غوره ویناوی

بسم الله الرحمن الرحیم
هربې عمله عمل یورنځ وګڼی،! اوهربې عمله علم یو بې ګټي شی
خبرداراوسی،! چي جهاد پرینیږدی ځکه هرقوم چي دالله(ج) په لارکي جهاد پرایښی هغه خواراو‌ذلیل شوی
ډیربد بخته هغه څوک دی چي پخپله مړشي خوګناه یې ژوندی وي، دیوداسي عمل بنسټ یې ایښی وي چي دهغه دمړیني وروسته ادامه پیداکوي
که غواړی هوسایي موپه برخه شي خپله ژبه دشکایتونواوګیلو نه لیري وساتي
دسترګوساتنه وکړﺉ، ځکه داده زړونو وردی اوټول افتونه له همدې لاري زړه ته ننوزي
له غلا اوخیا نت څخه ډډه وکړﺉ، ځکه داعملونه لوږه اوفقررا منځ ته کوي
څوک چي دالله(ج) په لارکي مشغول وي، الله(ج) به دهغه کارونه سرته رسوي
دایمان تکمیل په جهاد، دروژې پوره والی په صدقه، دحج پوره والی په اوضحیه اودلمانځه تیروتنه په سجده سهوي سره پوره کیږي
حقیفت دادی چي انسان یوډیر ضعیف اوناتوانه مخلوق دی،د حیرانتیاخبره داده چي څنګه له ډیرقوي اوزورورخدای(ج) څخه نافرماني کوي
دچاچي ژړاپه وس کي نه وي پوره، هغه به په ژړیدونکوڅه مهرباني وکړي
 ښه سړی هغه ده چه په ښو خلکو ګران اود بدو خلکو زښت وی
 څوک چه دینی علم ددی په خاطر زده کوی چه دخلکو پام ځان ته راوړی ځای به یی دوزخ وی
 ستر سړی څلور صفتونه لري کمینی،ادب ،مهرباني ،او عدالت
 کله چی یوسړی بل ته پور ورکړې نو دپور وړي سوغات دی نه قبلوي
 څوک چه دظالم په ظلم پوهیږي او سره لدی دهغه دتقوی لپاره زیارباسی کامل داسلامیت له دایری څخه وتلی ده
ښکاره دښمنی د منافقی دوستی څخه ډیره ښه ده
د ملګری په نیمګړتیاو پسی مه ګرځه او کنه بی ملګری به پاتی شی
 د چرګ حلالولو لپاره د غوای حلالولو چاړی ته ضرورت نشته
 ستر سړی په ځان فشار راولي او کوچنی سړی په نور
 هیڅ شی دخدای (ج) په وړاندی دومره غوره نه دی لکه چی څوک خپل قهر دده دخوښی په غرض وزغمي
 دقیامت په ورځ د قدر او منزلت له مخی د ټولو ټیټ سړی هغه به وی چه دخپل علم څخه یئ ګټه نه وی اخستی
 پاک اوسه بی باک اوسه
  ډیری خبری د پوهی دلیل نه ده


خضرت سليما ن (عليه الصلوۀ والسلام): ____ فرمايي:-

د علم زده كړه تر ټولو ښه او غوره صدقه ده ...
ددين زده كول ستره پانګه او وياړمنه شتمني ده ...
په ټولو زحمتونوكي اجراو ثواب نغښتي دي ...
چا چي د زړه راز نوروته څرګند كړ هغه نا پوه او چي تر پايه پتوي هغه هوښيار دي ...
د بي عقله په لاس سوال ځواب ليږل خپلي پښي په تبر وهل دي ...
دروغ هيڅ وخت په رښتياووبري نه شي موندلاي ...
نا پوهانو ته د هغوي د بي باكه ځواب مه وركوئ، هسي نه چي تاسوهم د هغوي په څيرشي ...
الله تعالي هغه خلك نه خوښوي چي د ورونو تر منځ د نفاق اور ته ببوزي وهي ...
كه چيري د انسان چلن د الله له خوښي سره برابر وي نو د ځان د ښمنان هم دوستان كولاي شي ...
خپل ځان عقل مند مه ګڼي د الله نه وډار شي او له بدو نه لاس واخلئ...

حضرت ادريس (عليه الصلوۀوالسلام) :____ فرمايي :-

مه پخپله ددروغو قسمونه خوري او مه نور خلك ورته هڅوي ځكه داسي كول ستره ګناه ده...
د كړو وړو د ښه كولو لپاره تر ټولو لومړي د نيت ښه كول ضرور دي ...
د الله د ټولو نعمتونو بشپړه شكر دانسان په وس پوره نه ده ...
حكمت (دانايي) د روح غذا او د ژوند دوهم نوم دي ...
د نورو په اسوده ژوند كينه مه پيدا كوئ ځكه چي دغه خوشحاله ژوند ډير نيمګړي او نيمه خوا دي ...

حضرت عيسي (عليه السلام) : ____فرمايي :-
ښه عمل هغه دي چي له خلكو څخه بي د ستايلو تمه ونه شي ...
كه تاسو د نورو اشتباهات وبښي نو الله به ستاسي نيمګړتياوي عفوه كړي ...
ځان ښودنه(ريا) د ثواب جرړي وباسي او له منځه وړي ...
د الله له ذكر نه پرته ډيري خبري مه كوئ كه نه نو زړونه به مو سخت شي
سخت زړي د الله (ج) نه ډير لري وي ...
پر ځوريدلو خلكو زړه سوي وكړئ او د نيكمرغي دعا ورته وكړي چي له ستونزو نه نجات ومومي ...
چي كينه درسره كوئ مينه ورسره كوئ ، چي بد درته وايي قدر يي كوي ، چي ځوروي مو دعا ورته كوي ...
ددنيا پرنعمتونو مه نازيږي ، څه معلومه ده كه همدا نن شپه مو ژوند درنه وغوښتل شي ...
په دنيا كي د ميلمنو په څير ژوند تير كړي ، چي نه كور لري او نه اور ....
كه غواړي چي زما سره دوستي وكړي نو په زړونو كي به د دنيوي جاه او جلال نه كركه پيدا كوئ ...
مرګ له ټولونه ريښتيني او آميد تر ټولو نه دروغجن تصور دي ...
په دنيا كي له خلكو سره راشه درشه په اخرت كي د نجات او برياليتوب سبب ګرځي ...
پام كوئ ! ښه عملونه خلكوته د ځان ښووني لپاره مه كوئ ، كه نه نو د الله (ج) په وړاندي به ستاسو لپاره هيڅ اجر او ثواب نه وي ...
د سبا لپا ره خواړه او توښه مه ږدي ، سبا پخپله له ځانه سره خواړه او توښه راوړي ...
شك نشته چي دالله (ج) د بندګانو سره مينه كول له خپل رب سره مينه كولو ته وايي .
د سترګو په ليد حاكميت ولري له همدي نه په زړه كي پيدا كيږي او د فتني د راولاړولو لپاره همدا كفايت كوي .

حضرت لقمان (عليه الصلوۀ والسلام) :___ فرمايي :-
ملګري ته د راز خبره مه كوئ كيداي شي سبا ستاسو دښمن شئ .
كوم كار چي د الله د رضا لپاره كوي په هغه كي د انسانانو نه ويره مه كوي.
په كوم نعمت كي چي شكر وي د هغي پاي نشته او په كوم نعمت كي چي ناشكري وي د هغه پايښت نه شته .
له ناپوهانو سره ډيره ناسته ولاړه مه كوي چيري تا سو به هم جاهلان كړي .
ډير اوري او لږ غږيږي .
الله او مرګ هيڅكله له ياده مه باسي ، خپله ښيګړه او د بل بد ګړه هيره كړئ .
په هر مجلس كي چه د الله (ج) ذكر كيږي ګډون پكي كوي او د بدانو له ناستي نه ځان ليري ساتئ .
كه د ژبي له زيان نه ځان ژغورل غواړي نو چوپ (غلي) اوسئ .
په لمنځه كي د زړه ، په مخفل كي د ژبي ، په غصه كي د لاس او په دسترخوان د ګيډي ساتنه كوئ .
ريښتا خبره مه پټوي او دروغ خبر له سره مه كوئ .
په علم سره زړه داسي ژوندي كيږي لكه وچه ځمكه چي پر باران .
د عقل په څير هيڅ دولت نشته او د جهالت په څير هيڅ غربت .
سهار د لمر ختو په وخت كي مه ويده كيږي ځكه د ا د عبادت وخت دي پدي وخت كي خوب د بدبختئ نه ډك وي .

حضرت ابو بكر صديق (رض) :___ فرمايي :-
هر بي علمه يو رنځ وګڼي او هر بي عمله علم يو بي ګټي څيز.
علم د پيغمبرانو ميراث او شتمني د كافرانو(فرعون او قارون) .
خبر اوسي !چي جهاد پري نږدي ، ځكه هر قوم چي د الله په لاره كي جهاد پريږدي هغه خوار او ذليل كيږي .
په زغم كي هيڅ تاوان نشته او په ژاړه كي هيڅ ګټه .
كه غواړي چي هوسائي مو په برخه شي نو خپل ژبه د شكايت او ګيلو نه لري وساتئ .
خوار او بيوزله هغه څوك دي چي په دنيا كي دوست او ملګري ونلري.
د موراو پلار خوشحالي په دنيا كي د نيك بختي سبب ګرځي او په اخرت كي د ژغورولووسيله .
اوښكي د هغي ورځي په تيريدو تويوي چي بي ښيګړي مو تيره كړي وي .
د هر شي د ثواب پيمانه موجوده ده: خو د صبر او زغم د ثواب اندازه نشته .
رښتيا امانت او دروغ خيانت دي .

حضرت عمرفاروق(رض):___فرمائي:-
لږه ويناحكمت ،كم خواړه صحت او لږ خوب عبادت دي .
له هغوخلكو سره مشوره كوئ چي له الله (ج) نه ويريږي .
تر ايمان وروسته ستره پيرزوينه نيك خويه ښځه ده .
طمع بيوزلي،د زړه غنا ، بډايي او غچ نه اخيستل زغم دي .
هر شي يو ښكلا لري د نيكي ښكلا داده چي سمدستي وشي .

حضرت عثمان غني (رض):___فرمائي :-
ټيټه وينا،ښكته كتل او منځني راشه درشه د ايمان نخښي دي .
خپل پيټي پر بل مه اچوئ كه لږ وي يا ډير .
توره بدن ټپي كوي او بده وينا روح .
ټولي نيكي له حيا ء او ټولي بدي له بي حيايي سره تړلي دي .
ځيني وخت د جرم بخښل مجرم ته جرآت وركوي .

حضرت علي (رض):___فرمائي:-

له الله نه غافل نشي چي هغه له تا سونه غافل نه شي .
اميدوار اوسئ ځكه چي مايوسي ګناه ده .
دشتمنو دښمنان ډيروي او د عالمانو دوستان .
غوره كمل ادب او ښه عبا دت صدقه ده .
د حيا جامي واغوندې چي ټول عيبونه مو پټ شي .

حضرت عا ئشه صديقه (رض):___فرمائي:-
دميلمه په وياړ ډير لگښت په اسراف كې نه راځې.
لږ خواړه درنځونو دوا او په ډكه گيډه خواړه د ناروغيو مور دى.
دسراغ له رڼا نه گټه واخلى او دي ته مه گوري چې د چا په لاس كې دى.
د ژبې ساتنه ثواب دى.
ستاسو لپاره د خير خبره همغه ده چې له شره ځان وساتۍ.