تجوید

بسم الله الرحمن الرحيم
علم تجويد لومړی برخه
دتجويد تعريف او اهميت :
۱- د تجويد تعريف :
تجويد په لغت کې ښه کولو ته وايې او په اصطلاح کې عبارت دی له اداء کولو د هر حرف پخپل مخرج (ځای د اداء) کې، د ادابواوصفاتو له مراعاتولو سره .
۲- د تجويد دعلم موضوع ياهدف :
د قرآن لوستل په صحی توګه لکه څنګه به چې رسول الله ص او اصحابو کرامورض  قرآن کريم لوستلو يعنی د قرائت د احکامو حفاظت کول لکه ادغام ، اظهار ، اقلاب ، اخفاء ، مد ، غُنه په خپل ځای کې عملی شي او حروف له خپل مخرج څخه اداشي د ټولو احکامو په نظر کې نيولو سره د قرآن کريم په قرار لوستل داسې نه چې ټول سره ګډوډ شي او بل د قرآن په ښه آواز سره لوستل .
۳- دتجويد اهميت :
د تجويد اهميت د قرآن کريم داسې لوستل چې له غلطيو مخنيوی وشي  يعنی د تجويد د احکامو مراعاتول چې د تجويد د احکامو او دحروفو د تلفظ نه مراعاتولو ته لحن وايې 
لحن دوه ډوله دی لحن جلي او لحن خفي
لحن جلي :
داسې ښکاره غلطی ده چې د کلمي په معنا کې بدلون رامنځه ته کړي لکه په لاندې حالاتو کې :
اليف ) :د يوه حرف بدليدل پر بل حرف باندې  مثلاً د ثحرف پهس سره تلفظ يا د ذ حرف په ز سره تلفظ کول يعنی چې حرف له خپل مخرج څخه ادا نشي دا يوه ښکاره غلطي ده .
ب ) : د کلمی د حروفو يو حرف کمول لکه هُمُ الْخَاسِرُونَ داسې لوستل هُمُ الْخَاسِرُند واو حرف څرګند نه کړي .
ج ) : په حرکاتو کې بدلون (زور ، زير ،پيښ او سکون ) مثلاً د يُوصَلَ په کلمه کې يُوصَلُد لام حرف د زور پر ځای پيش تلفظ شي .
د): يوه کلمه داسې تلفظ شي چې د هغه د حروفو په تعداد کې ذياتوالی راشي د مثال په ډول  ”
الحمد لله
 د دال” حرف د پيښ اود ها“ زير داسې اوچت تلفظ شي چې د واو يا ي آواز ترې پيدا شي لکه “الحمدوللهي” .
د جلي لحن مرتکب کيدل حرام دي او په ځنو ځايونو کې د هغه له کبله معنا بدليږي او لمونځ فاسيديږي .
خفي لحن :
خفی لحن (پټه غلطی ) دهغه قاعدو پرېښودل چي دتوري دښايست سره اړه لري
مثلاً هرکله چې د “را” حرف زور يا پيش ولری ”را” ډکه لوستل کيږي او که څوک هغه باريکه ولولی پټه غلطی ورته وايې چې مکروه ده ځان ساتل ورڅخه پکار دي .
دقرآن د تلاوت فضيلت
د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې په قرآن او حديث کې څومره فضائل ذكر شوي دي نو مونږ خو يې پدې بې کسی او بې وسی کې له سره نشو ټولولای ،بس دومره ويلای شو چې نن عصر کې نه وحی شته او نه پيغمبر بس يواځې د خالق او مخلوق تر منځ د ارتباط وسيله قرآن دی او بس .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر ته وويل :
يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة)). ابن ماجه
((ای ابوزره ! کچيرې ته سحر لاړ شي او يوآيت د قرآن پاک زده کړي نو د سل رکعته نفلو نه بهتره دی ، اوکچيرې يو باب د علم زده کړي که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتونفلو کولو نه بهتر دي )). (ابن ماجه )
دری کسان دی چې د قيامت د ورځې دويرې  نه بچ وي او بې حسابه به جنت داخليږي
رجل قرء القرآن ابتغاء وجه الله وام به قوماً وهم به راضون وداع يدعون اِلی الصلوات ابتغاء وجه الله ورجل احسن فيمابينه وبين ربه وفيمابينه وبين عواليه (رواه الطبرانی )
((يو هغه سړی چې د رب ج لپاره يې قرآن ولوستلو او داسې امامت يې وکړ چې مقتديان ترې راضی وو، دوهم هغه سړی چې صرف د رب ج د رضا لپاره خلک لمانځه ته بولي ،دريم هغه سړی چې د خپل رب ج سره هم ښه معامله ساتې او د خپلو ماتحتو(تر لاس لاندې خلک ) سره هم)) .
من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم )
((څوک چې لس آيتونه د شپی تلاوت کړي هغه به د غافلينو نه نه شمارل کيږي .
د لسوآيتونو په تلاوت سره چې څو دقيقی وخت نيسی د ټولی شپی له غفلت څخه وځې ددی نه ذيات فضيلت به چيرې وي)) .
من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها.   جامع ترمذي 
((د قرآن ديو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکې عوض لس چنده دی )).
د يوي نيکي قدر به هلته ولګي چه د نکيو او بدليو تلل وي .
او بيا بدی پر نيکی درنه شي .


د قرآنکريم د تلاوت آداب
۱- له بې اودسی او جنابت څخه د بدن پاکوالی .
۲- مستحب ده چې د تلاوت په وخت کې سړی د قبلی په لوري ناست وي .
۳- د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (98 النحل)
۴- د هر سورت په شروع د « بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په خاص توګه د    فاتحی سورة په شروع کې .
۵- قرآن په ترتيل سره لوستل (ورتل القرآن ترتيلا ) د ترتيل په باره کې شاعبدالغزيز رح په خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :
الف – د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .
ب – د وقف پر ځای په شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جدا کول د کلام بې ځايه نشي .
ت - حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .
ث  - آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه واوري .
ج – قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ږر اثر کوي .
ح – شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .
خ – د رحمت او غذاب د آيتونو حق ادا کول .
۶- د تلاوت پر مهال حاضرين ته واجب دی چې چوپ وي او په نورو کارونو له مشغوليدو څخه بايد ډډه وکړﺉ قوله تعالی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (اعراف ۲۰۴)
۷- قاري او اوريدونکی ته په کار ده چې په خشوع او ادب سره خپل زړه او حواس د قرآن تلاوت ته متوجه کړي چې دا د سکوت له غوښتنی څخه ده لکه په مخکې آیت کې .
مګر فرياد ،چيغی کول شور ماشور جوړول د قرآيت په وخت کې د مشرکانو صفت دي ځکه کله به چې قران لوستل کيده نو مشرکانو به يوله بله سره خبري چيغی او شورماشور جوړولو چې قرآنکريم ورته داسې اشاره کړي ده . 
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ (فصلت 26   ) 
(( او کافرانو ويل دغه قرآن ته غوږ مه نيسی او په هغه (مهال )  بيهوده خبرې کوی )).                     
۸- قاري بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : (ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن) ((هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی)) .
۹- قاري بايد خپل صوت د سندرو ويونکو،فاسقان يا یهودو او نصارا د دينی آوازونو سره تشبح نه کړي او په او دښه صوت په کوښښ کې د بې ځايه تکلف نه ځان وساتي .
۱۰- قاري او اوريدونکی به د قرآن په آيتونو کې به تدبر فکر کوي او د هغه په معنی او مقاصدو په پيداکولو کې به فکر کوي .
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء 82 )   (( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوی ))                                                                                 
۱۱- د قرائت په وخت کې په خشوع کې مبالغه کول او قصداً د ژړا کولو کوښښ مستحب دی
تر څو د خدای ج غطمت او لويې په ياد راوړل شي چې قرآن دهغی کلام دي .
۱۲ – تر خپله وسه د قرآنکريم د اموامير اطاعت کول او دهغه له مخالفت څخه ځان ساتل ځکه قرآن به د قيامت پر ورځ هغه چاته حجت ،نور او ش
د حروفو مخارج :
مخارج جمع د مخرج ده مخرج دوتلوځای ته وايي .
دتجويد په علم کې مخرج هغه ځای دی کوم چې توری ورڅخه ادا کيږي .
چې په حلق ،خوله ،شونډی او د خولی خاليګاه څخه  ادا کيږي.
ديوحرف د مخرج پيداکولو اسانه طريقه داده چې دحرف نه مخکی همزه راوړو او نومړي حرف  ساکن ګرځي هر چيرې چې آواز ختم شو همغه يې مخرج دي .
مثلا دب حرف همزه” ورباندې اضافه كوو “ أبْ وينو چې آواز يې د دوو شنډو ترمنځ کله چې سره وچسپيږي نو ويلای شو چې دب مخرج د دو شنډو چې سره ولګيږي ادا کيږي .
د حروفو مخارج په لاندې برخو ويشل شوي :
اول : حلق (ستونی ):
له ستونی څخه شپږ حروف  په لاندې ډول تلفظ کيږي :
د حلق آخر د سينې له طرفه همزه اوها تلظ کيږي (أء أء) (أه أه ).
د حلق له منځنۍ برخې څخه ع او حراوځي (أع أع ) (أح أح ).
د حلق له شروع يعنی د خولې له طرفه غ او خ تلفظ کيږي (أغ أ غ) (أخ أخ ).
دوهم  دشونډومخرجونه  :
د شونډو څخه څلور توري  په لاندې ډول ادا کيږي :
1- کله چې پاس او لاندې شونډی سره ولګيږي ب او م تلفظ کيږي .
2- هركله چې دواړه شونډې د ګل د غوټۍ په څير راغونډې شي او سره ونه لګول شي نوبې مده وادا کيږی .
3- د لاندنۍ شونډه د پاس غاښونو له څوکو سره پيوست کولو سره ف تورې ادا کيږي .
دريم  د خولې داخلی خاليګاه  (جوف ):
له دغه ځای څخه دری مدلرونکي  تورې ادا کيږي .
۱- و کله چې ساکن وي او له هغه څخه مخکې حرف پيښ ولري لکه المغضوب
۲- ی کله چې ساکن وي او مخکې حرف يې زير ولري لکه نستعين
۳- الف کله چې بې حرکته وي يعنی سکون ولري او له هغي مخکې حرف زور ولري قَالَ کښې .
دعملي مثالونو لپاره لاندې سافټويرونه او ويديو ضروري ډونلود کړﺉ .
احکام تجويد په نړيواله سطحه د تجويد د زده کړي سافټوير دی کله مو چې په خپل کمپيوتر کې نصب کړ ښي طرف ته د عناوينو له ليست څخه (مخارج الحروف وصفاتها ) کليک کړﺉ بيا تفصيل مخارج کليک کړﺉ ورسته په صفحه کې منځنۍ عنوان د فهرس حسب المخارج الرئيسية ووهی بيا د خپلي خوښی مثلا حلقي حروفو مخرج نښه کړﺉ ورسته د حروفو د مخارجو د ادا په صوت کې د پاره چپې خوا ګنج کې د لاوسپيکر علامه ووهی او ادا کولو ته غوږ شی .
بل مهم سافټوير ډونلوډ کړﺉ : داهم ډير مهم سافټوير دی چې د تجويد علم په عربي ژبه تشريح کوي ولی زمونږ لپاره يې مثالونه ډير مهم دي .
د ح،خ حروف مخرج او د هغې ادا په غږ کې  ډونلوډ کړﺉ
د ع،غ، و حروفو مخرجونه او ادا په غږ کې  ډونلود کړﺉ
څلورم ژبه (لسان ) له ژبې څخه 18 حروف  ادا کيږي
۱- دق مخرج :
هرکله چې د ژبی پای له نرم تالو سره ولګيږي د ق توری ادا
کيږي .
۲- دک مخرج هم دق په څير د ژبې پای له تالو سره لګيدو
سره تلفظ کيږي مګر دومره توپير چې د قاف له مخرج څخه لږ
بيرون د خولې طرف ته او دهغي د تلفظ پر مهال کوچنۍ ژبه آزاده
وي او دژبی په پای پورې نه سريښيږي .
۳- د ” ض ” مخرج :
كله چې د ژبي يواړخ له پاس خوا (له ښي څخه چپ لور ته ) د
اضراسي غاښونو سره ولګول شي دض توری تلفظ کيږي البته
له چپی خوا څخه يې ادا کول اسانه دی .
خو پام وشي چې ض د ظ” او “دپه څير ادا نه شي .
۴- د ل مخرج :
هر کله چې د ژبې څوکه  دپاسنيو ثناياغاښونو د بيخونو سره
ولګول شي د لتوری ادا کيږي .
۵- دن مخرج :
هرکله چې د لام د مخرج نه لږ کښته د ژبې څوکه د رباعياتو
غاښونو د بيخ سره ولګول شي ن” توری ترې راوځي .
۶- در مخرج :
کله چې د ژبې د څوکې شا د پاسنيو ثنايا غاښونو د بيخ سره
ولګ
۷- د” ط،د،ت ”  مخرج :
هر کله چې د ژبی د شاطرف سر د پاسنيو ثناياوو له بيخ سره ولګيږي ، خو دومره توپير شته چې د” ط ”  حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله سخت او ډبل ادا کيږي .
۸- د” ظ،ذ،ث ” مخرج :
هرکله چې د ژبی د شاطرف سر د پاسنيو ثنايا له څوکوسره ولګيږي  د (ظ،ذ،ث ) حروف اداکيږي .
۹- د” س،ز،ص ” مخرج :
هر کله چه د ژبې پاسنی طرف د پاسنيو او لاندينيو ثنايا غاښونو د منځ سره پيوسته شي نو د “ز،س،ص”توري ادا کيږي .
10- د” ج،ش،ي ” مخرج :
کله چې د ژبې منځنۍ برخه دمقابل تالو سره ولګيږي نود” ج  ، ش،ی” او غير مدي ” ي ” تلفظ کيږي .
د ژبې په مخارجو کې غاښونه  ډير يا د شوي دي چې د غاښونو لنډبيان په لاندې ډول دی :

غاښونـــــــــــــــــــه

د بالغ انسان د غاښونو شمير زياتره (۳۲) وي چې (۱۶) يې په پاسنۍ او (۱۶) په لاندينۍ ژامه کې وي .
 غاښونه عموماً پر څلورو برخو ويشل شوي دی ثنايا ،رباعيات ،انياب او اضراس
۱- ثنايا غاښونه (1):
لومړي مخامخ دوه غاښونه دي چي پورته يې ثناياعليا او كښته يې ثنايا سفلٰى دي اوټوله څلوردي .
۲- رباعي ښاغونه (2) :
دثناياغاښونوترڅنګ چي يو ښي اړخ ته اوبل هم كيڼ اړ خ ته واقع وي دوه په پاسنۍ ژامه او دوه په لاندينۍ  ژامه کې وي ټول څلور دي .
۳- انياب غاښونه (3) :
د رباعي غاښونو ښي او کيڼ اړخ ته دوه پورته او دوه کښته غاښونه دي  ټول څلور دي .
۴- اضراس غاښونه دی چې پر دريو برخو ويښل شوي دي :
4.1-  ضواحک
 4.2 – طواحن
۳.۴- نواجذ
دساکن نون او تنوين احکام
ساکن ن” هغه دي چې حرکت (زور،زير او پيښ) ونه لري يعنی غړوندي واله نْ” دی او تنوين دوه زورونه ،دوه زيرونه او دوه پيښونو ته وايي .
په ساکن نون او تنوين کې څلور احکام دی ادغام ،اقلاب ،اخفاء او اظهار.
۱- ادغام :
ادغام لغوي معنی د يو څيزپه بل څيز کې داخلولو ته ويل کيږي .
او دعلم تجويد په اصطلاح کې که کله د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته د “يرملون ” (ی،ر،م،ل،و،ن ) د تورو څخه کوم يو راشي نو هلته ادغام کيږي او دا ډول ادغام دوه ډوله دی غنه لرونکی او بې غنی
الف : غنه لرونکی ادغام
که د ساکن نون او تنوين څخه وروسته د يمنو (ی،م،ن،و ) له تورو څخه کوم توری راشي غنه لرونکی ادغام پکې کيږي .
ب : بې غنی ادغام :
که د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته د لر (ل،ر) کوم توری راشي بې غنی ادغام پکې کيږي .
دغُنه لرونکي ادغام مثالونه :
{ «ي» : مَنْ يَهْدي _ ايَةً يُعْرِضُوا
{ «م» : مِنْ مالٍ _ قَرارٍمَکينِ
{«و» : مَنْ وُجِدَ _ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ
{«ن» : عَنْ نَفْسٍ _ شَيءٍ نُکُرٍ.
بې غُني ادغام مثالونه :
{ «ل» : اِنْ لَبِثْتُمْ _ مَتاعاًلَکُمْ
{ «ر» : مِنْ رَبِّکُمْ _ مَثَلاً رَجُلاً.
غُنه : غُنه هغه آواز دی چې له خيشوم (دپزې له ورسی برخې ) څخه راوځي اوديوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .
دالف اندازه دومره وي لکه خلاصه کوته چې بنده شي يا تړل شوي ګوته خلاصه کړشي .
غُنه په دوه ډوله ده زماني اوذاتي :
دهميش لپاره په مشدد ميم اون (شد لرونکی “مّ” او “نّ”)باندې غُنه کيږي هرځای چې وي اود ادغام پاتي توری لکه و،ی کله چې د ساکن نون او تنوين څخه وروسته راشي .
په عمومي ډول ادغام :
دصرفيانو په اصطلاح کې که دوه همجنس توري په يوه کلمه کې په پرله پسې ډول راشي په داسې حال کې چې لومړی يې ساکن او دوهم متحرک وي نو ادغام منځ ته راځې لومړی توری په دوهم کې مدغم کيږي او داډول ادغام په دری ډوله دی :
۱- د جنسينوادغام :
که دوه توري له يوجنس (يومخرج ) مخالف  صفت څخه په يوه کلمه کې پرله پسی راشي د جنسينوادغام منځ ته راځي لکه :قَدٌتَّبَيَّنَ – اِرٌکَبٌ مَّعَنَا – يَلٌهَثٌ ذّلِکَ  - وَدَّت طَّـآئِفَةٌ
۲- دمثلينو ادغام :
که دوه يوشان توري په يوه کلمه کې په پرله پسی ډول راشي دمثلينو ادغام ورته وايي : لکه : فقلنااضرب بعصاک الحجر- فماربحت تجارتهم .
فَمَا رَبِحَت تِّـجَارَتُهُمْ -  وَقَـد دَّخَلُواْ -  وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِباً
۳- دمتقاربينو ادغام :
که دوه داسې توري په يوه کلمه پرله پسې راشي چې مخرجونه يې سره نژدي صفتونه سره مخالف وي دمتقاربينوادغام ورته ویل کيږی .
وَقُـل رَّبِّ زِدْنِي عِلْم – بَـل رَّفَعَهُ اللّهُ
قاعده : دهغه ادغام چې لومړی توری يې ساکن او دوهم متحرک وي حکم واجب دی .لکه فاضرب بعصاک الحجر
قاعده : که د متماثلينو په ادغام کې لومړی او دوهم توری دواړه متحرک وي  نو هلته ادغام کول جايز دي  لکه لاتأمنا چې په اصل کې لاتأمننا ؤ دامام عاصم رح په نزد جايز ادغام په ټول قرآن همدا يو ځای د لاتأمنا په کلمه کې دی .
اوکه هغه ادغام چې لومړی توری يې متحرک او دوهم ساکن وي هلته ادغام کول منع دي لکه يضضن  داځکه چې لومړی توری قوی متحرک دی  او دوهم توری چې ساکن دی ضغيف دی چې د ادغام تحمل نلري .
د ادغام په وجه د ادغام دوهم توری ځني په مکمل ډول له منځه ځي او د ځنو آواز پاتې کيږي  چه دوه قسمه دی
ادغام کامل :
هغه ادغام دی چې کله دوه توری چې لومړی ساکن او دوهم متحرک ادغام شي تر ادغام وروسته د لومړی تورې هيڅ اثر پاتی نه شي لکه أُجِيبـَت دَّعْوَتُكُمَا -مِّن رَّبِّهِمْ
دا ډول ادغام په قرآنکريم کې په مشدد ډول ښودل شوی وي .
ادغام ناقص :
 د دؤ تورو داسې ادغام چې لومړی سالن او دوهم مترک وي تر ادغام وروسته د لومړی توری صوت يا آواز پاتې شي لکه مِن وَاقٍ -   مَن يَـقُولُ  (احکام تجويد )
اقلاب :
اقلاب لغتاً يو څيز په بل څيز بدلولو ته وايي او دعلم تجويد په اصطلاح کې که تر ساکن نون او تنوين وروسته د ب  توری په کومه کلمه کې راشي نو تنوين يا ساکن نون په ميم بدليږي او غنه پکې ضروري وي .
مثال: مِنْ بَعْدِ _ مِمْ بَعْدِ –  سَمِيعٌ بَصِيرٌ 
دعملي مثال اوريدلو لپاره دلته کليک وکړﺉ بيا د غنې او اقلاب په لاوسپيکرو کليک وکړﺉ .
اظهار :
اظهار په لغت کې څرګندولو ته وايي ،اود علم تجويد په اصطلاح کې د دوه تورو جلاکول دي ،داسې چې د ساکن نون اوتنوين څخه وروسته د حلقی حروفو (ء،ه ،خ،ح،ع،غ) څخه يوراشي ،ساکن نون يا تنوين اظهاريږي او له وروستي توري څخه جلا تلفظ کيږي نون په طبعی شکل له خپل مخرج څخه ادا کيږي،ځکه چې نون د خولې له ابتدا څخه راوځي ،او حلقي حروف په حلق کې ادا کيږي چې فاصله يې يوتر بله ډيره ده .
مثالونه :
ء _ ا :           يَنْأَوْنَ                مِنْ اَمْرِهِمْ             کُلٌّ امَنَ
ه :                مِنْهُمْ                  اِنْ هُوَ              فَرِيقاً هَري
ع :              اَنْعَمْتَ                مَنْ عَمِلَ            سَمِيعٌ عَلِيمٌ
ح :              تَنْحِتُونَ               فَمَنْ حَجَّ           حَکِيمٌ حَميدٌ
غ :            فَسَيُنْغِضُونَ              مِنْ غِلٍّ               قَوْلاً غَيْرَ 
خ :             اَلْمُنْخَنِقَةُ               مِنْ خَيْرٍ             حَکِيمٌ خَبِيرٌ 
اخفاء :
اخفاء په لغت کې پټولو ته وايي او دعلم تجويد په اصطلاح کې د اظهار،ادغام او اقلاب له حروفو څخه پرته د هجاد نورو پنځلسو (ت،ث،ج،د،ذ،ز،س،ش،ص،ض،ط،ظ،ف،ق،ک) تورو څخه يو توری د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته راشي نو دغُنې سره اخفاء پکې کيږي .
يعنی د ساکن نون يا تنوين د اداکولو مخرج د اخفا د حرف مخرج ته وړل کيږي او هلته ادا کيږي .
يا په بل عبارت کله چې د اخفاء توري له ساکن نون او تنوين څخه وروسته راشي نو ساکن نون يا تنوين په متوسط ډول د اظهار او ادغام تر منځ ادا کيږي .
مثالونه :
            يوه کلمه          دوې کلمې              تنوين
ت:         اَنْتُمْ              وَاِنْ تُبْتُمْ            يَوماً تُرْجَعُونَ 
ث:        مِنْ ثَمَرَةٍ          مِنْ ثَمَرَةٍ              خَيرٌ ثَواباً
ج:          اَنْجَيْنَا          اِنْ جَائَکُم            لِکُلٍّ جَعَلْنا 
د:         عُنْدَهُمْ           مِنْ دارِهِم            قِنوانٌ دانِيَةٌ 
ذ:         اَنْذِرْهُمْ            مِنْ ذُرِّيَّةِ           يَتِيمَاً ذامَقرَبَةٍ 
ز:          اَنْزَلَ             مَنْ زَکيَّها            نَفساً زَکِيَّةً 
س:        اِنْسانٌ            اَنْ سَيَکُونُ           لَيالٍ سَوِيّاً 
ش:        اَنْشَأْنا             مِنْ شَرِّ             غَفُورٌ شَکُورٌ  
ص:      يَنْصُرُکُمْ          اَنْ صَدُّوکُم         رِيحاً صَرصَراً 
ض:       مَنْضُودٍ          مِنْ ضَعفِ           قَوماً ضالِّينَ 
ط:         قِنْطارٍ            مِنْ طِينٍ             صَعِيداً طَيِّباً 
ظ:          اُنْظُرْ            مَنْ ظَلَمَ              ظِلّاً ظَليلاً 
ف:        اَنْفُسَهُمْ          مِنْ فَضلٍ            خالِداً فِيهَا    
 ق:        يَنْقَلِبُ           مِنْ قَبلِ            سَمِيعٌ قَرِيبٌ 
ک:       عَنْکُمْ           مَنْ کانَ               قَولاً کَرِيماً
دساکن ميم احکام
ساکن ميم دری احکام لري ادغام ،اخفاء او اظهار
1-        ادغام :
ساکن میم فقط په ميم کې ادغامږي .
يعنی که د ساکن ميم نه ورسته بل ميم راشي نو ميم په ميم کې ادغام کيږي او د يوه حرکت به اندازه غنه پکې کيږي . لکه : (أَمْ مَنْ) (وَمِنْهُمْ مَنْ) (کَمْ مِنْ) (لَهُمْ مَغْفِرَةٌ) .
2-        اخفا :
که له ساکن ميم ورسته د (ب )  حرف راشي له غنی سره اخفا کيږي .
احکام تجويد لیکی چې که د ميم نه ورسته د ب حرف راشي اخفااو اطهار دواړه روا دی ولی اخفاء کول غوره دي .
مثال : (هُمْ بَارِزُونَ) (کَلْبُهُمْ بَاسِطٌ) (إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ).
اظهار :
د ادغام او اخفاحروفو (م،ن) پرته نور چې شپږويشت حروف دی که له ساکن ميم ورسته راشي اظهار کيږي . يعنی ساکن ميم له غنی پرته ښکاره او له خپل مخرج څخه ادا کيږي .
لکه : أَنَّ لَهُمْ جَنَّتٍأَمْ حَسِبْتُمْألْحَمْدُِللهِ 
خو د نورو حروفو په پرتله په (و، ف ) تورو کې  د مخرج د اختلاف په وجه اشد اظهار کيږي لکه : په "و"کې اَمْوَلٍ اوپه  "ف" لکه کَیْدَهُم فی تَضْلِیْلٍ 

دحروفو صفات
صفت د حرف د ادا په وخت کې داسې کيفيت دی چې له بل حرف سره يې فرق وشي د حروفو د صفاتو يوه ګټه همدا ده چې د هم مخرج يا قريب المخرج حروفو فرق وشي .
دصفاتوپه شمير کې د علماؤ اختلاف دی امام ابن الجزری په نزد اولس دی او ابومحمد مکی بن ابې طالب القيسی بيا څلورڅلويښت ښودلی ،دلته د امام ابن الجزري په نزد اولس صفات تر مطالعې لاندې نيول شوی دي.
صفات په دؤ برخو ويشل شوي دي متضاد او غير متضاد ،متضاد هغه صفات دی چې د هغه لپاره ضد وي او غير متضاد هغه صفات دي چې دهغه لپاره ضد نه وي .
متضاد صفات : متضاد صفات لس دی چې يو دبل ضد دي
استلاء ضد استفال
شدت ضد رخوت
جهر ضد همس
اطباق ضد انتفاح
اذلاق ضد اصمات
۱- استلاء : په لغت کې لوړوالي ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري اوچت اوډک اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې دژبې بيخ پورته تالوته لوړيږي د لوړيدو له کبله دا تورې ډک تلفظ کيږي .
حروف يې اوه دی چۍ پدې جمله کې جمع شوي (خُصَّ ضَغطٍ قِظ) .
۲- استفال : په لغت کې ټيټوالي ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري نازک اونرم اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې دژبې بيخ تالوته نه لوړيږي له دې کبله دا تورې نرم تلفظ کيږي .
حروف يې ۲۲ دی (ء ب ت ث ج ح د ذ ر ز س ش ع  ف ك ل م ن ه و ي ا) څخه عبارت دی .
۳- شدت : په لغت کې سختی يا قوت ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په سختی سره اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آواز په سختی سره ودريږي اود آرامتيا په وخت کې آواز ورباندې بنديږي . حروف يې اته دی (أجد قط بكت) جمله کې جمع شوي .
۴- رخوت: په لغت کې سستوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په کمزورۍ اونرمۍ اداکيږي . د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آواز جريان پيداکوي .
حروف يې ۱۶ دی :(ث ح خ ذ ز س ش ص ض ظ غ ف هـ و ي ا)عبارت دی
۵- جهر: په لغت کې څرګندوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په لوړآواز اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آوازپه داسې زورسره ودريږي چې ساه بنده وي اوپه آواز کې يو ډول لوړوالی راشي . حروف يې (عَظمَ وَزْنُ قَارِي ذِي غَضِّ جِدِّ طَلَب) جمله کې جمع شوي
 ۶- همس:  په لغت کې پټوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري په ټيټ آواز اداکيږي .
يعنی د اداکولوپه وخت کې په مخرج کې آوازپه داسې کمزوری سره ودريږي چې ساه جايري وي اوپه آواز کې يو ډول ښکته والی راشي .
حروف يې لس دی چې عبارت دی له (فحثه شخص سكت).
۷- اذلاق : په لغت کې تيزی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د ژبی له ارخ او شنډو نه په تيزی اوآسانی سره  اداکيږي .
حروف يې شپږ دی چې عبارت دی له (فر من لب ) .
۸- اصمات: په لغت کې چوپوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري دتلفظ په وخت کې ثقيل اوسخت ادا کيږي .
حروف يې ۲۳ دی عبارت دی له (جز غش ساخط صيد ثقة إذ وعظه يحضك).
۹- اطباق: په لغت کې تماس اونښليدو ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د حروفود ادا په وخت کې دژبی منځ پورته تالوسره مښلی . حروف يې څلور دی :
(ص ض ط ظ) .
۱۰- انفتاح : په لغت کې خلاصوالی ته وايې اوپه علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري دحروفو د ادا په وخت کې ژبه له تالونه جلا وي .
حروف يې ۲۵ دی (من أخذ وجد سعة فزكا حق له شرب غيث).
غير متضادصفتونه :
غير متضاد صفتونه اوه دی انحراف ،قلقله ،لين ،صفير،تکرير،تفشي او استطالت
۱- انحراف : په لغت کې کوږوالی ته وايې دا صفت د "ل" او "را" په حروفو کې دی چې د ادا په وخت کې دخپل مخرج څخه کم کوږوالی پيدا کوي .
۲- قلقله : په لغت کې حرکت اوخوځښت ته وايي .
د قلقلی د حروفو صفت دادی چې د سکون په حالت کې د هغي د تلفظ پر مهال په مخرج کې خوځښت رامنځته کيږي د قلقلی حروف پنځه دی چې په قطب جد کې جمع شوي دي .
۳- لين : معنی ده سهولت او نرمي داحروف د ادا په وخت له مخرج څخه په نرمۍ اداکيږي .
حروف يې دوه دی واو يا چې خپله ساکن وي ماقبل يې مفتوح (زور) لرونکی توری وي .
۴- صفير :
د صفير معنی داده چې ددغو حروفو د تلفظ پر مهال د شپيلۍ د آواز په شان آواز غوږ ته رسيږي له همدې کبله هغه ته صفيریه حروف وايې چې له "ص ز س"حروفو څخه عبارت دي .
۵- تکرير :
دا صفت يوازی په "ر" کې ليدل کيږي چې د ادا په حالت کې يو ډول لړزه پيدا کيږي ،يعنی د ادا په وخت ژبه رپيږي پداسې ډول چې "را"  تکرار تلفظ نشي .
۶- تفشي :
په لغت کې شيندلو ته وايې دغه صفت د"ش" د حرف  دی چې ددی توری ادا کولو په وخت کې آواز په خوله کې خپريږي .
استطالت  :په لغت کې اوږدوالی ته وايې داصفت لرونکی يواځې د "ض" حرف دی چې د ادا په وخت کې دمخرج له شروع تر پایهټول اضراس غاښونه نيسي .



دځنومشابح حروفو ترمنځ فرق :

د «ذ» او «ز» ترمنځ فرق :

د «ذ» حرف هرکله چې د ژبی د شاطرف سر د پاسنيو ثنايا له څوکوسره ولګيږي اداکيږي مګر د «ز» مخرج کله چې د ژبی څوکه د ذکرشويو غاښونو سره نږيدی شي اداکيږي نو ويلای شو چې د «ذ» په ادا کې د ژبی څوکه بيرون خواته راوځې ولی د «ز» په تلفظ کې نه راوځې .

او «ز» حرف د سفير صفت لري چې مخکې بيان شودشپلی په شان آواز لري  .

د «ث» او «س» ترمنځ فرق :

د «ث» او «س» حروفو تر منځ همداسې فرق دی کله د «ذ» او «ز» تر منځ چې موجود ؤ ځکه «س» د «ز» له مخرج څخه ادا کيږي او دصفير صفت لري  پداسې حال کې چې «ث» د «ذ» له مخرج څخه ادا کيږي د همس صفت او رخوت په هغه کې واضح دی .

د «ظ» او «ض» تر منځ فرق :

د «ظ» حرف کله چې د ژبی پاس طرف سر د مخامخ پاسنيو غاښونوله څوکو سره و لګول شي ادا کيږي د«ظ» په تلفظ کې د ژبی دڅوکې طرف بیرون ته راوځې مګر د «ض»مخرج كله چې د ژبي يواړخ له پاس خوا (له ښي څخه چپ لور ته ) د اضراس غاښونو سره ولګول شي د«ض» توری تلفظ کيږي البته له چپی خوا څخه يې ادا کول اسانه دی ،نوځکه د ظا مخرخ له ض نه لری دی .

اوبل داچې په «ض
» حرف د استطالت صفت لري چې بل په هيڅ کوم حرف کې دا صفت نشته .
د "را" او "لام" حروفو احکام (تفخيم او ترقيق )
را :
د "را"  توری که چيری زور يا پيښ ولري يا د "را"  حرف خپله ساکن مخکې حرف يې زبر يا پيښ ولري نو پدې صورت تفخيم کيږي يعنی "را"  ډکه تلفظ کيږي .
مثالونه : رَبُّكَرُزِقُواْمَّرْفُوعَةٌعُرْفاً
2- که د "را"  حرف زير ولري يا "را"  ساکنه او مخکې حرف يې زير ولري نو پدې صورت کې ترقيق کيږي "را"  باريکه لوستل کيږي .
رِحْلَةَفِرْعَوْنَ
لام :
په لفظ جلاله (الله ج ) كې که د لام نه مخکې حرف زور يا پيښ ولری تفخيم کيږي "لام"  ډک تلفظ کيږي لکه : هُوَ اللَّهُنَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ
همدارنګه که د"لام"  نه مخکې حرف ساکن وي له هغه مخکې حرف زور يا پيښ ولري پدې صورت کې هم د "لام"  توری ډک ادا کيږي لکه :عَلَى اللَّهِاعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ .
۲- که "لام" نه مخکې حرف زير ولري يا د "لام" نه مخکې ساکن دهغه مخکې حرف زيرولري ترقيق کيږي يعنی "لام" ډک نه ادا کيږي لکه : قُلِ اللَّهُمّوَيُنَجِّي اللَّهَُ
مګر لام (ال) بغير له لفظ جلاله نه په نوروکلماتو کې په دوه ډوله دی :

1-  ال شمسی چې نه تلفظ کيږي بلکې په ورستی حرف  کې ادغام کيږي .
 لکه :ألنَّاسُ، أَلطَّآمَّة
د شمسی ال دپيږندنې علامه دا ده چې د لام نه وروسته حرف شد لرونکې وي .
2- ال قمري چې تلفظ کيږي ساکن وي د شد پرځای د غړوندي علامه ورباندې وي .
لکه :ألْقَمَرُ، ألْعَلِيمُ 


د مد احکام

مد په لغت کې کش کولو ته وايې او دتجويد په اصطلاح کې د مد تورو ته له طبعی اندازی ذيات امتداد ورکولو ته وايي  .

د مد توری دری دی (الف ، واو ، يا ) هرکله چې له دغه دريو حروفو ورسته همزه يا سکون راشي د مد توري له طبعی اندازی ذيات کش کول کيږي .

يعنی د مد سبب دوه څيزونه دی همزه – سکون .

قصر (لنډول ) قصر د مد ضد دی چې د مد حروف په طبعی ډول کش کول کيږي يعنی د يوه اليف يا دوو حرکتونو په اندازه دا ځکه چې د مد له حروفو ورسته د مد سبب همزه او سکون نه وي راغلي .

هغه مد چې له مدې حروفو ورسته همزه او سکون راغلی وي د فرعی مد په نوم هم ياديږي

هغه مد چې له مدې حروفو ورسته همزه او سکون نه وي د قصير يا اصلی مد په نوم هم ياديږي .

دفرعی مدډولونه :

فرعی يا غير طبعی مد هغه مدته وايی چې د مد تر حروفو وروسته همزه يا سکون راشي چې فرعي مدپه لاندې  ډولو ويشل شوی :

۱- متصل مد :

هرکله چې دمد له تورو ورسته همزه راشي او د مد حرف او همزه دواړه په یوه کلمه کې وي ،پدغه صورت کې د مد حرف د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي ،دحفص په نزد څلور يا پنځه حرکته کش کول کيږي اوحکم يې واجب دی . لکه :

 شَآءَ جَآء ألْمَلئکَِة 

۲- منفصل مد :

که د مد له حروفو ورسته همزه وي او دمد حرف او همزه په یوه کلمه کې نه وي بلکي دمد حرف په يوه کلمه کې او همزه پر بله کلمه کې وي د مد حرف بيا هم د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي دحفص په نزد څلور يا پنځه حرکته کش کول کيږي  حکم يې جائز دی .

مَآ أُنْزِل   –  أِنَّآ أَوْحَیْنَآ إِلَیْکَ

۳- لازم مد : هغه مد دی چې سبب يې سکون لازمي وي يعنی اصلی وي تغير نه کوي سکون يې د وقف له کبله نه وي په  همدې وجه يې لازمي بولې او کش کول يې په اتفاق دټولو علماوو د شپږو حرکتوپه اندازه دی .

لازم مد په دوو ډولو ويشل شوی کلمی او حرفي چې هريو بيا په مثقل (درومد) او مخفف (سپک ) ويشل شوی دي .

مثقل حرفی مد : هغه مد ته وايی چې د مد حرف او سبب (سکون ) چې مشدد هم وي په يوه حرف کې راغلی وي لکه : الـم - طسم

پدې حروفو کې ځکه مد وي چې (لام ) يا (سين ) کې وينو چې د ی حرف چې مد توری دی ورسته سکون راغلی چې ميم ساکن او سين کې نون ساکن دی .

مخفف حرفي مد : هغه مد ته وايې د مد حرف او سبب يې (بې له شده سکون ) په يوه حرف کې راشي . لکه ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ

دلته هم په ق حرف کې مد دی ځکه (قاف ) وينو چې الف د مد حرف دی دهغه نه وروسته ساکن حرف دی چې ف توری دی .

مثقل کلمی مد:هغه مدته وايي چې د مد حرف اوسبب يې (سکون) په مشدد ډول په يوه کلمه کې راشي

مثقل (درومد) مد بلل کيږي ځکه چې سبب يې شد کرونکی حرف وي .

وَلاَ الضَّـالِّـينَلْحَـاقَّـةُ

مخفف کلمی مد : هغه مد ته وايی چې د مد حرف او سبب يې (بې له شده سکون) په يوه کلمه کې راشي . لکه : ءالئن


۴- عارض مد :

که د مد له حرف ورسته ساکن حرف واقع شي چې سکون يې اصلی نه وي بلکي عارضي وي يعنی د وقف له امله ساکن شوي وي نو دلته هم د مد له حرف ورسته سکون واقع شو چې مد حرف دوه يا څلور يا شپږ حرکتو په اندازه کش کول کيږي .

که وقف ونه شي نو مد له منځه ځې .

 لکه : ألْعَلَمِينَ   

د لين مد :

لين نرمۍ ته وايې چې دا صفت په دو حرفو واو چې ساکن وي ماقبل يې زور لرونکی توری وي  او يا ساکنه ماقبل يې زور   لرونکی وي  .

نو که د ساکنی "ی" او "و" څخه د مخه توری فتحه (زور) ولري نو دغه ډول "ی" او "و" ته دلين حروف وايي د عارض مد په شان کش کول کيږي لکه : خَوْفٍ _ قَوْمُ _ يَوْماً _ لَبَغَوْا

په لين باندې که مد ونه شي هم صحيح دی ولی مد کول يې غوره دي ځکه چې سبب يې لازمي دی .

د متصل يا واجب مد،عارض مد او لازمي مد مثالونه لپاره دلته کليک وکړﺉ               

يا که مو له لومړي برخې څخه د تجويد سافټوير ډونلوډ کړي وي دهغه عملي مثالونو ته غوږ شی

د وصل همزې احکام

دقرآنکريم ځنی کلمات داسې وي چې لومړی حرف يې ممکن حرکت (زور،زير،پيښ ) لرونکی وي د داډول کلماتو د تلفظ په پيل کولو کې څه مشکل نه وي .

مګر پداسې صورت کې چه دکلمې لومړی حرف ساکن وي نودهغه د تلفظ شروع غير ممکنه وي نوبايد د هغه د ابتداء لپاره د وصل همزه وکاروو ترڅو وتوانيږو دکلمې لومړی حرف تلفظ کړای شو په همدې وجه د (وصل همزه ) په نوم ياديږي .

يعنی د وصل د همزي په وسيله د کلمی لومړی ساکن حرف تلفظ کيږي .

دوصل همزه په دريو کلمو اسم ، فعل اوحرف کې واقع کيږي .

۱- حرف :

 په قرآنکريم هغه حرف چې د وصل همزه اخلي حرف تعريف (الف ،لام ) دي چې دوصل په حالت کې زور اخلي لکه : عاقِبَةُ الدَّارِ – اَلدَّاِر -الْقَمَرَ -   اَلْقَمَرَ

۲- اسم :

 دوصل همزه چې کله د اسم له کلمې سره وصل شي مکسوره (زير لرونکی وي ) لکه :

مسيحُ آبْنُ مَرْيَمَ(آِبْنَ)-مَرْيَمَ آبنَتَ عِمْرانَ(آِبْنَتَ)-اَبُوکِ آمْرَءَ(اِمْرَءَ)-ثانِي آثْنَيْنِ(آِثْنَيْنِ ، آِثْنَتَيْنِ)-مِنْهُ آثْنَتا(آِثْنَتا).

۳- فعل :

د اسم اوحرف پرته د قرآنکريم نور کلمې دفعل دي
دفعل د کلمې لومړی حرف ته ګورو که د لومړی حرف حرکت زوريازير لرونکی وی نو دوصل همزه مکسوره (زيرلرونکی ) وي اوکه نومړی حرف مضموم (پيښ لرونکی ) وی نو د وصل همزه به هم مضموم
وي لکه: فَقَدِ آهْتَدَوْا – اِهْتَدَوْا)-(رَبَّنَا آغْفِرْلَنَا- اِغْفِرْلَنَا)-(رَبِّ آنْصُرْنِي __ اُنْصُرْنِي).   


دوقف او وصل احکام

وقف دريدلو ته وايي پداسې شان چې ساه واخستل شي .

دقف اووصل پيږندل یو له اهمومباحثو دعلم تجويد څخه دي چې د قرآنکريم لوستوکی يې بايد په پوره اهتمام په نظر کې ونيسي .

حضرت علی رض د (وَرَتِّلِ الْقُرآنَ تَرْتِيلاً ) په تفسير کې ويلي هو تجويد الحروف، ومعرفة الوقوف يعنې دترتيل نه مراد د حروفو تجويد اود وقفوپيږندل دي .

او ابن الأنباري وايي چه وقف او وصل پيږندل ډيرضروري دي په خاصه توګه دهغه چا لپاره چې د قرآنکريم په معنی نه پوهيږي نوهغه به يې په فواصلو پيږني نوويلای شوچې دا دقرآن د تعليم لومړي واجب دي

په آخردکلمې باندې دريدل يا وقف په دوو طريقو تر سره کيږي

۱- وقف ابدال :

(بدلول ) دوقف په حالت کې دکلمې آخري توری په بل توري بدليږي

الف ) : کله چې آخر دکلمې تاء (ة) وي دوقف په حالت کې په (ها) بدليږي لکه : (رَحْمَةً -  رَحْمَهْ)

ب ) : هغه کلمات چې په تنوين (دوه زورونه ،دوه زيرونه او دوه پيښونو) ختم شوی وي دوقف په حالت کې په مدي الف مدليږي لکه : (حِساباً -  حِسابا)

۲- وقف اسکان :

(ساکن کول ) دابدال نه بغيرنورو ټولو کلماتو کې دوقف په حالت د کلمې آخري توری څخه حرکت لرې کيږي او ساکن ګرځول کيږي لکه : يَوْمُ __ يَوْمْ


دوقف نښې :

د هري ژبی ويونکی چه کله خبرې کوي نو چيرته دريږي او چيرته نه دريږي ،کله ډیر او کله لږ ايساريږي او په ودريدو او نه ودريدو کې د خبرې پوره بيان او مفهوم کې ډير لوی دخل دی .

نو ضروري خبره ده چې ددی عظيم کتاب لوستونکی ددی رموزو يا علائمو پوره خيال وساتي او دغه علايم چې اهل علمو د دريدو او نه دريدو نښي مقرري کړي دی چې په لاندې ډول دی :

– چيرته چه خبره پوره شي هلته وړه غوندي دايره وي ،:داپه حقيقت کې غونډه (ت) ة ده چې   ة پرځای يوه وړه دايره وي چې دې ته آیت وايې دا دوقف تام علامه ده پدی ودريدل پکار وي.


م – دا دوقف لازم علامه ده پدې باندې هرومرو ودريدل پکار دي .


ط – دا دوقف مطلق نښه ده پدې باندې دريدل پکار دي .


ج- دا د جايز وقف نښه ده دلته دريدل غوره دی او نه دريدل جايز دي .


ز- د اد مجوز وقف نښه ده دلته نه دريدل غوره دي .


ص – دادمرخص وقف نښه ده دلته پيوست لوستل پکار دي ليکن که څوک ستړی شي دريدل هم جائز دي  .


صلی – داد الوصل أولی (يعنی وصل غوره دی )   دلته پيوست لوستل غوره دی .


ق- دا د قيل عليه الوقف خلاصه دلته دريدل پکار نه دي .


صل – دا د قد يوصل نښه ده دلته کله دريدل او که نه دريدل ليکن دريدل غوره دي .


قف – داد قف نښه ده يعنی ودريږه دا علامه هلته پکاريږي چې د لوستونکی د پيوستی وينا احتمال وي .


س يا سکته – داد سکتط نښه ده دلته لږ وخت دريدل پکار دي خو تنفس به باقی وي (سا به نه ماتوي  ).


وقفه – دا داوږيدی سکتې علامه ده دلته د سکتی په نسبت ډير دريدل پکار دي ليکن چه نفس جايری وي .


لا- د لا معنی ده يعنی نشته چې دا علامه کله د ايت د پاسه ليکل شوی وی او کله د عبارت د ننه وي که د عبارت د ننه وي هلته دريدل بالکل نشته او که د ايت د پاسه وي پدی کې اختلاف دی ځنی وايې دريدل روادي ځنی بيا وايې نه دريدل رواه دي خو که ودريږي يا ونه دريږي په مطلب کې کوم خلل نه راځي .


ک- دا د کذالک علامه ده يعنی کومه علامه چې مخکې تيره شوي وي دلته هم همغه ګڼل پکار دي .


۵- دا علامه د ځنو په نزد آیت دی که وقف وشي نو دوباره ويل نشته .

.. – دا دريو ټکو وقف دی دې ته معانقه ويلی شي کله ددی اختصار په مع سره ليکلی وي دا دواړه وقفونه لکه چې معانقه کوي غوندی ددی حکم دادي چې پر يو دريدل او پر بل نه دريدل پکار دي

ماخذ