په تأقيد کې ډير احاديث راغلی دی خو دلته په همدې احاديثو اکتفا کوو.
حضرت عمر فاروق خپلو امراء او واليانو ته وليکل : (إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد،
وفي)(
ابن القيم الجوزية ص 403 ـ 404) .
ترټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هرچا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دادی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .
پدې باره کې د احنافو نظر :
دجَمعې لمونځ واجب دی او تارک يې بغير له عذر څخه فاسق او ګناه کار دی (فتاوی المحمودي حنفي ) .
د مذهب حنفي دؤ سترو کتابونو نظر :
ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم". (رد المحتار: 1/337، البحر الرائق: 1/341)
هغه عذرونه چې سړی کولای شي د جماعت لمونځ ترک کړي
۱- چې کله سخت باران وريږي چټرۍ او نورڅه هم نه وي ددی ويره وي چې که جومات ته لاړ شم جامې به مې ټولې لمدې شي .
۲- کوم ځای چه سخته يخني وي دا حکم د هغه ځايونو دی چيرې چي زياتې واورې اوريږي او تګ راتګ سخت وي
۳- دلمانځه په وخت کې سخته سيلۍ راشي .
۴- په سفر روانيدل وي د سورلۍ د تلو ويره وي .
۵- د دوښمن ويره وي د ځان ،مال اوکور.
۶- معذور وي که په آسانۍ سره جومات تلی شي نو جومات ته تلل پکار دي .
۷- دتشواوډکومتيازو سخت نيولی وي او دجماعت وخت وي .
۸- ډوډی پوره تياره وي وږی وي دا خيال يې وي که لمونځ ته لاړ شم فکربه مې په ډوډی کې شي .
۹- مريضی : چې جومات نشي تلای يا يې په تګ سره د مرض د سختيدو ويره وي .
دامام انتخاب
۱- اول هغه کس د امامت وړ دی چې علم دين ولري او عمل پرې کوي .
۲- که عالم نه وي بيا هغه کس چې قرآن صحي لوستلای شي .
۳- بيا پرهيزګاره سړی .
۴- بيا هغه کس چې عمر يې زيات وي .
فقه اسلامې زياتوي :
۵- بيا هغه کس چې تر ټولو نه يې اخلاق ښه وي .
۶- بيا هغه کس چې د وقار واله او معزز معلوميږي .
فقه مُيسر :
زياتوي ورسته له سن هغه څوک د امامت وړ دی چې مقتديان يا اهل محل انتخاب کړی وي بيا که خلکو په منځ کې اختلاف پيدا شو بيا اکثريتو انخاب کړی وي .
د لاندې خلکو امامت مکروه دی يا په لاندی صورتونو کې جماعت مکروه دی .
۱- بدعتي ۲- فاسق چه ګناوي کوي او قرآن او حديث سم عمل نه کوي ۳- جاهل ۴- ړوند که داسې ړوند وي چې په پاکۍ او صفايی پوهيږي نو بيا باک نه لري ۵- حرام خور وي ،سودخور،رشوت خور او داسې نور حرام .
فقه مُيسر زياتوي :
د ښځو موجوديت په جماعت کې په نن عصر کې چې د فتنی ويره ده .
د لمانځه اوږدول د سنت اندازی څخه .
دامامت شرايط :
۱- امام به نر وي ښځه د نرينوو امامت نشي کولای .
۲- امام به بالغ وي ۳- امام عاقل وي ليونی به نه وي ۴- امام په هغه قرآیت چې د لمانځه د صحت لپاره ضرور وي قادر وي .۵- د امام څخه کوم د لمانځه شرط نه وي پاتی مثلاً بې اودسه بې ستره نه وي .
۶- امام معذور نه وي مثلاً خونريزي ، سلسل البول او دباد جايری توب يا د متيازو تلل .
۷- امام صحي لسان وي توتله نه وي چې حروف په صحي توګه نشي ادا کولای .
دجومات آداب
۱- جومات ته دننوتلو په وخت کې بايد اول ښئ پښه وړاندې شي او دا دُعا وويل شي اَللهُمَّ افْتَحْ لِی اَبْوَابِ رَحْمَتيکَ ((ای الله ! زما پر مخ دخپل رحمت دروازی پرانيزه )) .
۲- د جومات له ننوتلو تر کيناستو مخکې دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کول پکار دي ،درسول الله ص ارشاد مبارک دی ( په تاسې کې چې څوک جومات ته ولاړشي ترڅويې چې دوه رکعته لمونځ نه وی کړی تر هغې دې نه کښيني ) بخاری او مسلم ) .
۳- دجومات نه د وتلو په وخت کې به اول چپه پښه وړاندې کوﺉ او دا دُعا به وايی اَللهُمَّ اِنِّی اَسْئَلُکَ مِنْ فَضْلِکَ
(( ای الله ! زه له تانه ستا دفضل اوکرم غوښتونکی يم )) .
۴- په جومات کې دزيات نقش او نګار کوښښ کول نه دي پکار.
۵- جومات ته په داسې حال کې تلل چې اوږه،پياز،تنباکو او نور بد بويه شی يې خوړلی وي تلل مکروه دي لومړی دې خپله خوله وويځي بيا دې مسجد ته داخل شي .
۶- په جومات کې خبرې کول ،شورماشوکول او اخستل او خرڅول مکروه دي له بدمرغه د افغانستان په ډيرو برخو کې چې ژمی شي او خلک وزګار شي نو بيا په جومات کې خپل بنډارونه کوي .
رسول الله ص فرمايې : څوک چې په جومات کې خبرې کول پيل کړي ،نو ملائکې په لومړی ځل ورته وايي (اُسْکُتْ يَاوَلِیَ الله ) يعنی ای د الله دوسته ! چوپ شه ،که بيا خبرو ته دوام ورکړي ،نو ملائکې ورته وايي (اُسْکُتْ يَابَغِيْْضَ الله ) چوپ شه ای د الله دوښمنه ! که بيا هم چوپ نشي نو په دريم ځل ملائکې ورته وايي (اُسْکُتْ لَعْنَتُ الله عَلَيْکَ ) يعنی چپ شه د الله ج لعنت وي پرتا .
همدارنګه په مشکوة شريف کې د شعب الايمان په حواله يو روايت راغلی چې جناب رسول الله ص فرمايې : په آخيره زمانه به داسې خلک پيداشي چې جومات ته به راځي ،هلته به ډلې ډلې کښيني او دنياوي خبرې به کوي تاسې له داسې خلکو سره مه کښينﺉ ،ځکه چې الله تعالی ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته (عمدة الاحکام ص ۷۵ ) .
ابن همام رح وايي په جومات کې دنياوی خبرې نيکی داسې له منځه وړي لکه وچ بوټي چې اور خوري (فتح القدير) .
۷- په جومات کې په اوچت آواز لمونځ کول نه دی پکار ځکه چې د نورو دلمونځ د اخلال سبب ګرځي او د نورو په لمانځه کې اخلال ګناه ده .
۸- د جومات دوازه ټړل نه دي پکار که د سامان د غلا خطر وي نو په هغه وخت کې يې تړلی شي چې د لمانځه وخت نه وي .
۹- جومات ته د جنوب ،نفاس او حائض واله ننوتل ګناه ده .
۱۰- په جمات کې لاره جوړل ناجايز دي که سخت ضرورت وي نو باک نلري .
۱۱- په جومات کې چې کوم ځای خالي وي هلته کيناستل په کار دي د خلکو په اږو تيريدل ګناه ده .
۱۲- په پښو پوری که څه خټی نيښتی مخکی له ننولو جومات هغه وويځي .
۱۳- په جومات کې د ننه آذان ويل مکروه دي .
۱۴- جومات ته د داسې ماشومانوبول چې د متيازو حال نشي ويلای يا داسۍ بې عقل او ليونی چې په پاکی او ناپاکی نه پوکيږي ننول پکار نه دي .
داسې ماشومان چې د لمانځه سن ته نه وي رسيدلی د لمونځ کونکو د آزار سبب ګرځي .
او هغه چې جومات تلل مشروع وي د جومات اهل بايد پر هغوی سخت ګيري ونه کړي (ابن عثيمين ) 
د استخاری لمونځ  :
که سړی د کوم کار اراده وکړي او دهغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وي یعنی نه پوهيږي چه پدې کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاری لمونځ او دوعا ده .
په حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لري نو استخاره دې وکړي ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .
درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .
د استخاری د لمانځه  طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړي او د لمانځ نه ورسته به په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).
کله چه په مخکني  دعا کې هَذَا الأَمْرَ ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری  هغه به په زړه کې  را وګرځوي . 
بيا به په اوداسه مخ پر قبله بيده شي .
ځنو صالح او ښو خلکو ويلي چه که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوري چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .
دحاجت لمونځ :
که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږی يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړي دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :
لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ".
 د تسبيح لمونځ :
ددی لمونځ کول لوی فضيلت لري ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ م
حمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ښودلی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو وارې ضرور او خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دي د نور لمونځونو پشان دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدې وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه په لاندې ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړي تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة وروسته لس ۱۰ واره بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم وروسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی ويلو وروسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئې چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت ته پورته شي  د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئې ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په همدی ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.
د تهجد لمونځ :
د تهجد منعی ده خوب ماتول اوپاڅيدل .
دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  دی .
په حديث شريف کې راغلی دي چې دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د امت دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی.

( دشپی په ورستی برخه کې الله ج د ځمکی اسمان ته نزول فرمايې او وايی شته څوک ماته فرياد او آواز کونکی چې ماته آواز وکړی او زه يې فرياد واروم ،له مانه وغواړی او زه يې ورکړم ،له مانه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړی او زه ورته بخښنه وکړم (بخاری )
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )
دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی سبا پورې کيږی خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .
د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه دی .
     
تحية الوضو او تحية المسجد :
د اودس کولو ورسته چې فوراً دوه رکعته نفل لمونځ کوي چې ډير ثواب لری دغه نفلو لمونځ ته تحية الوضو وايې په حديث شريف کې ددی ډير فضيلت راغلی دي .
همدارنګه جومات (مسجد) ته د داخليدو سره سم دوه رکعته نفلو کولو کې ډير ثواب دی دغه لمونځ ته تحية المسجد وايي .
صلوة الضحی (د څاښت لمونځ ) :
کله چې لمر ښه راوخيږي او رڼا ښه خپره شي نو د څاښت د لمانځ وخت شروع کيږي او له زوال نه مخکې پورې دوام لری دغه لمونځ څلور رکعته دی نبی ص به ددی لمانځه ډير اهتمام کاوه .
صلوة الاوابين : صلوة الاوابين له ماښام لمانځه ورسته ادا کيږي رسول الله ددی لمانځه ډير فضيلت بيان کړی دی او د کولو ترغيب يې کړی دی دا لمونځ له تهجد لمونځ څخه دوهمه درجه فضيلت لری .
د اوابين لمونځ دوه دوه رکعته ټول شپږ رکعته کول پکار دی .
صلوة توبه :
له هر انسان څخه ګناه کيږي کله چې له بنده څخه کومه ګناه وشی نوپه پښيمانتيا سره د خدای ج په وړاندې دعاجزی او خپلی ګناه د بخښنی غوښتلو لپاره دوه رکعته نفل کول مستحب دی .
د کسوف لمونځ :
کسوف لمونځ د لمر توريدو په وخت دوه رکعته لمونځ په جمع سره کيږي په دواړو رکعتو کې اوږده اوږده سورتونه لکه بقره او ال عمران ويل پکار دی رکوع او سجده کې هم ډیر وخت تيرول پکار دی .
د کسوف د لمانځه لپاره آذان او اقامت نشته او د خلکو د جمع کول لپاره اعلان روا دی .
د خسوف لمونځ :
د سپوږمۍ توريدلو په وخت کې چې دوه رکعته لمونځ کيږي دې لمونځ ته د خسوف لمونځ وايی دغه لمونځ هم دوه رکعته سنت لمونځ دی چې بې له جومات او بله جمعی په ځانله ځانله ډول ادا کيږي
لمر او سپوږمۍ ولی توريږي ؟
لمر او سپوږمۍ د الله د قدرت نښه ده اسلامې شريعت پدی کې بحث نه کوي بس دا د الله تعالی د قدرت نښه ده
داچې خلک دا څه آفت يا مصيبت دی يا لمر او سپوږمې ته تکليف رسی بې ځايه خبره ده .
دا د قيامت ياد دی
دا دنيا چې څنګه روانه ده نو هسی به وي که څه خلل پکې راشی نو قيامت به قايم شي .
د استقاء لمونځ :
د استقاء معنی ده اوبه غوښتل يعنی کله چې د ابو ضرورت شي او باران نه کيږي د باران غوښتلو لپاره دوه رکعته لمونځ کيږي او دخدای ج نه د ابو غوښتلو سوال کول سنت دی .
دغه لمونځ په يوه بيديا ، ميدان يا عيدګاه کې کيږي په جمع سره کيږي د لمانځه نه پس به امام يا د مسلمانانو حاکم د جمعی او اخترونو په ډول دوی خطبی وايې او په پوره عاجزی اوچت آواز به دعا کوي لومړی به د خپلو ګناهونو د بخښنی لپاره دعا کوي بيا د باران غوښتلو دعا کوي .
دسهوې سجده :
دسهوي معنی هيريدل دي بنی آدم چه کله نيک کار کوي شيطان هغه هميشه په هيره اوغفلت کې اچوي شيطان ترټولو ډير دبنده په سجده کولوسره ذليل کيږی اوسخت خفګان ښکاره کوي .
څنګه چه لمونځ کې سجده وي نو شيطان هميشه کوښښ کوي چه لمونځ کونکی بي توجه اوبي فکره کړی .
دشيطان دذلت لپاره بيا هم په هيره او بي فکري کې سجده سهوه لازمه شوي ده .
هغه صورتونه چه سجده سهوه لازميږي .
۱- دلمانځه له واجباتو څخه په هيره سره کوم واجب پاتي شي لکه الحمدلله ،تشهد يا جلسه .
۲- دکوم واجب په اداکولوکې تاخيرياځنډ راشي (دومره ځنډ چه په څومره وخت کې يوه رکوع يا سجده کيدای شي ) که په هيره سره وي يا څه فکر کولو لکه دالحمدلله نه ورسته د سورت په ضم يا پيوسته کولو کې سړی خاموش ودريږی دڅه ځنډ ورسته سورت شروع کړي .
۳- دکوم فرض په اداکولو کې تاخير راشي مثلاً دسورت نه ورسته ځنډ وشي ورسته له څه ځنډ نه رکوع وکړي .
۴- کوم فرض دوه ځلي ادا شي مثلاً په يوه ځل دوې رکوع وکړي .
۵- دڅه واجبو کيفيت بدل شي :
اليف ) په کومو لمونځوکې چه په خفيه سره سورت لوستل کيږي هغه دامام له خوا په زوره وويل شي يا د ورو ويلو پرځاي په زوره وويل شي که پدي سلسله کې پوره سورت وويل شي يا دومره چه په څومره وخت يوه رکوع يا يوه سجده کيدای شي نوپدی صورت سجده سهوه لازميږي .
ب) دفرضو په اولو دواړو رکعتو کې يا يورکعت کې سورت هير شي نوکه څلور رکعتي لمونځ وي نوپه آخري دوو رکعتونو کې يې ويل پکار دي او ددي ترتيب بدليدو په وجه سجده سهوه لازميږي .
دسجده سهوي کولو طريقه :
په آخري ناسته کې د تشهد نه ورسته به يواځي ښی طرف ته سلام ګرځول او ورسته دوي سجدي کول او بيا تشهد،درود او دُعا ويل او دسلام ګرځول .
د اسلام دریمه بناه روژه ده

دروژی فضيلت :

د نورو امتونو په پرتله د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امت ته د هری نيکی په بدل کې لس چنده يا تر هغه هم زياته بدله ورکول کيږي ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .

الهی پيغام دی چه روژه د بنده له طرفه ماته يوه تحفه ده او زه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي, نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم (بخاري او مسلم )  .

بل حديث شريف  كې راغلي : اِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).

ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغی ته باب الريان وايې پدی دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوی خطبی په آخره برخه کې وفرمايل : وهو شهر اوله رحمة و اوسطه مغفرة و آخره عتق من النار و من خفف عن مملوکه فيه غفرالله له و اعتقه من النار .

( ددی مبارکې مياشتی اوله حصه رحمت دی دوهمه حصه يي مغفرت دی او آخري دريمه حصه يي د دوزخ څخه خلاصون دی ،ددينه پس يي وفرمايل کوم سړی چه په دی مياشت کې دخپل خادم يا مزدور په کار کې تخفيف او کمی وکړي الله تعالی به د هغه مغفرت وکړي او د دوزخ له اوره به آزادی ورکړي (شعب الايمان للبيهقی ).

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

يعنی ټول عمر روژه نيول د يوې ورځی د رمضان په اندازه ثواب نشي پوره کولای چې ددې څخه د رمضان المبارک غوره والی او فضيلت څرګنديږي .

عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه)  

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي .

عن عثمان سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول الصيام جنة من النار کجنة احدکم من القتال ( بخاری ،مسلم ، ابن ماجه )

حضرت عثمان رضی الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واوريدل چې فرمايل يې : روژه د اور څخه داسې سپر او ډال دی لکه چې سپر او ډال وي ستاسې په جنګ کې .

لکل شی ءٍ زکاة و زکاة الجسد الصوم والصوم نصف الصبر ( ابن ماجه )

د هر شي د پاره زکات وي د بدن زکات روژه نيول دي او روژه نيول نيم صبر دی .

لخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک ( بخاری او مسلم )

د روژه لرونکی د خولې بوی الله تعالی تر عطرو او مشکو غوره دی .
شک روژه مه نیسی
 په اکثره خلکو کې دا عادت وي چې د رمضان المبارک څخه يو ورځ يا دوی ورځي مخکې روژه نيسي که ور ته ووايي دا روژه ولی نيسی نو در ته وايي به که رمضان شو نو فرضي روژه به وشميرل شي او که نشو نو ثوابي روژه به وشميرل شي چې ددې ته شک روژه وايي .

او بغير له شک روژې هم داسې کول منع دي مګر هغه څوک چې دايم په روژه نيولو يا په مياشت کې دری ورځې په روژه نيولو عادت وي .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «لا يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ إِلاَّ أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ». (بخارى: 1914)

ژباړه :   ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : د د تاسې څخه بايد هيڅ څوک هم د رمضان څخه يو يا دوې ورځي مخکی روژه ونه نيسي ، مګر هغه څوک چې په روژه نيولو مقيد وي ( مثلاً د دوشنبه ، پنجشنبه .. روژه )  نو داسې کس ته د روژي نيولو اجازت شتته .

بل حديث شريف کې راغلی دی : من صام اليوم يشک فيه الناس فقد عصی أبا القاسم ( نسايي او ابوداؤد )
يعنې څوک چې په داسې ورځ روژه ونيسي چې خلک په رمضان او نه رمضان کې شکمن وي نو داسې کس د ابو قاسم ) رسول الله صلی الله عليه وسلم ) له امر او فرمان څخه سر غړونه وکړه
د روژی فردي ګټې:
روژتی د روژې په نيولو د لوږو تندو سره مخامخ او روږدی کيږي ،نو کله چه پرې د ژوند په اوږدو کې ناچاپي بې وسي او ستونزې راشي د هغوی په مقابل کې په پوره صبر او حوصلې سره مقاومت کوي او خپل ځان نه بأيلي .
مګر ددې پرخلاف هغه څوک چه د روژې نيولو سره روږدی نه وي او دلوږې او تندې د مشکلاتو سره مخامخ شي ژر صبر او حوصله د لاسه ورکوي او خپل ژوند بأيلي .
د روژي اجتماعي ګټې :
شتمن او بډای مسلمانان پخپله تل آسوده او سوکاله ژوند کوي ،نوکله چه بډايانو ته د روژې په نيولو سره د لوږې او تندې په سختيو او کړاوونو کې د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو حالت ور په زړه کيږي . سمدستي فکر کوي چه د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو ټول ژوند په لوږه او بې وسۍ کې تيريږي ،ځکه يې پر هغوی زړه سوی پيدا کيږي او ورباندې یې د مهربانۍ او مرستی کولو ولولې په جوش راځي په نتيجه کې د خپل مال او شتو ځنې څه حصه غريبانو او بې وزلو ته ورکوي .
بې وسه او بې وزله کسان د بډايو په دې ډول خواخوږۍ او مرستي سره له هغوی څخه خوشحاليږي . په پای کې د بې وزلو او بډايو تر منځ مينه او دوستي پيداکيږي او هر يو ،يو دبل تر څنګ هوسا او ډاډه ژوند تيروي چه دا پخپله د ټولنې د نيکمرغۍ سبب ګرځي .
د روژی صحي ګټې :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : صموا تصحوا (روژه ونيسئ تر څو صحتمند شئ )
د روژې نيول انسان ته لاندنۍ ګتې رسوي .
۱- پوره يولس (۱۱ ) مياشتې چه معده په پرله پسې توګه خوړو او ابو څخه ډکه وي نو ينه (ځيګر) هم مجبوريږي چه د صفرا د کڅوړې تيزابي مواد تل ترتله د خوړو هضمولو په وخت کې تيار او ور باندې مصرب کړي .په يوې مياشتنۍ روژه کې د صفرا کڅوړه څخه څڅيدونکي تيزابی مواد په معده کې جمع شوو خوړو باندې ورڅڅيږي او هغه په بشپړه ډول هضموي .
۲- د کال په يوه معلوم وخت کې (روژه ) کې لږ خوراک او څښاک د ناروغتيا د علاج لپاره ډیر غوره لاره ده .
۳- د هاضمې د جهاز ،پښتورګو او ينی ناروغۍ چه په دارو درملويې علاج نشی کيدای ، په روژې نيولو سره په ښه ډول تداوي کيږي .
۴- د ناوړه هضم ښه دارو درمل د روژې نيول دي .
۵- د ځيګر يوه خاصه ناروغي چه د زيړی يې بولي په روژه نيولو سره له منځه ځي ، ځکه چه دا ډول ناروغي زياتره د ينې د ستړتيا له کبله پيدا کيږي او د ينې زيات کار کولو په وخت کې له وينې څخه د صفرا مواد نه جلا کيږي .
۶- د روژې په مياشت کې د روژتي ډیر خوراک او چښاک نه کوي ، نوځکه يې اشتها هم ښه کيږي . دښه اشتها په صورت کې د خوړلو د هضميدو نه وروسته د بدن د اړتيا وړ کيمياوي مواد په ښه توګه بدن ته جذبيږي او روغتيا ته ګټه رسوي .

رمضان، د ايمان مدرسه

 (اى موْمنانو! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې، څرنګه چې له تاسې نه په وړاندې خلکو فرض شوې وه. تر دې چې پرهيزګاره شی.)
(د بقرې  سورت د ۱۸۳ آیت ترجمه)
نيكمرغې مياشتې ښه راغلې!
د رمضان نیکمرغه میاشت یو ځل بیا له خپلو ټولو پیرزینو او برکتونو سره د الله پر ریښتینو بنده ګانو راوګرځیده او اسلامی امت یې په ورین تندی هرکلي ته لاس په نامه ولاړ دی. ښه راغلې اې د رمضان میاشتې! ته راغلې چې د هجران پر ټپونو د وصال مرهم ولګوې او د الله د مینې تږي زړونه د ایمان په خوږو خړوب کړې. نو هرکله راشې زموږ محبوبې میاشتې! د کال له ټولو غوره میاشتې، د رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون میاشتې، د تقوی، توبې، صبر او الله ته د ورګرځیدلو میاشتې، د شپې رڼولو، له الله سره د راز او نیاز، صدقاتو او په نیکیو کې د سیالۍ میاشتې، نو ستا قدم زموږ په لیمو ای د ایمان مدرسې او د ښیګڼو سرچینې!
پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیری ورکوي
- (کله چې د رمضان لومړۍ شپه راورسيږي، نو شیاطین او سرکشه پیریان بندي کړل شي، د دوزخ دروازې وتړل شي او هیڅ یوه دروازه یې هم وازه نه پاتې کیږي، د جنت دروازې پرانیستل شي او هیڅ دروازه یې تړلې نه پاتېږي، ناره کوونکی ناره کوي: ای د خیر غوښتونکیه، وړاندې راشه او د بدۍ غوښتونکیه: لاس ونیسه. او الله بنده ګان له اورڅخه آزادوي او دا د رمضان په هره شپه کې جریان لري.) (رواه ترمذی و ابن ماجه)
- (الله متعال فرمایي: د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم.
روژه له ګناهونو څخه مخ نیوی کوي، نو ستاسې نه چې څوک روژه ولري، له بد ویلو، ناوړه خبرو، چیغو نارو او جاهلانه کړنو څخه دې ځان وساتي. که څوک ورته ښکنځلې وکړي یا یې ورسره جګړه وکړه، ځواب دې نه ورکوي بلکه دوه ځله دې ووایی: زه روژه یم. په هغه ذات سوګند چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی، د روژتي د خولې بوی، د قیامت په ورځ الله ته د مښکو تر بوی نه غوره دی.
 روژتي دوه خوښۍ لري چې خوښوي یې: یو د روژه ماتي پر مهال او بل چې کله له الله تعالی سره مخامخ کیږي.( (صحیح مسلم)
- (څوک چې د الله په لار کې یوه روژه ونیسي، الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوزخ له اوره لرې کوي.) (متفق علیه)
کېدای شي دا دې وروستی رمضان وي
ګرانه وروره او درنې خورې! رمضان له خپلو ټولو ښیګڼو سره راغله، خو ته چیرته یې؟ آیا ته د دغه میلمه هرکلي ته چمتو یې؟ روژه خو سږ کال هم د نورو کلونو په څېر راځي او تیریږي، خو تا ته پر الله سوګند درکوم چې مه پریږده دا ستره موکه دې له لاسه ووځي. داسې موکه چې یواږې څو ورځې ورته پاتې دي. څوک پوهیږي چې آیا راتلونکی کال به بیا روژې استقبال کړې او که نه؟ ګرانه لوستونکیه! باور وکړه چې هیڅ ضمانت نشته. څومره ځوانان چې تیر کال ږموږ تر منځ او هم مو تر څنګ وو خو سږ کال یې پر قبرونو د خاورو څلی جوړ دي.
ژوند ته له سره کتنه
رمضان د ژوندون د مسیر د ارزونې غوره فرصت دی چې باید پکې د خپل ژوند تګلوري ته له سره کتنه وکړو او ډاډه شو چې د آیا په هماغه لوري دی چې الله جل جلاله راته ټاکلی اوکه د کعبې په ګمان ترکستان ته روان یو؟
رمضان، د بدلون میاشت
رمضان د بدلون میاشت ده. راځه د بدلون په هوډ له خپل رب آشتی وکړو، راځه خپل الله چې په ناوړه کړنو مو ناراضه کړی، له ځانه خوښ کړو او د هغو په څېر نه شو چې د الله په هیرولو سره یې نفسونه هېر شوي دي. تاسې ځنګه؟ آیا راتلونکي رمضان ته کومه ځانګړې برنامه لری؟ آیا په ژوند کې د بدلون لپاره تیاریاست؟
رمضان، د ارادو د نندارې فرصت
رمضان د ارادې او عزم د پخوالي میاشت ده.‎ هغه میاشت چې ناآشنا هوډونه زیږوي. دلته وږی او تږی هوډمن دی چې له سهاره تر ماښامه به نه څه خوري او نه څښي. سبحان الله! آیا هغه چې د الله په امر یې دې هر څه ته شا کړې، دومره وس نلري چې له ژوند څخه ناسمې کړنې لرې کړي؟ حتما چې لري یې. روژه د ناوړه عادتونو او حیواني شهوتونو له ولکې څخه د خلاصون میاشت ده. هغه میاشت چې مؤمن له امارة بالسوء نفس سره په مبارزه کې دا ثابتوي چې د نفس بنده نه دی، بلکې نفس د هغه تر واک لاندې دی. پدې میاشت کې مؤمن خپل پوخ عزم نندارې ته ږدي. هو، هغه د روژې له پیله هوډ کړی چې لمنځونه په جماعت سره اداء کوي، غیبت نه کوي، دروغ نه وایي، سترګې او غوږونه له ناروا څخه ساتي، نه حرامو ته لاس ور وړي او نه په ‌‌طاعت کې ټنبلی کوي… او که همت لوړ وو نو د الله په مرسته حتما همداسې کیږي، ځکه د رحمن پالونکي په وینا: (هغوی چې زموږ په لار کې تکل کوي، موږ به هرو مرو خپله لار وروښیو.) (د عنکبوت سوره د ۶۹ آیت مفهوم)
پاڅه او خپل پیاوړی هوډ وازمایه
تاسې همدا سږ کال دا وآزمایاست او بیا وګورئ چې څرنګه مو مخې ته د نیکمرغۍ دروازې پرانیستل کیږي. اې وروره چې تر اوسه دې د ریښتیني مؤمن په توګه د ایمان خوند ندی څکلی، اې ځوانه چې تر اوسه له ګناهونو څخه د نفس په راګرځولو نه یې برلاسی شوی.اې خورې چې د حجاب او اسلامي آدابو په پلي کولو کې پړه راغلې یې، اې پلاره چې لا دې له حرام مال څخه لاس ندی اخیستی، اې مورې چې د اولاد په روزنه کې دې ټنبلي کړې ده، اې واکمنه چې د الله د اوامرو له پلي کولو غافل یې، اې دعوتګره چې د حق د پیغام په رسولو کې دې لټی کړې! پاڅه، پاڅه او د دې ایماني فرصت څخه په ګټې اخیستې سره د خپلې ارادې پیاوړتیا وازمویه.
څرنګه له رمضان څخه غوره ګټه واخلو؟
۱. د الله شکرانه ادا کړو چې تر بل رمضان پورې یې د ژوند فرصت راکړ.
۲. په خالص نیت سره د دې میاشتې د روژې نیولو هوډ ولرو.
۳. د کتابونو د مطالعې یا هم د سي ډي او کستو د اوریدلو له لارې د روژې د احکامو په اړه معلومات ترلاسه او روحي تیاری ورته ونيسو.
۴. د روژې له پیله په رښتینې توبې او پوره جدیت سره د تېرو ګناهونو د لمنځه وړلو تکل وکړو او هوډمن اوسو چې نور د ګناهونو لمن ونه نیسو.
۵. په جماعت سره د پنځه ګونو لمونځونو اداء کولو ته پاملرنه وکړو.
۶. په خپل ذهن کې د آخرت او مرګ د یاد روحیه ژوندۍ کړو
۷. له الله څخه پدې میاشت کې د لا زیات طاعت او عبادت توان وغواړو.
۸.له مناسب پلان سره سم،خپل او د کورنۍ وخت په نیکو کړنو ډک کړو.
۹. د دې میاشتې له برکتناکو شیبو څخه د دین د اړینو مسائلو په زده کړه کې ګټه واخلو او په ځان کې د مطالعې او زده کړې دود غښتلی کړو.
۱۰. د روژې په لوږې او تندې سره باید هغه خلک را یاد شی چې د خوړلو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او له هغو سره د مرستې لپاره ګام واخلو.
۱۱.د پیشمني پرمهال دتهجد په لمانځه سره دنفس په روزنه کې هڅه وکړو
۱۲. د روژې له باطلوونکو ځان وساتو: ډیری روژتیان د روژې له ماتوونکو (خوراک، څښاک او جماع) څخه ډډه کوي خو باطلوونکو ته یې چې د روژې اجر له منځه وړي هیڅ پاملرنه نه کوي. رسول الله فرمایي: (ډیر روژتیان داسې دي چې د روژې لاس ته راوړنه یې یواږې لوږه او تنده  او د لمانځه ونډه یې یوازې بې خوبي وی.) (ابن ماجه) اړینه خو دا ده چې زموږ ټول غړي روژه وي تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (که څوک روژتي ته ښکنځلې وکړي، هغه دې متقابل عمل نه کوي بلکې ودې وایي چې ما روژه نیولې.) (صحیح مسلم)
 ۱۳.د تراویح لمونځ: رسول الله فرمایي: څوک چې د رمضان په شپو کې له ایمان او اخلاص سره لمونځ وکړي. تیر ګناهونه یې بښل کیږي. (متفق علیه)
۱۴. په رمضان کې صدقه ډیر زیات اجر لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: تر ټولو ښه صدقه هغه ده چې په رمضان کې ورکړل شي. (ترمذی)
۱۵. سخاوت: په روایت کې راځي چې په رمضان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخاوت له روان نسیم څخه هم زیات وو.
۱۶. د قرآن كريم تلاوت: رمضان د قرآن میاشت ده ځكه نو بايد پكې د قرآن د تلاوت او زده کړې زیاته هڅه وکړو. اړینه ده چې قرآن په پوره تدبر سره تلاوت کړو او هڅه وکړو چې په معنی او مفهوم یې پوه شو.
۱۶. رمضان د ذكر، دعاء او استغفار ښه وخت دی چې ترې ګټه واخلو.
۱۷. عمره: رسول الله فرمايي: په رمضان کې عمره د حج اجر لري. (بخاري)
۱۸. اعتکاف، په ځانګړې توګه په وروستۍ لسیزه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د نفس د روزنې ښه فرصت دی.
۱۹. د رمضان په وروستۍ لسیزه کې د قدر شپې د ترلاسه كولو په نيت چې تر زرو مياشتو غوره ده، تر ډيره عبادت او طاعت ته ملا وتړو.
۲۰.روژتیانو ته په روژه ماتي ورکولو سره،وعده شوى ثواب لاس ته راوړو.
۲۱. په پوره نشاط سره ورځنیو چارو ته حاضر شو او د روژې معنویت په بې حوصلګۍ او له نورو سره په جنجالونو زیانمن نه كړو.
۲۲.له بې ګټې او عبث مجلسونو څخه ځان وساتو او خپل ارزښتمن وخت په قرآني درسونو او نورو دينې مجالسو كې په ګډون سره ولګوو.
۲۳. د فطر د زکات وركړه: دا چې بايد د اختر له لمانځه څخه وړاندې بې وزلو ته ورسيږي نو له اختر څخه څو ورځې وړاندې یې هم ورکول جائز دي څو پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
۲۴. د كوچني اختر په لمانځه کې په ګډون سره د خیر او برکت دا موسم پای ته ورسوو له رمضان وروسته له الله سره د تل لپاره دعبادت ژمنه وکړو.
د روژې فضایل
- د روژتي د خولې بوی، الله ته د مشکو له بوی څخه غوره دی.(متفق علیه)
- جنت د روژتیانو لپاره ریان په نامه ځانګړې دورازه لري. (بخاری)
- روژه د الله په وړاندې د روژتیانو شفاعت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: روژه او قرآن د قیامت په ورځ د بنده شفاعت کوي. روژه وایي: ای زما ربه! ما هغه په ورځ كې له خوړلو او شهوتونو منع کړی وو، نو زما شفاعت يې په اړه ومنه. قرآن وایي: ای زما ربه! ما هغه د شپې له خوب څخه منع کړى وو، نو ما د ده لپاره شفیع وګرځوه. نو د دواړو شفاعت به قبول شي. (رواه احمد)
- روژه ځانګړی ثواب لري: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: د هر عمل ثواب دوه برابره، لس برابره او تر اوه سوو برابره پورې ورکول کیږي، خو الله تعالی فرمایي: روژه يوازې زما لپاره ده نو ثواب یې زه پخپله ټاكم. (ابن ماجه)
- د افطار پر وخت د روژتي دعا نه ردیږي. (ابن ماجه)
د روژې آداب
- په افطار كې بیړه كول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: تر هغه چې خلک په روژه ماتي کې بیړه کوي په خیر کې دي. (متفق علیه)
- روژه په خرما او اوبو سره ماتول.
- د افطار وروسته دعاء:ذهب الظمأ وابتلت العروق ثبت الاجر انشاء الله
- د شپې په وروستۍ برخه کې پیشنمی کول.
- ډیر خوراک نکول چې د ناروغیو مور او د روژې د حکمت منافي ده.
سلف صالحو به د رمضان څه ډول استقبال كولو؟
- له رمضان سره ژوندون: معلی بن الفضل وايي: صحابه کرامو به شپږ میاشتې له الله څخه روژه غوښته او شپږ میاشتې به یې د قبولۍ دعاوې کولې.
- د قرآن تلاوت ته ځانګړې پاملرنه: صحابه به د قرآن له تلاوت څخه ډیر متأثر کیدل او زړونه به یې په ورسره نرمیدل. په ځانګړې توګه په رمضان کې به یې د قرآن زیات تلاوت كاوه او په هغه کې به یې زیات فکر کاوه او هغه به یې زیات زده كولو.
- عبادت ته ځان وزگارول: روایت دی چې کله به خلک کورونو ته لاړل نو ابن عمر رضي الله عنه به مسجد ته لاړ او تر سهاره به یې لمونځ کولو.
- سخاوت او انفاق: روایت دی چې ابن عمر رضی الله عنه له مسکینانو پرته
روژه نه ماتوله. که به کوم سوالګر ورغی نو خپله ډوډۍ به یې هغه ته ورکوله او چې په کور کې به یې د خوړلو لپاره نور څه ونه موندل نو د دویمې ورځې لپاره به ېې همداسې په لوږه روژه نیوله.
- له زیات خوراک څخه ډډه: پدې باور ول چې که څوک غواړي په روژه کې له لمانځه څخه خوند واخلي نو لږه ډوډۍ دې خوري، ځکه لوږه زړه نرموي، نفس کمزوری كوي او غوسه له منځه وړي.
- په وروستۍ لسیزه کې زیات زیاراېستل: د رمضان وروستۍ لسیزه به چې راورسیده نو په عبادت کې به یې حرص څو برابره زیات شو. ابن جریر فرمایي: ډيرى سلفو به د شپې غسل كاوه، عطر به یې لګول، ښې جامې به یې په تن كړې او په عبادت به لګیا شول. ځکه پدې باور ول چې د قدر شپه په همدې شپوکې ده.
- قیام اللیل او اوږدې تراویح.
- د ژبې ساتل او له زیاتو خبرو ډډه كول.
رمضان د قرآن، جهاد، تعاون، تغيير او تقوا مياشت
رمضان قرآن كريم ته ورگرځيدو مياشت ده، راځئ د هغه د پوهاوي تكل وكړو، احكام يې په فردي او كورني ژوند كې پلي كړو، خپل ملت ته يې پيغام ورسوو او د تنفيذ په لار كې يې لاسونه سره وركړو. رمضان د جهاد مياشت ده، راځئ د ټولو مفاسدو پر وړاندې د مبارزې توغ پورته كړو. رمضان د همكارۍ مياشت ده، راځئ اړو انسانانو ته د مينې لاس ور اوږد كړو، رمضان ځان ته د راګرځیدلو میاشت ده، راځئ د الله د خوښې وړ او نجات وركونكي بدلون په اړه سوچ وكړو. بالاخره رمضان د عاداتو له تنګې دایرې څخه د الله د عبادت پراخې نړۍ ته د ګام اخیستنې میاشت ده چې د عبادت میوه هم تقوا ده، نو څومره به ښه وي چي د تقوا سیوري او د ایمان په رڼا کې ډاډمن ژوند تجربه كړو.
پشلمی يا سحري
قال النبي صلى الله عليه وسلم: (تسحروا، فإن في السحور بركة ( بخاری ۱۸۲۳)
نبی صلى الله عليه وسلم فرمايي : پشلمی کوﺉ ځکه په پشلمي کې برکت وي .
بل حديث شريف کې راغلی :
السحور برکة فلا ندعوه ولو ان يجرع احدکم جرعة من ماء ٍ فان الله و ملئکته يصلون علی المسحرين (مسند احمد ) .
په پشلمي کې برکت دی هغه هيڅ کله مه پريږدﺉ که بل څه نه وي نو دغه وخت د ابو يو غړپ وڅښئ ځکه چې په پشلمي کوونکو باندې د الله رحم نازليږي او فرښتی د دوی د پاره د مغفرت دعاوی کوي .
فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب، أكلة السحر” (مسلم ۱۰۹۶ )
زمونږ او داهل کتاب د روژې په منځ کې فرق پشلمی دی .
په روژه ماتی کې بيړه او په پشلمي کې تأخير کول :
عن أَبي هُريرةَ قَالَ:- قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَالَ الله عزَّ وجلَّ: أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً” (الترمذي ۶۹۶ ) .
له ابی هريرة (رض) نه روايت دی چې رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي : د الله تعالی ارشاد دی چې پخپلو بنده ګانو کې ماته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .
د بخاري شريف بل حديث کې فرمايي :
 لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر. (بخاری 1856)
څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه حال کې وي .
إِذَا أَفطَرَ أَحَدُكًم فَلْيُفطِرْ عَلَى تمرٍ فإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيُفطِرْ عَلَى ماءٍ فَإِنَّهُ طَهُورٌ (سنن الترمذي ۶۹۱ ) .
په تاسې کې چې دچا روژه وي نو هغه به روژه په خرما يا کجوړه ماتوي که خرما نه وي نو بيا به يې په اوبو ماتوي ځکه چې الله تعالی اوبه (طهور) پاکی ګرځولی دي .
روژه دار ته د روژه ماتي برابرولو ثواب :
من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي ) .
چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .
ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام اوحق غوښتونکی مظلوم .
په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .

پدی اړه دغه حديث شريف ولولی :

مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی دده خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

دروژی مکروهات : 

۱- بدخويی کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولی خبرې او داسې نور حرام اعمال او خبرې .

۲- د لوږی تندی په وجه وارخطايي او ناآرامي ظاهرول .

۳- څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .

۴- د خوراکی څيز څکل خو د ښځی او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يي بدخويه وي د خاوند يا مالک دتندخويی د دفعی په وجه چه بدرد ونه وايي باک نلري چه د خوراکی شی مالګه وڅکي  .

۵- په خوله يا پوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پورې لاړی شي

۶- د غاّښو مينځلو کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه پاک او صفا کول .

۷- په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .

۸- که دشهوت ويره وي له خپلی بی بی نه مچي يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلری .

۹ – مور لره په خوله کې د څه شي جويل او بيا ماشوم ته د هغه ورکول .

پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږی فاسيديږي نه ولی ثواب يی کميږي .

دروژی فاسدوونکي :

په روژه کې له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دي .

۱- له څه خوړلونه .

۲- له څه څښلونه .

له جنسی فعل نه .

پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږي .خو د روژی فاسدوونکی څيز دخپل نوعيت له مخې پردوه ډوله دي ، هغه چه يوازی قضايي ورباندې واجبيږي او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندې واجبيږي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :

۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړي او دا يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړي خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضايي روژه واجبه ده .

۲- چا د لمرلويدو نه مخکې داسې فکر  وکړ چې لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خو ورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی  نو قضايی روژه ورباندې واجبه ده .

۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .

۴- د رمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .

۵- که په روژه کې د چا خولې ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړ او ده هغه څاڅکي خيټې ته تير کړل  .

۶- که چا له سره د روژی  نيت ونه ګړ، خو له خوړلو اونورو يې ځان بند وساته ، يا يې له زوال نه ورسته نيت وکړ  .

۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا د خولې په غرغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه تير شي  قضا پری واجب ده .

۸- که چا داسې شی چه غذا نه وي لکه د اوسپنی ټوټه، ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وي  قضا پری واجب ده .

۹- په غوږ کې تيل اچول  يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .

۱۰– که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.

۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانې برابر يا له هغه نه لوی وي تر حلق تير شي  .

۱۲- د جماع او وحشی عمل  لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه  .

۱۳- غاښونه وينی شي او وينی پر لاړو ذياتی وي له ستونی څخه تير شي .

په پورته ټولو صورتونو کي روژه ماتيږي قضايی روژه به بيا نيسي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :

۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول

يا که دخولی له لاری نه وی پر بله هره طريقه سره بدن ته غذا ي داخلول وغيره .

د روژی کفاره :

ديوی روژې په بدل کې دوی مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ کې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .

که دا يې په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوي.
دفطردصدقې معنی :

د فطرلغوی معنی ده روژه ماتول او د فطرصدقې معنی ده د روژي ماتولو صدقه او په اصطلاح کې د فطر له صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چې د روژی د مبارکې مياشتې په ختميدو او روژی ماتولو باندې ورکول کيږي .

دفطر دصدقی حکمت او ګټی :

اول دا چه کله مسلمان د رمضان روژه ونيسي نو دده په زړه کې خوشحالی او د الله جل جلاله د شکر جذبه پيداشي چه شکر خدايه ستا په فضل مې د رمضان روژه ونيوله  نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شي د غريبو اوبې وسو به امداد ورباندې وشي  .

دوهم دا چه که په روژه کې له سړی څخه څه خطاګانې شوی وي نو صدقه فطر به د هغه کفاره شي .

دحضرت عباس رضی الله عنه نه روايت دی  چه : (( رسول الله صلي الله عليه وسلم  دفطرصدقه ددی لپاره مقرره کړی ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو او د بې حيا لغزشونو څخه پاک کړي او د غريبو بې وسو د خوراک څښاک څه چاره وشي ، نو څوک چه د اختر د لمانځه نه مخکې سرسايه ورکړي هغه به د قبليدو عزت تر لاسه کړي او څوک يې چې د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقي په شان وي )) . (ابوداود، ابن ماجه )

دفطرصدقې حکم :

د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه  او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه د دومره مال لرونکی وی چه د زکات نصاب ته ورسيږي  داچې پردغه مال باندی زکات واجبيږی او که نه  (مذهب امام  ابوحنيفه ).

د امام شافعی او امام مالک په مذهب کې که څوک د يو شپی او ورځی د تيرولو توان ولری صدقه فطر ورباندې واجبه ده .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : (( خبر اوسئ ! د فطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه كه نر وی او که ښځه ،آزاد وی که مريی بالغ وی او که نابالغ )) . (ترمذی )

د فطرصدقی داداکيدو وخت :

د صدقه فطر د ادا کولو وخت خو د اختر د لمانځه نه مخکی دی ليکن غوره داده چه د اختر څخه دوه څلور ورځې مخکې اداء شي د پاره ددی چه مستحقين په دې سره خپل ضروريات پوره کړي او د اختر لپاره به دوی هم څه برابر کړی وي .

خو ضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکې ورکړ شي .

صدقه فطر دکومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دي :

په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده  هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوي .

په مور باندې د اولاد صدقه فطر  لازمه نده ، همدارنګه  دښځې او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نده  که ښځه وس ولری که خپله صدقه پخپله ورکړی ثواب لري او که وس ونه لری نو بيا به دهغه خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوي  .

دفطردصدقی اندازه :

د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشی يا مميز  دي .

صاع د رسول الله صلي الله عليه وسلم  په دور کې د پيمانې يو لوښی ؤ ، ورسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې څه اختلاف شته .

مولانا شفيع محمد د ډيرو پلټنو او تحقيق وروسته ثابته کړي چې نيم صاع  پاو کم دوه سيره کيږي

همدارنګه د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الله ندوي هم نيم صاع پاو کم دوسره بللی .

دغه پاو کم دوه سير د دارالعلوم ديوبندی لخوا څيړل شوي چې نوموړی مقدار له 1.666 کلو ګرام وزن سره سمون خوري .

د افغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه په مرکزی مناطقو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلی دی چې پدی مناطقو کې رواجی من څلور چارکه او يو چارک څلور پاوه او يو پاو بيا څلور خورده او همدا من له ۷ کلوګرام سره سمون خوری چې پدې حساب د فطر د صدقی اندازه 1.650کلو ګرام  غنم کيږي .

نو اوس  په ډاډ سره ويلای شو چې د افغانستان ،پاکستان او هند د جيدو علماؤ څيولی مقدار تقريباً سره يو شان دي .

که دوی عشاری خانی يې حذف کړو 1.7 کلو به شي يعنی يو کلو او اوه سوه ګرامه .

چې بيا دغه مقدار د هری منطقی د غنمو په نرخ کې ور ضربيږي .

مثلاً که  د غنمو د کلوګرام نرخ 25 افغانی وي نو د سرسايې اندازه به 42.5 افغانی وي

دفطر صدقه چا ته ورکړل شي :

د زکات د مصرف چې کوم ځايونه دی په همغو ځايونو کې صدقه فطر هم ورکول کيږي .

دزکات د مستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی  حکم کړی دی .

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ  فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ ( التوبه ۶۰ ) .

۱- فقراء : د دی نه مراد هغه څوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره

کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت  وي چه پخپله پری زکات فرض وي  .

۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دي  چه د نفقی لپاره څه نه لري  که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي  خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي  يا ناروغه وي   چه د کسب کار توان يی  له لاسه ورکړی وي .

۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان  دا خلک که څه هم مالداره وي  بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .

۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی  زړونه  د اسلام طرف ته مايل شوی وي ، او د دوی  زړه  لاس  ته راوړل مطلب وي  .

۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې  راغلی وي  ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان  يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .

۶- غارمين : کوم خلک چه داسې  پوروړی  يا په څه وجه تاوانی شوي  وي   چه  دقرض د ادا کولو توان ونه لري  دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .

۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج  د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي  اويا  پر بله طريقه يې  د دين نصرت ته ملا تړلی  وي   د زکات مستحقين دي .

۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وي  که څه  هم  په خپل کور کی مالدار  وي   د زکات  مستحق  دی .

بغير له دغو اتو ځايونو نور په هيڅ ځای کې د زکات او صدقه فطر ورکول جواز نه لري که څوک يې بغير له دغو ځايونو څخه مصرف کړي نه ادا کيږي .

د امامت په اجرت کې د صدقه فطر ورکول حرام دي ولو که امام د نصاب مالک هم نه وي مګر بغیر د اجرت نه که امام مستحق وي د صدقه فطر ورکول جايز دي  (د احنافو ستر مفتي کفايت الله دهلوي رح ) .
د متبرکه باغظمته شپې (ليلة القدر) لنډه يادونه :

دا هغه متبرکه او با غظمته شپه ده چې په قرآن او احاديثو کې ورته ليلة القدر وايي په قرآنکريم کې يو مکمل سورة ددی شپې په فضيلت کې نازل شوی دی په احاديثو کې هم ددی شپې ډیر فضيلت بيان شوی دی .

د ليلة القدر معنی ده ليلة په معنی د شپې او قدر په معنی د اندازې لګولو،عزت اوقدر او مقررولو ده د قدر يا اندازې شپه ځکه ورته وايي چې په ټول کال کې چې څه کيدونکي وي دهغه ټولو پلان په همدې شپه تياريږي ، د بندګانو روزې مقرريږي ،د ژوند او مرګ او دهغه د کارونو په باره کې فيصله کيږي او کوم څوک چې په دې شپه کې د الله تعالی په ذکر او عبادت کې مشعول وي د الله تعالی په دربار کې هغه کس د قدراوعزت څښتن ګرځي او فرښتې دده د پاره دعا کوي .

په قرآنکريم کې راغلی دی چې دا شپه تر زرو مياشتو نه بهتره ده .

قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ 1 وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ 2 لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ 3 تَنَزَّلُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ 4 سَلاَمٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ 5

ژباړه : يقيناً مونږ نازل کړ دغه (قرآن ) په شپه د قدر کې ، او ته څه پوهيږي (ای محمده ! ) چې د قدر شپه څه ده ؟ (د عزت او شرافت له مخې ) ، د قدر شپه غوره له زرو مياشتو څخه (په دې شپه کې نيکي کول تر زرو مياشتو نيکي کولو غوره دي ) ، نازليږي په دغه شپه کې ملائکې او جبرئيل امين په حکم د رب د هغوی د پاره د هر کار (ټاکل او مقررول د راتلونکې کال د پاره ) امان سلامتيا ده (له هر آفته ) ، دغه شپه د صبا راختلو تر وخته پورې ده .

د پورته سورة له بيان څخه څو خبرې معلوميږي :

۱- په دې شپه کې د قرآن نازليدل شروع شوی دي .

۲- دا شپه د زرو مياشتو نه غوره ده .

۳- پدې شپه کې فرښتې د الله تعالی د احکامو سره نازليږي .

۴- دا شپه سراسر سلامتي ،خير او برکت دی .

۵- د صبا ختلو سره سم ددی شپې وخت ختميږي .

په احاديثو کې هم ددی شپې ډير فضيلت ذکر شوی دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». (بخارى)

له ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د ليلة القدر شپه د ثواب په نيت رڼه سبا کړه ( يعنی دا شپه يې په ذکر او عبادت تيره کړه ) ټول مخکيني ګناهونه به ورته عفوه شي .

د ليلة القدر د شپې تعيين :

له احاديثو څخه معلوميږي چې د رمضان المبارک په اخري لسيزې طاقو شپو کې يوه شپه ده . داچې دا شپه واضح نه ده تعيين شوی حکمت دادی چې د رمضان المبارک په دې ټولو ورستی لسيزه کې د ذکر او عبادت زيات اهتمام وشي .

عن عائشة رضي الله عنها: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (تحروا ليلة القدر في الوتر، من العشر الأواخر من رمضان) (بخاري ) .

له عائشة رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايل : ليلة القدر د رمضان په اخري لسو طاقو شپو کې پلټئ .

په طاقو شپو کې بيا زيات احتمال د اوويشتمې شپې دی :

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه عَنْهمَا أَنَّ رِجَالاً مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم أُرُوا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْمَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ». (بخارى: 2015)

له ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې د نبی کريم صلی الله عليه وسلم څو تنو صحابه کرامو خوب وليد چې ليلة القدر د رمضان په اخري شپو کې اومه شپه ده ( اوويشتمه شپه ) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ( وينم چې ستاسې خوبونه د ليلة القدر په باره چې د رمضان په آخري اوم شپه وي يو له بله موافق دي ) پس څوک چې د ليلة القدر د پيدا کولو په تلاش کې وي هغه د آخري لسيزې په اوم ولټوي .

د ليلة القدر ځنې علائم :

په حديث شريف کې چې جابر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه روايت کړي د شب قدر ځنې نښاني بيان شوی دي

لکه : د قدر شپه معتدله وي نه به يخه وي او نه ګرمه ، دغه شپه به رڼا او سپينه وي داسې چې ته وايي د پنځلسم سپوږمۍ ځليږي ، په دغه شپه به شيطان د باندې نشي وتلای نو په اسمان کې به د ستورو رڼاوې کوم چې شيطان ورباندې ويشتل کيږي نه معلومږي او بله نښه يې داده چې کله د قدر د شپې په سبا لمر وخيږي له ځانه سره به وړانګی نه لري (انوارالقرآن ۶ جلد ۷۵۱ صفحه ) .

ګرانو! که مو کور ته د کوم پاچا هيئت در روان وي او د تاسې کارونه ګوري د آینده په اړه ستاسې د پاره څه اجرا كول غواړي نو تاسې به څومره تياری ونيسئ ؟
په دغه شپه کې الهي هيئت نازليږي د ستاسې د اعمالو څخه ليدنه کوي او د آينده کال د پاره د مهمو بدلونو فيصلې کوي نو څه نا څه تياری پکار دی .
د اعتکاف تعريف

اعتکاف په لغت کې په کوم ځای کې بنديدلو او يا کوم مقام کې دريدلو ته وايي ، او دشريعت په اصطلاح کې په جومات يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي .

د اعتکاف حکم :

کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايه دی چې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړي دی او صحابه کرامو به هم ورسره ادا کولو .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )

ژباړه : عايشه رضي ‏الله‏ عنهادرسول  الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .

که په کوم کلي کې بالکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي .

د اطرافو په ځنو سيمو کې دغه سنت بالکل ترک شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي .

د اعتکاف شرطونه :

۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .

۲- د اعتکاف نيت کول

۳- د سړو د پاره په جومات کې او دښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره حصاريدل .

د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضرور نه دي ،هدارنګه واجب اعتکاف وي چې د هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .

واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .

د ښځو اعتکاف :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد لکه څنګه چې د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دی همداسې د ښځو د پاره په کور کې اعتکاف غوره دی .

د کور په کوم ځای چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .

هغه کارونه چې په اعتکاف کې حرام دي .

دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي :

لومړی قسم بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي .

ضرورتونه دوه قسمه دي طبعي ضرورتونه لکه : خوړل ،چښل ،جنابت ، قضايې حاجت او نور .

دوهم قسم شرعي ضرورتونه مثلاً د جُمعي د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او نور .

د ضرورياتو لنډ تفصيل :

۱- په جومات کې د رفع حاجت ځای نه وي نوخپل کور ته د رفع حاجت د پاره تلای شي د رفع حاجت وروسته به فوراً جومات ته ځي هلته به وخت نه تيروي .

۲- د فرض غسل د پاره چې احتلام ورته شوی وي که په جومات کې ځای نه وي بهر تلای شي مګر د بدن د پاکوالی غسل د پاره نشي تللای .

۳- که نوموړی جومات جامع نه وي د جُمعی د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلای شي خو سنت به همدلته کوي د فرض لمونځ او خطبي وروسته به بيرته راځي نور سنت به هم په خپل ځای کې ادا کوي .

۴- که د خواراک او چښاک يا د اواسه د ابو راوړلو څوک نه لري نو دهغه د پاره کور ته تلای شي .

۵- د کوم ضرورت د پاره چې د باندې وځي د هغه د کولو وروسته به فوراً بيرته راځي او بهر به نه تم کيږي او نه به بې ضرورته د چا سره خبرې کوي .

۶- د جومات نه د باندې وتلو مطلب دادی چې په څومره ځای کې چې په عام طور لمونځ ادا کيږي هغه حصه په جومات کې شامله ده نور د جومات تشنابونه ، احاطه وغيره په جومات کې شامل نه دي که بې ضرورته ووتلو نو اعتکاف يې ماتيږي .

په اعتکاف کې حرام يا مکره تحريمي کارونه :

۱- مباشرت کول که قصداً وي يا سهواً په جومات کې د ننه وي يا بهر اعتکاف ماتوي .

۲- د ښځې مچي کول يا ور تر غاړه کيدل مکروه تحريمي دي .

۳- په اعتکاف كې بالکل چوپ پاتيدل مکروه تحريمي دي يعنی دی به څه ناڅه خپل وخت په تلاوت ،نفلو،ذکر،ديني مطالعه او ديني کتابت تيروي .

۴- كوم دينوي کار تر سره كول  که په کور کې څوک نه وي نو بيا د ضرورت رفع کول باک نه لري .

ما من يوم يصبح العباد فيه الاملکان ينزلان ، فيقول أحدهما : الهم أعط منفقاً خلفا، ويقول الآخر : الهم اعط ممسکاً تلفا .

هر سهار دوې ملايکې راکوزيږي ، يوه يې وايي : ای الله ! هغه چا ته چې په خلکو مال لګوي بدله ورکړي . دوهمه وایي : ای الله ! د بخيل مال ضايع کړي (متفق عليه )

د روژې او قرآن شفاعت 

الصيام والقران يشفعان المعبد يقول الصيام ای رب انی منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فيه ويقول القران منعته النوم بالليل فشفعنی فيه فيشفعان ( رواه البيهقي فی شعب الايمان ) .

روژه او قران دواړه د بنده شفاعت کوي ،روژه به وايي : ای پروردګاره ! ما دا بنده د ورځې د خوړلو،څښلو او نفسی خواهش پوره کولو نه منع کړی ؤ – نن زما شفاعت دده په حق کې قبول کړه ، او قران به وايي ما دی د شپې له خوب او آرام نه منع کړی ؤ الهی ! نن دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه ، د روژې او قران دواړو شفاعت به ددی بنده په حق کې قبول شي (ددی بنده سره به د مهربانی او مغفرت معامله وشي او دده د پاره به د جنت فيصله وشي او په خاصو رحمتونو سره به وپالل شي .